نږدې اونۍ وشوه چې یوه حکومتي پلاوي د بغلان د مرکز پلخمري اړوند په ډنډغوري کې له قومي مشرانو سره داسې هوکړه وکړه چې دوی به له خپلو سیمو مخالفین او حکومت خپل ځواکونه وباسي.

همداسې وشول، تر سختو او اوږدو جګړو ورسته په دغه سیمه کې امن راغی، سلګونه کورنۍ چې جګړې کډه کړې وې بیرته خپلو مینو ته ستنې شوې، خلک بیرته خپلو کروندو ته لاړل، ماشومانو د ښوونځي بکسونه غاړې ته کړل او روغتونونه اوس د ټپيانو پر ځای د عادي ناروغانو درملنه کوي.

خو په پلازمېنه کې دغه هوکړه یو ډلې خلکو بل ډول تعبیر کړه، دوی وايي، چې حکومت قصدا یوه سیمه طالبانو ته پرېښوده او هغوی ته یې مشروعیت ورکړ؛ خو د مسئلې په ژوروالي د دوی سر هم خلاص دی او یوازې د خپلو ګټو لپاره یې مخالفت کوي.

د شمال ټوپکسالاران او د واک تږي هر پښتون ته د طالب په سترګه ګوري، په داسې حال کې چې له طالبه تر ټولو ډیر زیان هم پښتون لیدلی، نو ځکه دوی قومي مشرانو ته هم د طالب اصطلاح کاروي تر څو خپلې موخې تعقیب کړی شي.

ځېنو رسنیو ادعا وکړه چې حکومت له طالبانو سره هوکړه کړې؛ خو نن په پلخمري کې زر کسان را ټول شوي وو او د خپل حیثیت د اعاده کېدو غوښتنه یې کوله.

دا هغه قومي مشران وو چې هوکړه یې کړې او په وینا یې دوی ته یو شمېر کسان طالبان وايي، په داسې حال کې چې دوی طالبان له خپلو سیمو ایستلي دي.

قومي مشرانو ویل که په دغه هوکړه حکومت یا خلک خوښ نه وي هره شیبه د فسخه کېدو وړ ده او حکومت دې بیرته هلته عملیات او طالبان جګړه وکړي.

خو که دا هوکړه نه وي

لومړی: هره ورځ به څو انسانان د مرګ کومې ته لویږې او د پردۍ جګړې اور به تازه وي.

دویم: په شمال کې به د پښتون په سیمه کې جګړه وي او د مافیا مارکېټ به نه سړیږي.

دریم: حکومت ته به هره ورځ د جګړې له امله میلونونه افغانۍ زیان اوړي، ځکه هلته باید چورلکې، ټانګ او نورې درندې او سپکې وسلې وکارول شي.

څلورم: حکومت به تر فشار لاندې وي، ځکه د هېواد په ډيرو سیمو کې د جګړې کابو کول آسانه خبره نده.

پنځم: ولس به له حکومته نور هم لرې شي په داسې حال کې چې د ډنډغوري هوکړه د ولس او حکومت د نږدې کیدو یو غوره فرصت دی.

شپږم: د جګړې ټول هغه زیانونه چې راتلونکو نسلونو ته پاتې کیږي، ژوند نیمګړی کوي او بدمرغۍ زیږوي تل پاتې به شي.

اووم: د بغلان په ګډون د ټول هېواد په جګړه کې مافیا ښکېله ده او که جګړه نه وي د مافیا ګټې له خطر سره مخ کیږي، نو یوه ډله کسان چې د ډنډغوري له هوکړې سره مخالف دي د وسلو کاراوبار، د مخدره توکو قاچاق او د ناروا عوایدو نورې لارې پرې ودریدې.

دې ته ورته نور ډیر څه شته چې د هوکړې د نشتوالي په صورت کې به موجود وي.

په تړون کې حکومت ګټه کړې که طالبانو؟

ښايي ددې پوښتنې ځواب په خپله حکومت ښه ووايي؛ خو له ګڼو ننګونو سره مخ د ملي یووالي حکومت اړتیا لري تر څو په ځینو سیمو کې له هرې ممکنې لارې کراري راولي او د جګړې تمرکز پر ځانګړو سیمو کړي.

دغه پریکړه په خپله ولسمشر او د حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو کړې او دوی تر نورو د حکومت د ننه په حالت او اړتیاوو ښه خبر دي.

په لومړي ځل په افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسوولیتونه ولیږدول شول او د څه کم یو نیم لک بهرنیانو ځای افغان ځواکونو ونیو، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو د بهرنیو هغو نیمايي اسانتاوې هم نه لري.

په شمال کې له ستونزو سره مخ یو قوم ژغورنې ته اړتیا لري او ښايي حکومت دا حس کړي وي، چې ډنډغوري باید د بغلان د پښتنو لپاره یو مرکز شي.

ویره دا وه چې بغلان به سقوط وکړي او د سقوط لاره یې هم یوازې له ډنډغوري وه، نو ښايي دا هم یو دلیل وي، چې حکومت د پلخمري د سقوط مخه نیولې وي.

قومي مشرانو د کوم صلاحیت له مخې تړون کړی

افغانستان یو سنتي ټولنه ده او هر څه یې قومي او قبیله يي ریښې لري نو د ډنډغوري مشران هم دا حق لري چې د خپلې سیمې د ساتنې ټټر وډبوي.

زموږ اساسي قانون لویې جرګې تصویب کړی او د قانون له مخې په افغانستان کې د لویو پریکړو تر ټولو ستره مرجع لویه جرګه ده، چې لویه جرګه په خپله قومي سیستم دی او یوه برخه غړي یې قومي مشران وي.

دا واضحه ده چې د افغانستان په هره سیمه کې قومي مشران چې د حکومت تر څنګ ودریږي حکومت بریالی او که د مخالفینو تر څنګ ودریږي مخالفین بریالي کیږي نو اوس چې د ډنډغوري مشران له حکومت سره هوکړې ته رسیدلي څه زیان به ولري؟

خو که بل ډول فرض کړو، هغه داسې چې که چیرته له امنیتي ځواکونو پرته په ټول هېواد کې امن وي، د حکومتي پروژو پر وړاندې خنډ نه وي، د ترهګرو روزنځای نه وي د عامه خدمتونو پر وړاندې کوم خنډ نه وي ددې زیان څه دی؟

که طالبان هم په ډنډغوري واکمن وي چې پورته ځانګړنې ولری دا به د ملي ګټو او ملي ارزښتونو خلاف تړون نه وي.

د تړون ډول

ما چې دغه تړون لوستی تر ټولو سخته ماده په کې د مخالفینو نیول دي او په کې ویل شوي، که د حکومت موندنو وښوده چې په ډنډغوري بیا یو شمېر خلک له طالبانو سره یو کیږي، د نا امنۍ هڅه کوي او یا نورې ننګونې پيدا کوي قومي مشران به دغه خلک حکومت ته سپاري.

خو تر څنګ یې حکومت دا صلاحیت هم لري که په یو چا د ترهګرۍ تور ثابت کړي په خپل سر عملیات وکړي.

په ټوله کې د ډنډغوري هوکړه په شمال کې د پښتنو د ژغورنې یو فرصت دی او که دوام وکړي په طبیعي ډول خلک د سولې په خوند پوهیږي او بیا یې چې په زور هم جګړې ته بیايي نه به ځي.

که طالبان هم په ډنډغوري واکمن وي او د افغانستان د قوانینو په رڼا کې فعالیت وکړي هغوی د هېواد عادي اتباع دي او هیڅوک ترې د ژوند، پوهنې، روغتیا او نور سهلتونه نشي اخیستلی.

نو د ډنډغوري د هوکړې مخالفت هغه کسان یا رسنۍ کوي، چې شخصي ګټې، ناروا سوداګرۍ او ټوپکسالاري یې له ګواښ سره مخ کیږي.

2 thoughts on “د ډنډغوري هوکړه او د مافیا ورخطايي/ قریب الرحمن شهاب”
  1. له بلی خوا د سولی عالی شورا موجودیت تر سوال لاندی راځی که د افغانستان دولت له خپلو مخالفینو سره سوله نه غواړی نو د داسی پرمصرفه شورا جوړول د خلکو په سترګو کی خاوری اچول دی. سوله د ټول هیواد په ګټه ده . حتی مافیا هم تاوان نه کوی. ملی پوځ کوم قطعات چی د بغلان ولایت دی سیمی کی مصروف ول ، اوس به فرصت ولری ترڅو په هلمند ، کندهار ، ننګرهار ، کونړ ، بدخشان کی ځای په ځای شی.

  2. گران او هڅاند شهابه
    له دې خوږې کره پښتوپوهې سره د فرهنگ پر هسک همداسې برېښاند او سه او بلا د دې پر هغو پرېوځه چې د (چې) پرځای (څو، ترڅو) ليکي! مينه او مننه! ستا او نورو ځوانو کره پښتو ليکوالو زيار

ځواب ورکول M.A, Zyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *