مشر د ولس استاد او لارښود دی.

دا خبره یواځې د هغو مشرانو په اړه سمه ده چې له ولس سره په دوامداره، او معنادار ډایلاګ او تفاهم باور لري، او معیار یې د حال له معیارونو سره نه، بلکې د تحول له معیارونو سره د ځان او ولس عیارول وي.

 د غني په شعارونو کې تر ټولو کشش لرونکی شعار، د هغه د شعار او مخاطب ترمنځ د رابطې پر شتون له حده زیات ټینګار دی.

دری کاله وړاندې، په نوې نړۍ کې د حکومتونو او ولسونو د سالمو ارتباطاتو له اهمیت او ضرورته د اوسني نظام بې خبري، او په دې اړه د افغانستان د مشرانو بې غوري  تر نهایي بریده ناهیلی کړی وم، او په دې اړه مې یوه لیکنه هم کړې وه. (لینک یې دا دی: http://www.benawa.com/details.php?id=35165)

زه خپله د ارتباطاتو د برخې ماهر یم، او له څو کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوم، خو نن، د ارتباطاتو د یوه ماهر په توګه نه، بلکې د یوه نابللي مېلمه په توګه، ډاکټر غني سره، د اختر مبارکۍ په ناسته کې د ارتباطاتو په برخه کې د هغه د نظریاتو مخاطب وم.

هغه له پیغام جوړولو، تر مخاطبینو وېشلو، تر چینلونو انتخابولو، او بیا د پیغام تر ارایې پورې، د ارتباطاتو د سکتور ټول اصطلاحات په څو شېبو کې داسې شمېرلي پر خوله راوړل، لکه چې همدغه یې کار وي.

په دې خوشال وم، چې د غني په اند، د هغه لپاره په راتلونکیو پنځو میاشتو کې تر ټولو دروند کار  ولس ته د خپل د پلان او طرحې تشریح کول دي. د هغه لپاره لومړیتوب پر کلیدي پوسټونو د خپلو اشخاصو مقررول، د رأیو له دلالانو سره چانې، او د زور او تزویر پر لارو چارو بوختیا نه ده.

د غني دا امتیاز، د ډیموکراتیکي پروسې تر ټولو غټ ضرورت هم دی.

د دې کار د ضرورت ګڼ لاملونه دي. خو لومړی او تر ټولو مهم یې د ملي محاسبې لپاره د یوه اساس ایښودل دي. واضحه ده چې تر کمپاین مخکې پلان او ژمنې، د واک او حکومت د مرحلې د محاسبې لپاره تر ټولو مهم معیار دی.

فرض کړئ، خدای مکړه، سهار سبا ته، د کورنۍ جګړې دوه مهم لوري، یعنې جمعیت او حزب، چې په یوه هېواد کې یې یو بل نه زغمل، په یوه ارګ سره ننوځي، کار پیل کړي. پنځه کاله واک وچلوي، پنځه کاله وروسته د محاسبې وخت راشي. ملت غواړي وپوهېږي، چې ډاکټر صاحب عبدالله څه کړي دي. دا محاسبه به ملت د کوم معیار پر اساس کوي؟

البته، ډاکټر اشرف غني  وایي، که پنځه کاله واک وچلوي، په پنځم کاله باید د افغانستان فرد فرد ورته وویلای شي چې ډاکټر صاحب، تا خو وېلي و چې زه به – مثلاٌ – پنځه سوه ځوان رهبران روزم. کوم دي؟ تا ویلي و چې زه به د داخلي بې ځایه شویو ستونزه حلوم، کومه ده؟ تا ویلي و چې زه به د معارف د ریفورم طرحه په سل ورځې کې بشپړوم، څنګه؟ او کومه ده؟

واضحه ده، د غني د ارزولو معیار به وي، او د نورو به، لکه چې تر اوسه نه و، نه به وي.

دا پورته قضیه، عادي مه ګڼئ. ملي محاسبه عادي مسأله ګڼل ساده ګي ده.

له دې سره ډېرې مسألې تړلي، او تر ټولو غښتلې مسأله یې د ملت د تشخص د احترام ده. کله هم چې یو انسان، بل انسان ته د خپل پلان او خپل قصد د تشریح کولو چمتووالی ښیي، نو معنا یې دا ده چې د مقابل انسان احترام کوي.

د غني دا برتري، یواځې علمي او کدري برتري نه، بلکې غښتلې اخلاقي برتري هم ده.
د غني مقابله ټلواله خو لومړی اخلاقاً له ولس سره دې ډول مکالمې ته چمتو نه ده، خو که فرضاً چمتو هم شي، نو څه به وایي؟

په ۲۰۰۳ کال کې ولسمشر کرزي امر کړی و چې ټول وسلوال دې وسلې دولت ته تسلیم کړي. په همغې ورځ، د اندړو د بازار دوکاندار څو ځایه کاغذونه سریښ کړي و چې که چا له بل چا سودا واخیسته، ورته ښه به نه وي.

خلکو دوکاندار را ایسار کړ، چې هلکه  دا دې څه لیکلي دي؟ وېلې خو بس کرزي صاحب هم بېګا دغسې یوه خبره وکړه، او ما هم دغسې یو فرمان ورکړ.

خبره یواځې د فرمانونو د ځړولو نه ده، خبره د دې هم ده چې څنګه؟ په کومه بڼه؟ په کوم مټ؟ په کوم ظرفیت؟ پلان به مو څه وي؟ وخت څومره په کار دی؟ پیسې څومره په کار دي. د ودانولو محاسبې د ورانولو تر محاسبو ډېرې بدلې دي. دا معلومول اسان کار دی چې یو سکر۲۰ توپ څومره متره دېوال تخریب کوي، خو دا محاسبه بیا ډېره ګرانه ده چې د توپ د یوې ګولۍ د تخریب د بیارغونې لپاره څومره خښته، څومره پیسې او څومره وخت په کار دی. هغه محاسبه ماشوم هم کولای شي، څه خو د ۶۰ کلونو تجربه لرونکی مجاهد، خو دا محاسبه بیا عادي انجنیر هم نشي کولای.

که څه هم، د یوه کاندید استعداد او اهلیت ډېره حساسه او جدي مسأله ده، خو تر هغه ډېره جدي بیا د هغه اراده، نیت،  احساس، او د ولس تشخص ته د هغه د احترام مسأله ده.

د ملت رأیې او نظر ته د احترام او نه احترام له لحاظه، اوسني کاندیدان دوه ډلې دي. یو ډله یې هغه دي چې ستا رأیه، د یو من کچالوو تر قیمت هم کمه بولي، او په بوجیو بوجیو رأیې په زرګونو افغانیو اخلي.

دا اشخاص په خپلو بازوګانو کې زور ویني، نه تاته د پلان ارایه کولو ضرورت ویني، نه ستا پوښتنو ته د ځواب ویلو، او نه له تا څخه د خپلو جرمونو د بښنې غوښتلو ضرورت احساسوي. وایي څه به له زرو شکایتي وګړیو سره چنې وهم، هلته به د یوه ملک خوله ور غوړه کړم، دا نور یې بیا نه نر دي، نه ښځې. ټوکه په خدای قسم که کوم، په همدې لرلید باندې کار کوي.

بله ډله بیا هغه ده چې ستا رأیه، د یوه مغرور افغان انسان اعتماد او باور ګڼي. غواړي د رأیې به مقابل کې، ستا پوښتنو ته مسؤولانه ځواب ووایي. طرح درکړي. ستا د ولایت پر انکشاف باندې سر له اوسه فکر کوي. د بندونو او کرنیزو ځمکو ارقام یې را ټولوي. څړکونه، او لارې یې اوس لا نقشه کشي کوي. کانونه او زېرمې یې اوس لا ارزوي.

ورځه، دا هیڅه یې هم ونکړل. لږ تر لږه، ستا عزت النفس ته خو ګوري. لږ تر لږه، دا احساس خو کوي چې زه یوه هېوادوال ته لګیا یم، دېوال ته نه یم لګیا. احساسات لري، بښنه به ځینې غواړم. عقل او درک لري، پلان به مې ورته شرحه کوم.

دا بل خو پر تا د بت ګومان کوي. چې ورته وایې بښنه وغواړه، انسانان دې وژلي، ښارونه دې ړنګ کړي، وایي برو بابا، به مه چه؟ ما مقاومت کدیم مردم باید تشکر بگویند.

چې ورته ووایې پلان او پروګرام دې تشریح کړه، وایي اگر اینطور شد، یا آنطور شد، به کوه بالا می شویم. هلکه، ته او خدای دا کوه بالا شدن هم کوم پلان دی؟

دا دېرش کاله مو کوهنوردي وکړه، څه مو ترې جوړه، یا پرې جوړه کړه؟

چې ورته وایې ځوانانو ته څه طرحه لرې، وایي بچه های خوب به گفت کلانها می کنند.

چې ورته وایې د ښځو لپاره څه پلان لرئ؟ وایي، شرم و حیاء بسیار خوب چیز است.

هلکه، چا ویل چې خوب چیز نیست؟ خو شرم او حیاء څنګه خوندي کېږي؟ آیا وږې مور په کور تمېدای شي؟ آیا هغه ځوانه خور په کور کښېنستلای، او ستاسې خبره، شرم او حیاء مراعاتولای شي چې یوه لمن یتیم وروڼه ورته چغېږي؟

د انسان د احترام لومړۍ نښه د خبرې اورېدل او د سوال ځوابول دي.

کله هم چې یو انسان، بل انسان ته د خپل پلان او خپل قصد تشریح کولو ته آماده وي، نو معنا یې دا ده چې د مقابل انسان احترام کوي. کوم مشران چې د خپل ملت د پوښتنو ځوابولو، او سرونو خلاصولو ضرورت احساسوي، هغوی د خپل ولس لپاره یواځې ښه رهبران نه، بلکې ښه استادان هم دي.

د تاریخ تر ټولو ښه رهبران هغه دي چې ولسونو یې زده کړه ورڅخه کړې ده. د راشده خلفاوو ارزښت، هومره د هغوی په فتوحاتو کې نه دی، لکه د هغوی په ارشاداتو او نمونوي کرکټرونو کې.

د افغانستان ملت په سیاست کې یواځې یوه ښه رهبر ته نه، بلکې یوه ښه مرشد او استاد ته هم ضرورت لري.

هغه د خپل ملت لپاره داسې پلان جوړوي، او شرحه کوي، لکه یو استاد یې چې د یوه صنف لپاره جوړوي، او تشریح کوي.

د هغه دا خاصیت دومره غیرعادي دی، لکه د هغه د متقابلو کاندیدانو لټي، او ناپوهي. هغه پر پوهاوي، او د ولس د ذهنونو پر رشد باوري دی، او ګومان کوي هر څه باید تر کولو وړاندې وویل شي.

د ملي زعامت دا ډول رویه له یوه سرناخلاصي ملت څخه سرخلاصی، او خبر ملت جوړولای او په یوه نسل کې زموږ د نسلونو نسلونو ستونزه را حلولای شي.

غني د افغانستان لپاره یواځې یو رهبر نه، بلکې یو استاد هم دی.

 مجيد قرار

17 thoughts on “د ډاکټر غني په رهبریت کې استادي – مجيد قرار”
  1. اشرف غني ډیر هوښیار او د افغانستان د ښیرازه کولو تر ټولو وړ او مستعد کس دی. خو باور مې نه شي چې ځنې کړۍ دده راتګ یا په بله ژبه د افغانستان ښیرازې نه غواړي

  2. Totally agree with you, we need Ashraf Ghani sahib to take out country from this current crisis , not all those who do not know what they would do, how they would do it..the only think they know is how to benifit them and their gangs…how to fill their pockets ..there is no plan no agenda and most of them ( 98 % of the candidtaes) do not have capacity to implement or think to do that….

  3. This country is unfortunate, when you look to the long list of presidential candiadats, you would wonder , how all these are qualified for the job…they do not have the experience of leading a small team and not attempt to lead a country ( a country with complex mergenccies and a country with a conflict of 4 decades).

    It is very amazing and strange to witness that ; there is TOR and sets of selection criteria and qualifications for a director, for a mudder, for secretary fo a minsiter , BUT UNFROTUNATELY there is no thing for a president of Afghanistan..

    When you look to the long list of candidates you would find people with no experience and no qualification what so ever for the posts, but thjey are there for the sake of candidacy.

    When you give to many of them 15 unpaired shoes , they would not be able to pair them …hahahhahah…joke

  4. محترم قرارصاحب ! ما په تیرو انتخاباتو کی همدا سوچ اوهمدا تمه درلوده زما عقل نشوه منلی چه اشرف غنی دی د کرزی او یادبل چا مقابله کی پاتی راشی خو داسی وشول . ماته ددی مآتی عوامل داسی شکاره شول لکه آ دچا خبره چه دلوگری لوته خوشه نه وی نو لور په لوته تیره کوی . اشرف غنی صاحب باید خلکو ته دا خبره ورسوی چه دی په رشتیا سره دهغو صلاحیتونو مالک دی چه هیواد او هیواد وال ورته تمه لری دی باید زان ثابت کی چه د ننی افغانستان دمشکلاتو دحل په فارملوله پوهیزی او بالآخره دی باید ثابته کی چی تر بل هر کاندید دهر لحاظه برتری لری او نه یوازی برتر دی بلکه د ددی هریوه استاذ هم دی. وسلام

  5. ghani saheeb must before election in all tv chanels speak,and speech complets plan
    to the nation.
    like in america all candidate speech to the peoples,
    we need to know about education,womens,agrecalture.housing,commers,
    diplomacy,with pakistan,iran.russia.china,usa,&nato.
    the water of afghanistan running to pakistan and iran.
    people need electricity,
    we belive he will explane every thing wisely.
    point is that,if government work for people.people naturally will support the government,
    automatically PEACE coming to the country,i hope thank you from taand website personnel.

  6. قرار صاحب یو ځل بیا دی ډیره ښایسته لیکنه کړی ده. الله ج دی تل روغ او کامیابه لره. ډاکټر صاحب اشرف غنی په ریښتیا هم چی یو بی جوړی مشر دی په افغانستان کی،‌خو که زمونږ خلک دده په ارږښت پوه شی.

  7. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    سربېره پر دې چې تاندوال هم کله کله زما تبصرې سانسوروي، چې علت به يې يوه او يا بله پلمه وي، خو موږ که سپين ته سپين و نه وايو او تور ته تور! نو په څه ډول به دغه ناروغ ذهنيټونه درمل کړو! زه په دې پوهېږم، چې رسنۍ بايد د ملت او مملکت ملي ارزښتونو ته ژمن وي او د خلکو په پوهاوي کي زغرده رول ولوبوي! زه هم يو ملا يم او کارو بار مې د جومت ملايي، د مدرسې سبق ورکول او دغه ليکنې او يآ تبصرې دي، چې تر خپله برېده ټولنيز اغيز او د روڼاندي سلسلې لري، خو بيا هم د يو او يآ بل د ژغورلو لپاره زما د تبصرو مخه نيول کېږي، مګر بايد پوه شی، چې ټولنه ټولنيزو سترګو، چې منتقد اشخاص له مشخص وړانديز سره دي! اړتيا لري، خو له بده مرغه زموږ به ګوتې ستړې شي، ماغزه به مو ستومانه شي او خولې به مو ماتې شي، مګر ژوند د لنډ مزل بېړۍ ده، خو که مو نن د تهداب خښته کږه کېښودله، نو ديوال مو بیا سبا ورانېږي! ما دلته د يو کو…فروش او بل زنا کار د ذهنيت اړوندې څرګندونې راپورته کړې، چې پوهه يې د ستر مفکر په انتخاباتي کمپاين کې کېدلی شي، چې ډېر غوره وي!

    17.10.2013

    مارشال فهیم د بد لمني ښځو پالنه په غاړه لرل

    ژباړه : احمدالله رحماني

    جنرال دوستم په خپله فیسبوک پاڼه کي لیکي :
    په دې ورځو کي د تاجکانو په انترنتي پاڼو کي یوه ویډیو لیدل کیږي چي په اویا کلونو کي بد لمني ښځي د جنرال دوستم اود افغانستان نظامي ځواک نورو جنرالانو مخي ته نڅاوي کوي .

    دا وډیو د شورای نظار له خوا جوړه شوي او د تاجکانو په پاڼو کي خپره شوې . جنرال دوستم وایې » راشی چي پر دې موضوع لږ څه بحث وکړواو روښانه یې کړو:«

    د ببرک کارمل د واکمنۍ په لمړیو وختونو کي ددفاع وزارت د عسکرو د تفریح لپاره څه د پاسه ۵۰۰ ښځي چي زیاتي یې تاجکیاني او یا نوري بهرنیاني وې ، و ګومارل شوې ، د جنرالانو ، او عسکرو مخي ته نڅاوي وکړي ، سندري ووایې او د هغوي شهوتي اړتیاوي پوره کړي .

    د خاد ریاست تقریباً ۳۰۰ بدلمني ښځي د کار کونکو په توګه لرلي چي د هغوی اصلي دنده د خاد لوړ پوړو کارکونکو اوجنرالانو د شهوت پوره کول وو . دا ټول د خاد د ریاست له خوا ګومارل شوي وې او ددي ریاست خاص کارکونکي بلل کیدې .

    جنرال دوستم په خپله لیکنه کي زیاتوي : » په دې وخت کي ښاغلي مارشال فهیم ددې بدلمنو ښځو پالنه په غاړه لرل . دا دنده ځکه مارشال فهیم پر غاړه واخیستل چي د خاد پښتانه کار کونکي په هيڅ ډول حاضر نه شول دا دنده پر غاړه واخلي . نورو قومونو په خاد کي دنده نه لرل او نه نور قومونو هلته شتون درلود . دري ژبو کابلیانو ننګ بلی دا افتخار د پنجشیریانو وو . څنګه چي تفریحي ریاست چي هلته د بدلمنو ښځو پالنه کیدل ، د تاجکانو په لاس کي وو ، نو کار کونکي یې هم ټول تاجګان وو.

    د ډاکټر نجیب د واکمنۍ تر ړنګېدودو وروسته زیاتي بدلمني ښځي په کابل ، مزارشریف او پېښور کي د بدلمنۍ دندې په نیغه توګه سرته رسولې . له دې جملې نه زیاتو ښځویې د شورای نظار د قوماندانانو سره ودونه کړي وه .

    جنرال دوستم وایې : » دا موضوع د هغه وخت د خاد کارکونکو ته چي نن ورځ ژوندي پاتي دي ، په پوره ډول مالومه ده.«

    نن ورځ د شورای نظار د پلرونواولادونه چي له بدلمنو ښځو نه یې راوړي وه ، له شرمه او یا هم له افتخاره ځانونه تاجک بولي او خپل تاجکي نسب له ورایه په ښکاره توګه یادوي .

    جنرال دوستم د خپلي لیکني په پای کي لیکي : دا قسم تفریحات او سات تیری چي په هغه کي د بدلمنو ښځوپه وسیله د شهوت رفع کول هم شامل وو ، د کمونستانو د واکمنۍ ددورې په نظامي ځواک کي عادي کړني وې . دا هغه وخت وو چي مارشال فهیم ددې دندي مسولیت پر غاړه لاره . که په رښتني توګه څوک له دې کړنو نه خجالت ایستل و غواړي ، هغه به زموږ وطنوال تاجکان وي .

    معه سلاموکم الاهلول مبارزين
    ملا ميوند آخوند

  8. قرار صاحب کور دی ودان چه داسې رېښتیا اوپه منطق اودلایلو برابره لیکنه دی کړیده لوستونکو ته دی وړاندې کړیده الله تعالی ګوتي اوقلم همشه روغ لره۰
    که چېرته ټول دملې نظر اوقلم خاوندان همداسي لیکني وکړې ځماپه اند ډیرزیات تاثر به وکړې ۰مګر ځمونږ بعضي قلموال داسې شیان د ډاکتر صاحب اشرف غنی په هکله لیکې چه یا دحقیت نه ډیر لری اویا دنورو په لمسه دا کار کووي هیله ده چه دا ډله قلموال مخکې له دی چه یو څه خپروې لږ فکر دی وکړې او بیا دی دیو چا دشخصیت په هکله خپل نضرووایی اویا ولیکي۰په اخر کی قرار صاحب ستاسې بریالیتوب په هیله۰

  9. ياره قراره ګله، په ګوتو دې برکت شه، ما ليکنه په يوه ساه ولوستله، ډېره ښايسته او روانه وه، زه له ډاکټر سره په خپله ناست وم، تا چې دا څه وويل دا ټول خويونه مې پکې وليدل، بېګاه د اختر درېيمه وه ، له ملګرو سره چې له ما سره يو ځای د ډاکټر صاحب ليدنې ته تللي وو، له هغوی خوشاله شوم، هغه قومندان صاحب نقيب خان چې راسره وو، هغه د ډاکټر صاحب په اړه يوه خبره راته وکړه، ويل يې ډاکټر ډېر خاکسار راته ښکاره شوو، له موږ سره يې وای داسې چلند ونه کړ لکه دی چې يو بل څوک وي، داسې چلند يې وای وکړ لکه موږ يې چې زامن يو يا يې د کورنۍ مهم غړي يو او موږ ته زموږ د کور د مشر غوندې هدايتونه کوي او وايي چې دا بايد په دومره وخت کې وشي او دا، هغه پخوانی جهادي قومندان دی، وايي ياره موږ سره خو به دې خپلو مشرانو له کبره کيسه نه کوله.

  10. قرارصاحب ایا اشرف غنی دصلحی پلان لری او که دزور لار اختیاروی که د صلحی دپاره جامع پلان ونلری دئ به یو بی ارزشته مفکر وی

  11. اشرف غني د صلحي په هکاله ډیر ښه پلان لري. هغه په دی نظر دی چې د افغانستان جنوبي سرحدونه باید د دښمن په مقابل کې د خپلو افغانانو مخلصو طالبانو په وسیله وساتل شي او شمالي د دوستم په واسطه. د قرار نظریات د صلحی په برخه کی زما هم نه دي خوش خو هغه د هقرار خپل شخصي نظریات دي. د اشرف غني نه دي.

  12. قرار صا حب سلا مونه ومنی؟ ډیره اوږده دمعنه ډکه تبصره زه فکر کوم څه اوس خلک پوه دی ذهنیتونه روښن شویدی متل عمیا نه ده لقمن حکیم نه چا تپوس کړی ادب دله چا نه زده کړ هغه څواب کی وویل دبی ادبونه اوس خلک او ملت پوه دی انشا اله نه غو لیږی خو زه او ته په یوه اداره کی یو ډاکتر صاحب تبصری نه لولی اقل هغه څوک چه دده په شخصیت اومعنویا تو مین دی یو څلی څا نته وربللی وه دنږدی ورسره خبری اتری کړی وه بهتره به وه اول زه ورسر بلد نه یم ما نه پیژانی زه څوک یم همداسی بل بل زما لیکنی عنداله دی ښه سړی ده کا میا بی ورته عواړم

  13. که اوس غني د همهغو وعډو په اساس محاسبه شي نو هيڅ ابرو به د يو رهبر په حيث ورته پاته نشي.

ځواب ورکول Tutakhail ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *