تاند- د امریکا د جمهوریپال ګوند د کاندید دونالد ترمپ د انتخاباتي کمپاین ویانده وايي، ولسمشر اوباما امریکايي پوځیان د افغانستان په جګړه کې ښکېل کړل.

کترینا پیرسن، چې له سي این ای تلویزیون سره په دې اړه خبرې کولې، له دې خبره نه وه چې افغانستان ته امریکايي پوځیان د اوباما تر ولسمشر کېدو ۸ کاله وړاندې استول شوي ول.

دې په ۲۰۱۱ م کال کې له عراقه د امریکايي پوځیانو وتلو ته په اشارې وویل«په یاد لرئ، موږ تر هماغه وخته افغانستان ته لا ځواکونه نه ول لېږلي. خو بارک اوباما افغانستان ته پوځیان ولېږل او یوه بله ستونزه یې جوړه کړه.»

کله چې د سي این این خبریال ورته وویل چې داسي نه ده، دې ټینګار وکړ«دا د اوباما جګړه ده.»

خو له یوې لندې خبرتیا وروسته مېرمن پیرسن هڅه وکړه چې خپله خبره واړوي، ویې ویل«موږ په ځانګړي ډول د اسلامي دولت (داعش) خبره کوو.»

دې زیاته کړه«ما فکر کاوه چې موږ د اسلامي دولت د تاسیس په اړه ږغېږو. دا ډله د اوباما د جنګ په مهال جوړه شوه. ایا دا حقیقت نه لري؟»

خبریال په ځواب کې ورته وویل«نه، دا رښتیا نه ده.»

3 thoughts on “د ډونالډ ترمپ ویانده: امریکايي پوځیان د اوباما د واکمنۍ په دوره کې افغانستان ته ولېږل شول”
  1. ډونالډ ټرمپ یې تر ویاندي هم احمق دي

    یوه یادونه باید وکړم چي

    که د (دونالد ترمپ) پر ځای مو (ډونالډ ټرمپ) لیکلی وو ښه به وو

    ځکه موږ په پښتو که د (ډ) او (ټ) توري لرو، ولی یی باید د دري په څېر ولیکو

    1. له ټ سره چې ر یوځای شي ډېر بې خونده کېږي ځکه خو پښتو ټولنې څو لسیزې پخوا پرېکړه کړې چې ډاکتر لیکئ نه ډاکټر.

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *