بشرمل پسرلی

هېواد مو له لوړو اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او امنیتي ننګونو او د نړیوالو اړیکو له بحران سره مخ دی.هېواد له دې حالته  اېستل د هغه چا او ټیم په وس او پوهه کې نه شته چې د طب ډاکټر وي او یو څه موده یې د یو سیاسي وزارت په چوکۍ ناست او د سیاست الف او با يې زده کړې وي. یا هم له ارګه دارالفتوا جوړه کړو او یا هم هرڅه ته له اقتصادي عینکو وګورو، بلکې هغه څوک کولای شي هېواد له دې حالته و باسي،چې په اقتصادي، سیاسي، تخنیکې او اسلامي علومو لاس بری ولري. لوړه حکومتي تجربه، ویاړونه، لاسته راوړنې، وړ او هېواد شموله ټیم، نړیوال حیثیت، پلانونه او پخه اراده ورسره وي او د حکومت په ترلاسه کولو حکومتولي زده نه کړي، بلکې له وړاندې په حکومت دارۍ بشپړه لاس بری ولري. موږ په جرات ویلی شو چې ډاکتر اشرف غني احمدزيکې یادېځانګړتیاوې شته.غوره به دا وي چې دې ځانګړنو ته په لنډه توګه اشاره وشي.

زده کړې او کاري تجربه:

ډاکټر اشرف غني په سیاسي علومو کې د لیسانس او ماسټرۍ دوره سرته رسولې، دويمه ماسټري یې په نړيوالو اړيکو او وګړپوهنه او درېیمه ماسټري یې په نړيوالو اړيکو کېد کولمبيا له پوهنتون څخه اخېستې اوبیا يې له همدې پوهنتون نهد وګړپوهنې په څانګه کې دوکتورا اخيستې ده.د نړيوال بانک لپاره يې د هارډورډ او سټنفورډ د پوهنتونونو له خوا د ليډرشيپ ځانګړی پروګرام  ترسره کړی او خپله یو کلنه دوره یې په نبوي سیرت کې د کراچۍ او لاهور په مدرسو کې تېره کړې ده. په پښتو، دري، انګلیسي او ځینو نورو ژبو تسلط لري.په کابل پوهنتون سربېره يې په ګڼو نړيوالو پوهنتونو کې استادي کړې ده،د نړېوال بانک د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کې مهم مشر، له هر ډول مالي امتياز پرته د افغان ولسمشر ځانګړى سلاکار، د ماليې وزير، د کابل پوهنتون ريیس،د سوډان، کوسوو او نيپال دولتونو ته مشاور،د امنیتي واک د لېږد د کميسيون مشر، د رياستونو د ښه والي د انسټېټيوټ ریاست یې هغه مهمې دندې دي چې نوموړي تر سره کړي.

لاسته راوړنې:

ډاکتر اشرف غني احمدزي په هېواد کې د اسلام د سپېڅليدین د انفاذ، ټولنیز عدالت او د ښځو د حقونو په هکله، په قبایلي سیمو کې د اسلام او دولت جوړولو باره کې ګڼېعلمي او څېړنیزه مقالې لیکلي دي، د دري ژبې د ادبیاتو په هکله څېړنه، د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه، د نړۍ په کچه مهم اثر د ناکام دولتونه او د هغو د کامیابۍ تګلاره تر عنوان لاندې کتاب، د عادل نظام لار، په یویشتمې پیړۍ کې د دولت جوړونې اجنډا، تابعیت، په آسیا کې وريښمو د نوې لارې چوکاټ، ملي میثاق د تحول او ثبات لپاره، ملي میثاق اجنډا د باثباته تغیير لپاره او د لېږد ستراتیژي د ښاري پرمختګ لپاره له هغو مهمو کتابونو، رسالو او څېړنیزو او تحقیقو مقالو څخه دي چې د ډاکټراشرف غني احمدزي د متفکر فکر محصول دي.همدارنګه يې د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو څخه افتخاري دوکتواروې او د نړيوال وطنوال تابعیت هم ترلاسه کړي، چې دا ټولې لاسته راوړنې دلته نشو یادولی.

نوماندي:

د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي زده کړو، مهارتونو، تجربو، لاسته راوړنو او ویاړونو، له هېواد، ملت او د اسلام له سپېڅلي دین سره د بې کچې مينې او د هېواد په ناورینونو کې د نه لاس لرلو او له فساد او بې عدالتیو څخه ډېر لرېپاتې کېدو په پام کې نیولو سره باید نوموړی د هېواد ولسمشر شي، چې له نېکه مرغه الله تعالی افغانانو ته دا فرصت ور نصیب کړ چې داسې ملي ویاړ او نړیواله څېره به یې راتلونکی ولسمشر وي.

کاري ټیم:

ددې ملي ویاړ او نړیوالې څېرې ټیم په رېښتینې توګه هغه ټیم دی، چې د بریا په صورت کې به له بشپړ مشروعیت څخه برخمن وي. په لسګونولویو احزابو، مدني ټولنو، قومي، سیاسي، اقتصادي، کلتوري، نظامي او جهادي شخصیتونو، ځوانانو او د عام ولس ملاتړ له ځان سره لري. البته دا احزاب یوازې د هېواد په یوې تاریخي مودې یا سیمې پورې تړلي نه دي، بلکې جهادي او غیر جهادي تنظیمونه، پخوانياو اوسني احزاب او خوځښتونه په ځان کې رانغاړي. له دې ټولو افرادو، شخصیتونو او ډلو څخه به داسې متخصص، متعهد، هېواد پاله، ملت پاله، اګاه، با تجربه، پوه او هېواد شموله ټیم جوړ شي، چې هم ملت او هم به نړیوالو ته د منلو وړ وي.

پلانونه:

زما په اند د نړۍ په کچه به یوازینی هغه نوماند وي، چې ډېر علمي، عملي او ملي پلان د هېواد ټولو برخو او اقشارو ته لري. ددې پلان په تحقق سره به نه يوازې د هېواد ننګونکې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، کلتوري، امنیتي او سیمه يیزې او نړیوالې ستونزې حل شي،په اوږد مهالي کې بهد مقتدر دولت او ملت څښتنان یو او لکه د نورو هېوادونو به په نسبي هوسا او پرمختللې فضا کې ژوند وکړو. د بېلګې په توګه،د اوسنیو ټولو لاسته راوړنو ساتنه او مثبت تحول راوړل لکهاساسي قانون باید وساتل شي، خو په ورته وخت کې ددې حکومت په دوران کې چې ۹۲ مادې نقض شوې وې باید نقض نه شي، د نړیوالې ټولنې مرستې لا ښې او ډېرې شي، خو لهکورنیو زېرمو او امکاناتو څخه باید ګټه پورته شي، چې دا ویاړلی هېواد او سرلوړی ملت په خپلو پښو ودرېږي، حکومت په رېښتینې توګه د ولس په خدمت کې کول، په سیمه يیزو او نړیوالو معادلو کې د هېواد له لوړو ملي ګټو ټینګه دفاع کول، لوړ اسلامي ارزښتونه په ټولنه کې لا ځواکمنول او د مکتب او مدرسې او د ارګ او د مسجد او د حکومت او ملت  تر منځ واټن له منځه وړل، ملي همپالنه بنسټیزه کول، سوله، عدالت او پرمختګ منځ ته راوړل.

اراده او رېښتینولي:

په ډېرو مسایلو کې هېوادوال په پلانونو او د مشرانو  په خبرو بې باوره وي، ځکه چې کلونه ـ کلونه مشران خبرې کوي، خو عمل یې له خبرو سره ډېر لږ اړخ لګوي،مثلآ که یو څوک د طب ډاکټر وي او د سیاسي وزارت دنده پرمخ بیايي، نو څنګه کولای شي چې د کار اهل کار ته سپارلو یا د ښایسته سالارۍ خبرې وکړي؟ خو هغه ځانګړنه چې ډاکټر اشرف غني احمدزی لري او له نورو نوماندانو څخه یې له ډېرو توپیرونو څخه یو توپیر دی هغه دا چې نوموړی چې څه وايي په پوره فکر او عقیده یې وايي او د تحقق لپاره یې د سم پلان د درلودلو ترڅنګ عملي او علمي لارې لري.ددې راتلونکې ولسمشر تېرو قاطع، صادقانه او وفاداره کړنو ته په کتو، هېواد مو له اوسني حالته ژغورل کېدای او د هر اړخېزې رغونې ډاډ تر لاسه کېدای شي.

3 thoughts on “د ډاکټر غني په ولسمشرۍ کې د هېواد ژغورنه او رغاونه”
  1. بلكل يي درسره منم ، رشتيا چه همداسي ده ، رشتيا چه اشرف غني د فكر او عمل انسان ذئ .خداي ج افعانانو ته بيا يو فرصت وركري دئ ، چه داسي يو انسان خپل مشر وتاكي چه افعانستان جور كرلي شي ، نو افعانان بايد چه موقع له لاسه ورنه كري ، او اشرف غني ته خپلي رايي وركري ، تر سو چه گران افعانستان پر مخ ولار شي او د سيالانو سره سيال شي ، ، په درناوي محمدعلي خوستي

  2. دا چی ډاکتر صاحب لوړ شخصیت دی په دی کی هیڅ شک نشته ،خو داچی زمونږ ټولنه څومره له فساد نه ډکه ده زما په اند دا به ډیر ګران کار وی چی دا هر څه دومره ژر پر مخ ولاړ شی ځکه په ټولنه کی ستونزی ډیری زیاتی دی که ولسمشر مو په هره اندازه صداقت ولری خو خلک ،والیان ،امنیتی چارواکی او نور مشران خو همغه غله دی کوم چی اوس پرمونږ مسلط دی
    په دی هیله چی ښه اداره ولرو او کار اهل کار ته وسپارل شی او غلو ته پکښی ځای ورنکړل شی

    په درناو
    د آباده او سوکاله افغانستان په هیله

ځواب ورکول محمد علي خوستي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *