د شپې اته بجې وې، د کابل پر څلوېښت متره پلنو واټونو نری نری باران اورېده، ګڼه ګوڼه هم کمه وه. د واټ د څنډې څراغونو پنځه تور کروزينګ موټرونه روښانه کړل چې د کابل لمر لوېده خواته روان ول، له دې موټرو سره نه پوليس ملګري ول او نه ټراپيکي پوليسو په لوډ سپېکر کې په لوړ اواز کې چيغې وهلې چې لاره خلاصه کړئ، لکه په دې موټرو کې چې کوم مهم څوک نه وي ناست او د مظلومو لارويانو غوندې په پوره زغم او حوصله سره تېرېږي.

تور موټرونه د قرغې تر بند تېر سول او پغمان درې ته ننوتل، د پغمان په کږو لارو کې لکه تور ماران کاږه واږه روان ول، اخير يوه مجلل او ښکلي کور ته ودرېدل، د کور مخ ته ولاړو وارخطا ساتونکو دروازه پرانيسته، له موټر څخه څو تنه په چټکو ګامونو کور ته ننوتل. د کور په برنډه کې يو دنګ او په عمر پوخ سړی د هرکلي لپاره ولاړ و، د کوربه ټټر اوږدې ژيړبخوني ږيرې پټ کړې و، نوی خبره دا وه چې د کوربه تندی د نن غوندې چا دومره ورين نه و ليدلی، لکه د زړه ټوله مينه او عاطفه چي يې په تندي کې راغونډه شوې وي.

دا کوربه استاد سياف و، ده پخوانی ولسمشر حامد کرزی په غېږ کې کلک ونيو، پر مخ يې ښکل کړ او بيا يې خپلې ځانګړي کوټې ته بوت. استاد سياف تر ډېرې مودې وروسته خپل مېلمه ته په پښتو ژبه هرکلی ووايه. حامد کرزي خپله قره قلي خولۍ له سره ليري کړه او په ستومانه غږ يې وويل: استاده تاسې ويلي وه چې: بعضی حلقات ميخواهند که مجاهدين را به حاشيه برانند. ستاسې وړاندوينه په سلو کې سل رښتيا شوه، اوس همداسي کېږي، ډاکټر غني د اصلاحاتو غم نه دی اخيستی، اصلا يې مجاهدينو ته چل جوړ کړی دی. هغه ورځ به مې هيڅکله هم هېره نه شي چې تاسې د لوړې په مراسمو کې په دريم قطار کې د جنرال دوستم تر شا ولاړ واست او چا مو نوم هم ياد نه کړ.

زه د مجاهدينو دا سپکاوی هيڅکله هم نه شم زغملای، خو خير اندېښنه مه کوئ، دا وضعيت زموږ په ګټه دی، که د فساد پر ضد د مبارزې په نوم له دولت له ليکو څخه د مجاهدينو شړل همداسي دوام وکړي، نو ټول به تاسې ته پناه راوړي، ځکه چې له تاسې پرته په ميدان کې د مجاهدينو بل مقتدر رهبر نشته. ډاکټر عبدالله له خپلو څو محدودو ملګرو سره دولت ته ننوت، خو خدای خبر چې له اشرف غني سره به يې ګوزاره وشي، اوس خبره دا ده چې تاسې د اپوزېشن اعلان وکړئ، زه او زما ملګري مو په خدمت کې يو.

ويل کېږي چې له استاد سياف پرته له کرزي سره د ملي امنيت پخوانی مشر اسدالله خالد، عبدالکريم خرم، زلمی هيوادمل، رنګين دادفر سپنتا، يونس قانوني، مدبر او ځيني نور پخواني لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي. په دې وروستيو کې يې د پير سيداحمد ګيلاني سره هم کتلي، خو له هغه څخه يې څه نه دي بود کړي. ښاغلی کرزی غواړي چې په دې ورځو کې هرات ته هم سفر وکړي او هلته په دې اړه له اسماعيل خان سره خبرې وکړي. اسماعيل خان هم يو له هغو خلکو څخه دی چي نه يې په انتخاباتو کې بری وموند، نه د جمعيت مشرتوب په لاس ورغی او نه هم د ملي اتحاد په نوم حکومت کې د پام وړ ونډه ور ورسېده، نو امکان لري چې د استاد سياف پر لاس دا بلنه ومني او ډېر ژر له نوي اپوزېشن سره يو ځای شي.

ښاغلی کرزی به له هرات څخه بلخ ته سفر وکړي او هتله به له خپل پخواني انډيوال عطامحمد نور سره خبرې وکړي. ښاغلی عطا چې ديارلس کاله د حامد کرزي له برکته بې تاجه پاچا و او ملينونه ډالره يې جېب ته واچول، نه يوازې دا چې په دې وروستيو کې د ډاکټر غني له حساب و کتاب څخه وېرېږي، بلکې خپل سياسي راتلونکی هم په خطر کي ويني. دا چې جنرال دوستم د ولسمشر مرستيال شو، د عطا محمد نور لپاره يو بل د خطر زنګ بلل کېږي. ښاغلی عطا له دې خطر سره سره بيا هم د ولسمشرۍ خوبونه ويني، آن دا چې په خپل وفادار انډيوال ډاکټر عبدالله يې هم سترګه نه ډکېږي، انډيوالي خو پرېږده چې هغه د خپل سياسي راتلونکې په لاره کې خنډ ګڼي او د جمعيت ګوند د متحد پاته کېدو په کيسه کې هم نه دی.

د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال ښاغلي کرزي مسئوليت درلود چې ښاغلی عطا منع کړي چې اساسي قانون ته درناوی وکړي، د والي په صفت د مرکزي ادارې اطاعت وکړي او د هيڅ يوه کانديد ملاتړ و نه کړي، خو برعکس ښاغلي کرزي عطا ته په دې اړه يوه تشه ګيله هم و نه کړه، نو داسي ښکاري چې ښاغلي کرزي د يونس قانوني په وسيله له عطا سره پټ لاس درلود او هغه يې دې ته هڅاوه چې د ډاکټر غني پرضد خپل دريځ کلک وساتي او پر شا نه شي.

که نن ښاغلی کرزی له عطا څخه وغواړي چې ملاتړ يې وکړي عطا به يې په ورين تندي ومني، ځکه عطا اوس په پرونيو خبرو او ډاکټر عبدالله په انډيوالۍ پسې نه ګرځي، بلکې د ځان لپاره نوې نقشه لري. ښاغلي عطا په ځانګړو غونډو کې خپلو نژدې تاجيکو ملګرو ته ويلي چې دی نور پنجشېريانو ته دا چانس نه ورکوي چې د جمعيت او تاجيکانو په نوم امتياز دي يوازي يوه ولسوالي واخلي، عطا هڅه کوي چې لومړی د جمعيت مشرتوب لاس ته راوړي او بيا د بلې دورې ولسمشرۍ لپاره ځان کانديد کړي، د زلزلې دا ټکانونه ډاکټر عبدالله هم احساس کړي او نه غواړي چې د عطا پر سر له ډاکټر غني سره بيا ناندرۍ پيل او په لوی لاس په جمعيت کې د ځان سيال غښتلی کړي.

عطا د جمعيت د مشرتوب لاس ته راوړلو لپاره منډې ترړي پيل کړي دي. دا مهال د جمعيت د رهبرۍ لپاره څلور لويې ډلې سيالي کوي. لومړۍ ډله د ډاکټر عبدالله په مشرتوب کار کوي چې د دولتي مقامونو له امله تر ټولو لويه ډله بلل کېږي. دوهمه ډله د احمدضيا مسعود په مشرۍ فعاليت کوي. ښاغلی مسعود ځان تر نورو جمعيتيانو ډېر وړ بولي او وايي چې د احمدشاه مسعود ورور، استاد رباني زوم، د ولسمشر پخوانی مرستيال او اصيل پنجشېری دی. ده څو واره رسنيو ته ويلي چې ډاکټر عبدالله د جمعيت کانديد نه و، بلکې د کودتا له لارې يې ځان د جمعيت له ټکټ څخه کانديد کړ. ښاغلي مسعود دا هم ويلي چې په پام کې لري ډېر ژر ګوندي کنګره راوغواړي او د جمعيت لپاره نوی مشر ټاکي.

دريم ګروپ د استاد رباني د زوی صلاح الدين رباني په مشرۍ تشکيل شوی دی. دا يو کوچنی ګروپ دی چې د جمعيت رهبري ميراثي ګڼي او وايي چي بايد د جمعيت مشر صلاح الدين رباني وي. څلورم ګروپ د اسماعيل خان په مشرۍ د جمعيت د مشرتوب دعوه کوي. دا ګروپ د هرات له تاجيکانو څخه جوړ شوی دی. اسماعيل خان ادعا کوي چې دی په جمعيت کې تر ټولو مشر، متقي او وفادار مجاهد دی، آن دا چې تر اوسه يې خپلې پخوانۍ ږيرې او لنګوټې ته هم تغير نه دی ورکړی. ښاغلی اسماعيل خان دا ګيله هم لري چې ولي د احمدشاه مسعود تر مرګ وروسته دی مشر و نه ټاکل شو، دی وايي چې هغه مهال يې د استاد رباني په درناوي کې د فهيم خان مشرتوب ومانه، خو اوس چې استاد رباني او فهيم خان دواړه مړه شوي، نو په جمعيت کې د مشرتوب لپاره تر ځان وړ شخص نه ويني.

حامد کرزی چې د خپل واک په موده کې يې ټول واک نظار شورا ته ورکړی و، ځان د دې ګروپونو تر منځ د وصل يوه ښه کړۍ بولي. دلته خبره د ( حب علي ) نه، بلکي د ( بغض معاويه ) ده. ښاغلی کرزی غواړي ټول هغه قوتونه سره يو ځای کړي چې په نوي نظام کې خپل راتلونکی خوندي نه ويني، په تېره بيا هغه اشخاص به خامخا ده ته پناه وروړي چې په اداري فساد کې ښکېل دي، ځکه چې ټول لوړپوړي دولتي چارواکي ده مقرر کړي او د خپل واک په وروستۍ غونډه کې يې خپلو پلويانو ته وويل چې د مقرريو ټول فرمانونه يې په پټو سترګو لاسليک کړي دي.

ډاکټر غني به د کابينې تر جوړولو وروسته د واليانو او امنيې قوماندانانو ته خپل پام واړوي. د ځينو ولايتونو د امنيې قوماندانان په دې تورن دي چې شخصي زندانونه لري، بنديان يې وژلي، په قاچاقو کې لاس لري او ګڼ شمېر دولتي ځمکي يې غصب کړي دي. ډاکټر غني ويلي چې موازي ادارې به له منځه وړي. له دې خبرې سره سم د خلکو سترګو ته د بلخ والي عطامحمد نور درېږي، ځکه هغه تل مرکزي حکومت ګواښلی او له ډاکټر غني سره خو يې تر اخيره ډغرې وهلي دي.

د واليانو په لړ کې ګل اغا شېرزی هم ځان تر عطا ک�� نه ګڼي. دی هم له ځان سره خپل حساب او منطق لري. د بارکزيو د مشرتوب او بوجيو بوجيو ډالرو په درلودلو سره ځان ډېر لوی ورته ښکاري. ښاغلی شېرزی دا باور هم لري چې د افغانستان حکومت په نوبت دی، يو ځل به پوپلزي او بيا به بارکزي حکومت کوي، څرنګه چې د پوپلزي نوبت تېر شو، نو اوس د بارکزيو نوبت دی، دی ځان د وزير فتح خان په رول کې ويني او فکر کوي چې د بارکزيو د نوي حکومت بنسټ به کښېږدي.

له فساد سره مبارزه د ډاکټر غني له اساسي کارونو څخه ګڼل کېږي چې د کابل بانک د مسئلې بيا څېړل او لويې څارنوالۍ ته د څو وزيرانو ورپېژندل يې ښکاره ثبوت دی. د دې مبارزې په بهير کې هغه څوک چې د فساد په نوم تورن او يا مجازات کېږي، ملګري به يې داسې شعار ورکوي چې دوی مجاهدين دي او ډاکټر غني د استاد سياف خبره مجاهدين ګوښه کوي.

تر دې مهاله د ډاکټر غني د حکومت پر وړاندې درې لويې جبهې جوړې شوي دي:

۱: اداري مفسدين او د ځمکو غاصبين.

۲: هغه پخواني مجاهدين چې د نوي عصر د غوښتنو، سواد، تخصص او عمر له مخې تر وخت تېر شوي او په دولت کې د کار کولو وړتيا نه لري.

۳: د جعيت هغه برخه چې د ډاکټر عبدالله له ګروپ سره اختلاف لري او يا په نوي نظام کې ونډه نه ده ورکړل شوې.

ښاغلی حامد کرزی چې د قدرت خوند يې ليدلی نه غواړي چې ارام کښېني، آن دا چې د خپل واک په وروستيو وختونو کې يې د دولت له ماشين څخه دومره پرزې و ايستلې او دا ماشين يې دورمره تخريب کړ چې ډاکټر غني ته به يې چالانول ګران کار وي، تر څو چې ډاکټر غني دا زوړ ماشين ترميموي، نو ښاغلي کرزي به خپله نوې جبهه جوړه کړې وي. د ښاغلي کرزي له وروستيو غونډو او ليدنو داسي ښکاري چې هغه غواړي د حکومت د نوي اپوزېشن مشري وکړي، خو دا چې خپل ګوند او سياسي تشکيل نه لري، نو غواړي لومړی يوه ډله جوړه کړي، تر څو موثر وګڼل شي او د اپوزېشن مشري تر لاسه کړي.

د ښاغلي کرزي سياسي سابقه ښيي چې هغه د خپلو سياسي نيمګړتياوو تر څنګ په قبيلوي ناروغۍ هم اخته دی. د دې خبرې د ثبوت لپاره له طالبانو سره د هغه اړيکو ته ورګرځو. ښاغلی کرزی پوپلزی درانی دی. ده د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له پوپلزيو قوماندانو سره ډېرې نژدې اړيکې درلودې لکه قوماندان عبدالرازق، ملا يار محمد، ملا بس الله خير خواه، ملابرادر او داسي نور. آن دا چې د همدې اړيکو له مخې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد پرېکړه وکړه چې ښاغلی کرزی په امريکا کې خپل خاص استازی وټاکي، خو د ښاغلي کرزي په وينا چې هغه مهال د ملت بابا له دې کار سره مخالفت وښود.

کله چې امريکايانو د طالبانو رژيم رانسکور کړ، نو ( آی، ايس، ای ) د طالبانو ډېر مهم قوماندانان او مشران ونيول، څوک يې امريکايانو ته حواله کړل او څوک يې په خپلو زندانونو کې تر هغو پورې شکنجه کړل چې معيوب او يا مړه سول. له دې ډلې څخه يو هم د طالبانو د وخت دفاع وزير ملاعبيد الله او بل استاد ياسر ول چې د ( آی، ايس، ای ) په زندان کې د شکنجو له امله مړه شول. د ملا عبيدالله او استاد ياسر د راخلاصولو په اړه ښاغلي کرزي پاکستان ته يوه تشه ګيله هم و نه کړه، خو د ملابرابر د را خوشي کولو لپاره يې پرله پسې او چټکې منډې وکړې، ځکه چې ملابرادر په خټه پوپلزی و.

ښاغلی کرزی به اوس يو ځل بيا له خپل قبيلوي ذهنيت څخه ګټه واخلي او په دې ډول به وکولای شي چې د پورته دريو جبهو پرته د اپوزېشن يوه بله جبهه هم جوړه کړي. دا جبهه به د درانيو وي چې مرکز به يې کندهار وي. د دې جبهې جوړولو لپاره ښاغلي کرزي په دې ورځو کې د کندهار له بېلابيلو مشرانو سره ليدنې کتنې پيل کړي دي، دی غواړي يوه څېړنه ترسره کړي او ځان ته معلومه کړي چې کندهاريان په تېره بيا دراني د نوي نظام په اړه څه فکر کوي، په تېره بيا له هغو مشرانو سره ډېر ويني چې يا په فساد ککړ دي او يا په راتلونکې نظام کې ځان خوندي نه ويني.

د کندهار هغه پخواني چارواکي ډېر وارخطا دي چې مليونونه ډالر يې غلا کړي، دولتي او ولسي ځمکې يې غصب کړي او خلک يې ځورولي دي. ښاغلی کرزی به ډېر ژر وتوانېږي چې په خپله ساحرانه ژبه او له مفسدينو سره د پخوانۍ انډيوالۍ له امله هغوی د ځان ملګري کړي.

ښاغلي کرزي له امريکايانو سره امنيتي تړون لاسليک نه کړ او ځان يې ملت داسي وښود چې ګواکي د ملي ګټو له امله يې دا کار و نه کړ او ملت ورباندي ګران دی، په دې ډول يې وکولای شول چې د ځان پر وړاندې لږ تر لږه د ساده ولسونو قهر او غصه کمه کړي. څرنګه چې طالبان د امنيتي تړون په لاسليک کولو سره ډاکټر غني ته ډېر په قهر دي او له بلې خوا ښاغلي کرزي تل له طالبانو سره نرم چلند کړی او د خپل واک په وروستيو وختونو کې يې ګڼ شمېر طالب زندانيان خوشي کړل، نو دا به د دې لامل وګرځي چې طالبان په کندهار کې له کرزي او هغه له ملګرو سره چندان غرض و نه کړي او آن ښاغلي کرزي ته به زمينه مساعده کړي چې د ډاکټر غني پر وړاندې سياسي اپوزېشن جوړ کړي.

که د ډاکټر غني پر وړاندې د اپوزېشن ټول ګروپونه له طالبانو سره خواخوږي نه لري، نو لږ تر لږه به يو ګروپ داسي وي چې طالبانو ته به ډېر نژدې وي. دا نوی اپوزېشن به څلور مهم سياسي مشران رهبري کوي لکه خپله حامد کرزی، استاد سياف، عطامحمد نور او اسماعيل خان. اسماعيل خان او استاد سياف به دا چيغي وهي چې نوی ولسمشر مجاهدين له دولتي ليکو باسي. عطامحمد نور د تابعيت په تذکره کې يې د افغان له نوم سره مخالفت وښود او په دې وروستيو کې په توندلارو او متعصبو تاجيکو کې ډېر مطرح شوی چې په دې ډول يې د پدرام غوندې متعصب تاجيکان ځان راټول کړي دي. دی اوس داسي فکر کوي چې د جهاد شعار نور زوړ شوی او يا لږ تر لږه په دې شعار کې اسماعيل خان او استاد سياف تر ده مخکې دي، دی به د نظار شورا اصلي مفکورې ته وروګرځي او قومي سياست به غوره کړي، د عطا شعار به دا وي چې په موجوده نظام کې د تاجيکو ونډه کمه ده، خو په دې اپوزېشن کې به ښاغلی کرزی تر ټولو زوړ، غير مدني او کوچنی شعار ولري. ښاغلی کرزی چې تر پرون پورې يې ځان ملي مشر معرفي کاوه او آن دا چې خپل شخصي لباس يې هم د افغانستان له بېلابيلو قومونو او سيمو ممثل باله، نن به افغانانو ته خپله اصلي څېره ورښکاره کړي او د يوې قبيلې په نوم به شعار ورکړي او وايي به چې په نوي نظام کې د درانيو ونډه کمه ده.

ښاغلی کرزی د درانيو او کندهاريانو غم نه دی اخيستی او دراني هم سخته کرکه ځني لري، ځکه دراني او کندهاريان پوهېږي چې کرزي په خپل لاس د درانيو او کندهاريانو پر سياسي تابوت مېخونه ټکوهل. کندهار چې درې پېړۍ د افغانستان په تېره بيا د پښتنو سياسي محراب پاته شوی و، کرزي دا محراب د تل لپاره له بيخه و ايست. لکه څنګه چې له کرزي سره د درانيو، کندهار او په مجموع کې د افغانستان غم نشته، دغسي د اپوزېشن له نورو ګروپونو سره هم هيڅ خواخوږي نه لري، بلکي يوازي غواړي چې يوه دفاعي جبهه جوړه کړي. غواړي ډاکټر غني ته دا وښي چې که ما او زما ملګرو په تېره بيا زما کورنۍ ته دي لاس را اوږد کړ نو له عطا او استاد سياف غوندي اشخاصو سره لاس يو کوم، دا چې ته اوس په پښتنو کې د غلجيو قومونو ملاتړ له ځان سره لرې، نو زه هم کولای شم چې دراني قومونه ستا پر ضد راوپاروم، نو ښه به دا وي چې زموږ سره تېر حساب او کتاب و نه کړې، په تېره بيا د کابل بانک، عينو مېنې، غوري سيمنټو، احمدولي خان کرزي او حشمت خليل د مرموزو وژنو مسئلې و نه څېړې او د ايران له خوا په تورو کڅوړو کې رالېږل شوي ډالرو نوم خو بيخي مه يادوه.

18 thoughts on “د ډاکټر غني پر ضد نوی سياسي اپوزېشن/ عبدالنافع همت”
  1. له ښاغلي اشرف غني مو هیله داده چې دا غټ خیټي له ځانه لېري وساتي نو رنو هیس خبره نشته تشویش دې نکوي ملت له ده سره دۍ

  2. اشرف غنی صاحب
    الله دی د ټولو کثیف خلکو دی په خپل امان کی وساته خوار او مظلوم ملت درته دعا کوی

    1. غوره کتنه ده.د په اصطلاح «کرزیانو» دکورنۍ د حاکم عبدالاحد «خان» ښاخ سره په کندهار کی دغنی خان (کلا بیګی) نایب الحکومه دوختونو سره اړوند ډیر کسان پوره معلومات لری.

  3. ديو چا څخه يو نفر پوشتنه وکړه چه ځامن دي څو دی وي ويل ئ ( اته)دا بل سړې ورته وويل چه يو هم داسی نه دی لکه ( ته ).
    ګرانو دوستانو دکوم اشخاصو, نو مونه, چه زمونږ ګران ليکونکې په ليکنه که ورڅخه ياد اوری وکړه او يو څو محدودو قومونو ته ئ نسبت ورکړ او دګوتي په شمار تنظيمو ته چه هريوه دوخت اوزمان سره خپل قدراو عزت دلاسه ورکړی او راشم په قومونو , قومونه ځانته خپل مشران لري او قو مونه اوس څوک نه شي غولولی ځکه چه قومونو ته دوي په خپل وار لوي خيانت او هغوي سره ئ لويه جفآ کړی.
    بل راشم چه داڅلور قومه په افغانستان کي دی ( اتيا فيصده) نوره خاوره فکر کوي ددوي خاوره اوقومي مشران ددوي غلا مان دي.
    نه خير دا خوب ليدل دی.
    داچه داکتر آشرف غني يو متفکر انسان دی دهر څه سره علمي بر خورد او علمي لوبه کوی،دده شاوخوا پوهان اوعالمان,ځوانان شځی اونر ،قومونه او قومي مشران په پاک صداقت او پوره ايماندارۍ راتول شوي او ولاړ دی.
    بلي دی کې شک نشته چه اولسمشر په غلو او فساد پشوو پسی ګرځی مګر
    غله او غاصبين سوړي لټوی مګر په سوړو کی شغالان اوسيږی هغوې هم ځای نه ورکوی.

    عزتمند,جلالتماب اولسمشره !
    داچه کوم تصميم دی لرلو او اوس دي شروع پري کړي ستا دا لاره حق ده په دي حقه لاره مستقيم حرکت کوه مخي ته دې لاره صآفه ده ستا مخي ته څوک جرءت نه لري چه ودريږی موفقيت دستا او ستا دمفکوري دملګرو نصيب دي.
    داتبليغات دی اميد واريم چه دتبليغاتو مخه دتو لو وطن فرستانو له خواچه دوطن سره مينه لري او په دي لاره کې هلی او ذلي کوی په ټينګ ايمان سره ونيول شي.
    اولسمشره زه دسر په قرباني ستا او ستا دمفکوری څخه دفاع او همسنګر دې يم.
    هم دي شروع شه ده اوهم دې ادامه شه ده تو قف ونه کړي مخ په وړاندي سالم قدمونه اخله انشالله موفق ئ.

  4. سلا مونه او نیکی هیلی
    ښه لیکنه ده لیکوال ډیر وخت باندی تیرکړی
    ټولی خبری به یی ومنو خو دا چې تحلییل سر جینه نه لری
    انسان ته شک پیدا کوی

  5. ډاکتر اشرف غنی څخه مو دا هیله ده چې خپل کارونه په نورمال ډول مخ ته بوزي او دچا څخه دې نه هیریږي دوی دې خپل اپوزیوسون جوړ کړي خو داشراف غنی سره ټول ملت ولاړ دی او ملاتړ یې کوي

  6. دمحترم جمهورريس څخه هيله داده چي لمړی خپله شا او خوا دمفسيدينو څخه پاکه کړی .دوهم:وطن پرست اوپاک کدرونه ځانته انتخاب کړی .دريم:په کورنی او بهرنی سايست کي دښو دوست هيوادونو په لټه کی شي. څلورم:د مسولينو په انتخاب کی کدری اوتخصصی وړتيا په نظر کی ونيسی. انشالله تاسو کامياب ياست اوولس تاسو سره دی نه دغلو اوقاتيلينوسره ،داسی اپوزيشن چي غله پکی راټول شووی دولس دمنلو ندی اونه به وی ،دا هاسی خوبونه وينی ملت اوس بيده ندی،موږهم ژبه او خوله لرو.نوضروريي بولم چي حقيقی او پاک مجاهدين څوک دی اوچيرته دی ،نن يي ورځ ده چي د جمهور ريس په مرسته او په يوه غږ را پورته او دواقعی مجاهيدينو اوشهيدانو حقوق دتيرو داړه مارانو څخه چي اوس دميليا ردونووخاوندان دی وغواړی. ابا د دوی افغنستان

  7. خوب وينم عالمه که ېې څوک راکړي ما نا مانا منا منا
    د ډيرو خلکو له هوسونو، پاچا يي، حکومت او قدرت نه خبر شوم خو له بلي خوا د ځينو خلکو له پټو رازونوسره مې هم تجربه لاس ته راوره څکه چې څوک مې په پيسو وپالل، څوک مې ملګري کړل چا سره مې هسې سر خوزاوه د ځينو مې قبرونه وکتل مګر له ځانه له ولسه او له مسوليت لاخبر نه وم او ديارلس کاله مې په هوسونو ، احساسا تو، ميلمستياوو د بهرنيانو په جار اوقربان او په تيره بيا خيراتو کې تير شو دا ځکه زما سترګي ، خولۍ او چپن ماته دومره نژدې دي چې ما نشي ليداى نو ولس به څنګه وويني او لکه څنګه ېې چې په ديار لسو کلو کې ونه ليد.نو اوس با لا زما زړه غواړي چې ځانه څه قدرې خبر شم او خپله ۀره قلي ، چپن او په عالم اسباب کې خپله نا لايقه او بې کفايته څيره ووينم مګر دومره ليرې نه لکه چې ګل مرجان خپله څيره وليده اخر با لا په عالم اسباب کې د چا …. د دوډۍ په زور دغې ورځې ته راورسيدم چې فېها او مافيها ټول را باندې خبر شول.اوس زه ددوستانو په لټه کې يم او ديولسمې او دولسمې پېړۍ وخت تکراروم زه غواړم چې او س د افغانستان او د افغان ولس دوست او دښمن وپېژنم. مګر بالا عاقبت بخير

  8. همت صیب په مټو دی برکت شه ، یو ښه انځور پکی ښکاریده ، د تیر ، نن او صبا دی یو ښه ترجمانی دی کړی وه ، ما یو دوه کاله پخواه یو لیکنه لوستی وه چې په هغی کی لیکلی وو چی خارجیان خصوصان امریکابان غواړي چی د غلجیو قوم او درانیو قوم ترمنځ یوه نوي پروژه په کار واچوي چی غلجی او درانی په خپل منځ کی په شخړو سره واچوي ، او د دوی ترمنځ مخالفتونه ر اپید کړي ،او په راتلونکی کی دا پروژه پلی کړی ، او دا اوسنی پروژه چي د طالب په نوم یی شروع کړی وه ، بریالي نشوه ، نو همت صیب دا ستا ټوله لیکنه زما له هغه لوستل شوی لیکنه سره ښه تطابق کولاي شی ،

    نو زما له پخوانی ولسمشر محترم څخه دا غوښتنه ده او خواهش ده چی نور له دغو ډلو او ټپلو څخه ځان راوباسه ، په درد نه خوری و بس ده چې په خپل دور کی د ټول واک او اختیار دی جمعیت ، وحدت ملی شورا نظار او په تیره بیا د مجاهدینو ته په لاس کی ورکړي وو ، ته وګوره څه دی تر جوړ کړل ،پښتانه دی راواخیستل در په در خاوری په سره دی کړل ، نور کینه قرار شه ، که نور غواړی چی په ټولنه کی د ځان قدر پیدا کړي ، ځان د پښتنو لیډر جوړ کړه ، په پښتنو وروڼو باندی کار وکړه ، راویښ یی کړه ، جنګ ته یی مه هڅوه ، د سواد ، زده کړی ، تعلیم او د پرمختګ زمینه ورته مساعده کړه ،لوی کندهار کی دی امنیت راوله ، سوله راوله د پوپلزی او د بارکزی او یا د غلجی او درانی په نوم یی مه ښکار کوه ، ټول پښتانه وروڼه دی ، او وي به ، …..

  9. که دا خبره رښتیا وی نو دا به د افغانانو او افغانستان لپاره یو ډیره بده او بله بدمرغی پیلامه به وی او دا به ټولو افغانانو ته دا ثابته شی چی کرزی په خپل دولت کی ناتوانه نه وو بلکی د فساد جرړه همدی جوړه کړی وه او بیا هم که دا کار کرزی وکړی د کومو خلکو په منځ کی محبوبیت لری ډیر ژر به دا محبوبیت له لاسه ورکړی او خلک به یی په خاینانو کی وشمیری او که چیری دا هسی یوه خبره وی او کرزی پسی تبلیغ وی نو کرزی دی ډیر ژر یو مطبوعاتی کنفرانس کی راښکاره شی او دغه توطیه دی رد کړی ترڅو ملت ته ښکاره شی

  10. خاین کرزی باید حکومت کول د ښاغلی اشرف غنی نه زده کړی او اوس به پوه شوی وی چی دی خاین او بی کفایته انسان د دی هیواد ۱۳ کلونه څنګه برباد کړل . د یو قندهاری ورور په خبره داشخص باید د معمر قزافی په څیر په ښار کی راکښودل شی او ښه وډبول شی.

  11. Hahahahahah, some people believe might even believe you! The writer is basically putting his imagination into writing and presenting them as facts. Basically he is lying! How is it possible that on a rainy night in Kabul he saw some 4×4 cars and found out who was in it and then could be physically present when then occupiers of these vehicles reached Paghman so he could hear their conversation. What an impossible imaginary hallucination? Was the writer smoking chars when he decided to put this piece together?

  12. لیکواله وروره اوس افغانان ویخ دي
    که تاسو دومره پوهه لری چې د مشر کرزي په ټولو چالونو او راتلونکې دومره ښه پوهیږې تاسو باید په تیرو ټولټآکنو کې نوماند وی
    زه باوري یم چې له ولسمشر اشرف غني څخه مو ډیره رایه ګټله

    تاسو باید د نړۍ لومړۍ متفکر شوي وای

  13. دیر په زړه پوری او هر اړخیزه ځیړنه مننه خودابه ښه وی چی ډاکټر صاحب دا پورتنی ایتلاف دماتولو لپاره له چل څخه کارواخلی یو یی په غیژ کی ونیسی او له بل سره یی حسابی وکړی او بیایی بل او په همدی ترتیب ادامه ورکړی

  14. ښاغلی همت ورور ډیر زحمت ویستلی دی او ښه تحلیلی لیکنه یی زمونږ نوی ولسی زعامت ته وړاندی کړی ده. متاسفانه هر نظام د خپلو له لاسه له پښو لویږی. د هند د پښتنو امپراتوری د سلطان ابراهیم لودی پښی د خپلو پښتنو له لاسه ماتی او زمینه یی ظهیر الدین محمد بابر ته برابره کړه چی د دوی واکمنی ختمه او خپل ځانونه یی حاکم کړل. د هوتکیانو خپل منځی انتقام او وژلو افشاری نادر ته لاره خلاصه کړه چی علاوه د دوی له هیواده هند ته هم سر ورښکاره کړی. د سدوزایانو خپل منځی اختلاف انګلیس ته لاره پرانسیتله او بارکزیو ته قدرت په لاس ورغی. د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د مشرانو اختلافاتو د یوبل په وژلو اود شورویانو په راتګ تمامه شوه . د دوکتور نجیب الله او د هغه د دفاع وزیر شهنواز تڼی اختلافاتو د دواړو پښی سپکی او له واکه لویدو سبب شوی. د پخوانی ولسمشر حامدکرزی او جهادی مشر استاد عبدالرب رسول سیاف دا لیدنی کتنی به هم د نورو په ګټه تمامی شی. هیله ده چی ښاغلی کرزی د ښاغلی روزالدین ملاخیل مشوری د زړه په سترګو وګوری .
    له بلی خوا جلالتمآب دوکتور محمداشرف غنی احمدزی او د دوی ټولو ملګرو ته پکار ده چی له اداری فعالیتونو نه علاوه سیاسی مسایلو ته هم جدی پاملرنه وکړی. ځکه د دوی حاکمیت د ټول افغانستان په ګټه ده او که دوی ته کوم مشکل او د سر درد پیداکیږی ، ټول ملت به پری ځوریږی.
    له هرڅه نه زیاته پاملرنه باید امنیتی مسایلو ته وکړی، د نویو وزیرانو ، د ستری محکمی رییس اوغړو ، د لویی څارنوالی ، والیانو ، ولسوالانو ، امنیه قوماندانانو او نورو دولتی اراکینو په مقرری کی ژر او لازم اقدامات وکړی تر څو هریو صادقانه خدمت خپل ولس ته وکړی او د هغوی مخه ونیسی چی لاهم په توطییو او دسیسو بوخت دی.
    حضرت سهاک

  15. دهمت صاحب ليکنه په زړه پورې ده.کرزې اودهغه دحکومت فاسده ډله شپه اوورځ بيرته دواک دنيولوخوبونه ويني.خوداخوبونه شايدريښتيا شي.که چيرې په نوامبرکي دامريکا دجمهوريت خواه ګوندټاکنې وګټي زيات امکان شته چي خليلزاد اوکرزي دواړه دپخوانيوډلوسره دګرده افغانستان واک په لاس کي واخلي اوکه ديموکراتان راغلل بيانوهمدغه اشرف غني اودعبدالله دملي وحدت دتش په نامه حکومت به په وچ زورچليږي اودبدلون واک به يي له چاه سره نه وي.بل لوري روسيه هم اوس پخواني روسيه نه ده اودافغانستان په راتلونکي سياست کي دپوره ګډيدولاره لټوی.دسوريه جنګي حالت اودغر بيانواوامريکا نظردروسيه په اړوند هغه انګيزي دي چي راتلونکي سوچ ته اړتيا لري.دمګړۍ روسيه دامريکا اوغربيانو په نسبت په سوريه کي برلاسه ده اوهلته ډيري لاسته راوړني هم لري.بل لوري دافغانستان سياسي وضع هم پيچلي ښکاري اودطالبانواودولت دسولي خوبونه هم دخاوروسره برابرشول.والله عالم

ځواب ورکول Guldasta Ashna ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *