افضل لودین

پښتو ژباړه: لیمه –

عزتمنو هېوادوالو، زړه ته رانږدې خویندو ورونو!

زموږ هېواد  د معلوم الحاله عناصرو له  خوا ورځ تر بلې  په یوه پوځي او سیاسي پیچلي حالت کې د بدمرغیو خوسا ډنډ ته راښکل کیږي ، چې ان دامریکې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د نړیوال ائتلاف ځواکونه او د ناټو ځواکمن پوځي سازمان  نشي کولای هغه ډول چې موږ یې وینو  تر یوې کچې  حالات کنترول کړي.

ګاونډي هېوادونه: ایران او پاکستان نه یواځې دا چې له بشري حقونو او نړیوالو نورومونو نه په سرغړونې او بې شرمۍ  سره زموږ د هېواد په دننیو چارو کې مستقیمه لاسوهنه کوي بلکه ان اوس زموږ د خلکو په وړاندې په وسلوالو کړنو لاس پورې کوي.

د دغو دو فتنه اچوونکو او بشرضد رژیمونو ظلمونه او جنایتونه دې برید ته رسېدلي دي چې: ایرا ن پرته له کوم سبب او لامل نه زموږ زرګونه لوڼې او زامن بندي کړي دي ، د خپلو شیطاني هوسونو او غوښتنو پر بنسټ یې هره ورځ دوه ، درې او یا له دې شمیر نه زیات  د اعدام په نوم په ډیرو ظالمانه او بیرحمانه ډولونو وژني او په شهادت یې رسوي او یا د ایران په لارو کوڅو کې دغه بې فرهنګه وحشي ایرانیان نه یواځې دا چې زموږ په هېوادوالو ډیر بیرحمه، وحشي او ظالمانه بندیزونه اېښي دي، بلکه په عام محضر کې  د افغان د معصومو بچیو په عزت، حیثیت او شرف تیری کوي.

چې د دوی دغه ډول کړنې په هیڅ ډول نشو کولای د انسانیت د تاریخ د وحشیانو نمرود ، فرعون، یزید، چنګیز او ګوډ تیمور له کړنو او چلندونوسره پرتله کړو. تاسو هېوادوالو څه موده وړاندې په تلویزیونو کې ولیدل چې دغو ایرانیانو په څومره وحشت ، ظلم او بې رحمۍ سره دافغانانو په جونګړو تیری وکړ.

پاکستان دغه غدار او شر اچونکی او دغه  د نړیوال تروریزم مرکز  نه یواځې دا چې زموږ کلي بانډې او سرحدي ولایتونه تر اور لاندې نیسي او سلګونه راکټونه زموږ پر سپېڅلې خاوره توغوي ! بلکه دغه پاکستانیان نن ورځ زموږ په کورنو او د افغانانو په حریم او نوامیسو تیری کوي، لسګونه او لسګونه ضد بشري پلیتې کړنې سرته رسوي!

څرنګه چې د دوی ابلیس ستایونکي او فتنه اچوونکي منظم پوځ د دوی د کرنیلانو او جرنیلانو په مشرۍ په کنړونو او نورستان کې وحشیانه تیری کوي، دغو وحشي صفتو مزدورو جرنیلانو او کرنیلانو له خپلو معلوم الحالو نیکونو نه په الهام اخېستو سره د خپلو تورو وجدانونو او ضمیرونو دعملونو د پلې کولو لپاره د بدانوتور لښکر ـ  د تورو جامو وال لښکر یې منځ ته راوړی دی!

عزتمنو او دیندارو هیوادوالو!

د خواشینۍ ځای دادی، دهیواد د تاریخ په  هیڅ پاڼه کې، ان په اتلسمو او نولسمو پیړیو کې چې زموږ هیواد به ځینې وخت مرکزي دولت نه درلود، د نړیوالو ستم ګرو او ځواکمنو له خوا به ګواښل کېده، بیا هم زموږ په هیوادوالو او افغان ملت کې د اوس په شان د  سر بډالۍ، بې نظمۍ ، بې باورۍ او د هېواد  د راتلونکې په وړاندې د بې اعتنايۍ حالت موجود نه و، بلکه   د دې برعکس د ډیرو افغانانو په منځ کې باور ، یووالی او همغږي شته وه، څرنګه چې زموږ نیکونو د شلمې پیړۍ په دویمه لسیزه کې او موږ د شلمې پیړۍ اتمه لسیزه کې په ډیرې سرښندنې، میړانې او جانبازۍ سره بې سیاله مبارزه وکړه، دهېواد له ملي خپلواکۍ نه مو ساتنه وکړه او  همدا موږ او زموږ ملت دوه غدار او یرغلګر ستر قدرتونه  په همدې شلمه پیړۍ کې په ګونډو کړل او نړیوال مو دهغوی له شره وژغورل.

خو نن ورځ زما باعزتو هیوادوالو، سره له دې چې د نړۍ ځواکمنان او نړیوال د پرون په خلاف نن ستاسو په خواکې ستاسو په مرسته په یوه غږ دهېواد د پرمختګ او خیر ښېګڼې لپاره هڅه او کار کوي،خو له بده مرغه زما ګرانو،شریفو او باعزتو هیوادوال تاسو یو بل سره لاس او ګریوان یاست.

وګورئ: قدرمنو وطنوالو، دا باید هیر نه کړو چې  د شلمې پیړۍ په اتیاوموکلونو کې زموږ په هیواد کې د پردیو ناعادلانه او ظالمانه جګړه روانه وه، ستاسو ښه په یاد دي چې  د نړۍ د پیاوړو هېوادونو او د هغوی داستخباراتو چې افراطي او تروریستي تنظیمونو او ډلو ترش�� ولاړ ول اوپه یوه شپه او ورځ کې یې ۱۱۰ ساعته زموږ د هیواد ، زموږ د ملي حاکمیت په ضد او په تیره زموږ په ملت کې د نفاق او درز اچولو لپاره یې تبلیغ کاوه ، خو زموږ باتور ولس زموږ د هیواد اصیل بچي نارینه ول که ښځینه ، زاړه ول که ځوانان د هغوي په وړاندې په میړانه او سرښندنه  د یو بل په خواکې ولاړ ول او زموږ له مقدسې او سپېڅلې خاورې نه یې ساتنه کوله، خو هغه مهال هم د هیواد  خائین او د وخت زیږنده مرتجع انسانان شته ول په هوښیارئ سره یې د واک د ترلاسه کولو  او د پردیو په لمسون زموږ د خلکو ترمنځ که روڼ اندي ول او که تکنوکراتان په تیره د دولتي حاکمیت دغړو ترمنځ یې  بد بیني ،نفاق او دښمني رامنځته کړه.

زما هیوادوالو له تاسو پټه نه ده چې ان په پوځي ټولګیو کې دا سې بې وطنه خائینین ول چې په ډيره نامردانه او مذبوحانه ډول یې جبهي خوشې کولې او د خپل سیاسي موقف د ساتلو لپاره د ملت دښمنانو سره یو ځای کېدل او له هېواد سره یې جفا کوله، دغه ډله  د وخت زیږنده، خائینو، خایفو ، نوکر صفتو، غلام فکرو خلکو په پای کې زموږ ملي حاکمیت  د نړیوالو قدرتونو د یوې پیچلې جیوپولیتیکي لوبې وسیله کړ، څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، هماغه و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی ښاغلی بینن سیوان  د خپل مسولیت او دندو  د کار د لایحې په تضاد او مغایرت کې  د افغانستان د وخت  د جارئیه قوانینو په بې حرمتۍ سره په ۱۹۹۲ کال داپریل په ۲۸ زموږ ملي حاکمیت  د انسانیت د دښمنانو په ګټه په خائینانه ډول له منځه یو وړ، هېوادوالو چې تاسو د دغه  مفسد فی الارض د پلیتې کړنې، کارونو، څېرې او نوم سره بشپړه اشنايي لرئ.

نن چې زموږ په هیواد کې  زموږ د خلکو په وړاندې هره  فاجعه، بې عزتي او بې حرمتي روا ګڼل کیږي، یا پرې تحمیلیږي، ټول مسولیت یې د ملګرو ملتونو د سازمان  د سرمنشي دهمدغه استازي او په ټوله کې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت د شورا په غاړه دی.

قدرمنو او عزتمنو هیوادوالو دا نه هیردونکې ده چې په څومره بې عزتۍ، بې حرمتۍ او په خباثت سره  د نړیوالو او زموږ د هېوادوالو د سترګو په وړاندې  زموږ د نیکونو میراث ملي حاکمیت او د قدرت اداره د ۱۹۹۲ کال د اپریل په ۲۸ د تنظیمونو  قطاع و الطریقو مزدورو مشرانو ته وسپارل شو او د یوه ستر او سرلوړي ملت له نوم تاریخ او لرغونو ویاړونو سره لوبې وشوې.

شریفو وطنوال!

هغه څه چې موږ ته د ویاړ ځای دی او مونږ ټول پوهیږو چې د تاریخ په هر زمان او دوره کې زموږ هیوادوالو نر ول که ښځې د خپل هېواد له شرف حیثیت او ناموس نه یې په سرښندنې سره ساتنه کړې ده. خوزموږ په خلکو کې د تاریخ په هیڅ پېر کې  اوسمهالي بې تفاوتۍ، ویرې او ناولې بې لارۍ  شته نه وي،  له خپلو خلکو اود خپل هیواد له لوېشت لوېشت نه یې په پاک ایمان ساتنه  او پالنه کوله،  د هېواد او ملت د دښمنانو ، افراطي اجیرانو په تیره حرفوي تروریستانو او د هغوي د حامیانو د دسیسو په وړاندې یې د خپل ګران مور وطن لپاره  سرونه قربانول.

وګورئ، د افغانستان د جمهوري حاکمیت د کلونو ستر جنګ نه هیریدونکی دی، یانې د جلال اباد جنګ، هغه مهال د جلال اباد ښځو او نارینو په څه میړانې او هېواد پالنې سره د یوبل په خواکې خپلو ملي نوامیسو او خپلې خاورې ساتنه کوله!
څه ډول یې سر ورکړ خو سنګر یې ورنه کړ، څه ډول په میړانې سره د یو بل په خواکې ودرېدل او تاریخي تلپاتې ویاړ یې له ځانه په میراث پرېښود.

عزتمنو او شریفو هېوادوالو، د هېواد د یوه سابقه داره سرتیري په حیث غواړم صادقانه ووایم: د هیواد د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو اکثریت سرتیرو او صاحب منصبانو  د هیواد د ناموس،شرف، حیثیت او عزت ساتنې نه پرته د بل شي په اړه یې فکر نه کاوه،  د بیت المال غلا او چور خو پریږرده چې دایې ذهن کې هم نه ګرځېدل.

د هېواد د امنیتي ځواکونو مطلق اکثریت منسوبینو هیڅکله په هیڅ لامل د پردیو  او خائینینو غوښتنو ته نه تسلیمیدل، دهېواد او هېوادوالو د ساتنې په لاره کې د هیچا په لومه کې نه پرېوتل او نه تیروتل، تعصب، ملي نفاق، قومي ، ژبني او مذهبي  ستونزې یې له اره فکرونو ته لار نه پېدا کوله، د هېواد په هر ګوټ کې  د دندې له ترسره کولو  یې سر غړاوی نه کاوه!

خو نن دهېواد امنیتي ځواکونه او وسلوال پوځ په کوم وضعیت کې قرار لري؟

دوی  په لسګونو تنظیمونو او ډلو پورې تړل شوي دي، تر دې بریده چې ان خپل رسالت، دندې او ملي مکلفیت یې هیر کړی دی، نن ورځ د اوستايي پیړیو د  شړیدلو رنځونو او خرافاتو لکه قوم، ژبه ، طایفه، سمت او مادیات پاللو کې ډوب شوي دي چې ان  د ملي مجرمینو په شان دغه دایران او پاکستان فتنه اچوونکو لاس پوڅي   سپېڅلي  هیواد، افغان او افغانستان ته په شک او تردید ګوري.

ایا  دیوه زوریدلي هیواد امنیتي ځواکونو سره دغه ډول خصایل جایز دي؟

باشرفو هیوادوالو، خویندو ورونو!

نن ورځ  د پردیو تالي څټو او فتنه پیشه دستګاو زموږ په خلکو څه ډول حالت راوړی دی: هېواد ټوټه ټوټه شوی دی، دهېواد په هر ګوټ کې  د قطاع و الطریقو تنظیمونو استازو، زورواکو، قاچاقبرانو او د غلو واکمني ده، د قانونیت، مصئونیت او امنیت څرک هم نشته،هر غدار او زور واکی مختار حاکم او د خپل ځان (رستم) دی،هرڅه یې چې زړه وغواړي هماغه کوي، د هیواد له ۹۰ سلنه نه ډیر خلک په فقر، لوږې او بې سرپنايي کې ژوند کوي، له ۸۰ سلنه نه ډیرې ښځې او نارینه روحی او رواني ستونزو سره اخته دي، دهېواد ملیونونه وږي ماشومان په کوڅو او سړکونو کې درپه دره ګرځي.

خو  قطاع و الطریقان  زموږ د خلکو په حریم او نوامیسو تیری، لواط، زنا او د انساني صفتونو په خلاف او مغایرت کې په لسګونه کړنې زموږ په بیچاره، مظلوم او دینداره  ولس باندې جایز بولي او څه رنګه چې تاسې هېوادوالو، پلرونو ، مېندو، خویندو  او ورونو وینئ، دوی زموږ د داغ لیدلي ملت په وړاندې د هیڅ ډول شنیع او فجیع  کړنې تر سره کولو  نه ان د نړیوالو د  سترګو په وړاندې حیا او شرم نه کوي.

وطنوالو خویندو ورونو!

نني غله د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره د ۲۰۱۴ نه وروسته په دې نوم چې نړیوال ائتلاف ځواکونه له افغانستان نه وځي، تاسو له شرارت پیشه، لاشخورواو فتنه اچوونکو هیوادونو پاکستان (اټومي) او یا ایران نه  ډاروي ، ان د خپلو پیژندل شویوملاتړو په امر سره په هیواد کې د تروریستانو له انتر ناسیونال او د طالب له وحشت او بربریت سره د واک د ویش لپاره هڅې او کوښښونه کوي.

محترمو هیوادوالو، خویندو، ورونو او ځوانانو!

غواړم تاسو ته ووایم  چې د تیرې پیړۍ  په اتیاومو او نویومو کلونو کې زموږ په هیواد کې د نړۍ پنځه ستر اټومي ځواکونه یو بل سره جنګېدل، دهغې کور ورانې جګړې په ټولو کلونو کې دغه پنځه ستر اټومي قدرتونه ونه توانیدل چې په خپلو سترو لګښتونو او سوپر مدرنو وسلو سره زموږ په خلکو او زموږ په ملي حاکمیت  ان زموږ دخاورې یوه ملي متر کې خپل اعمال تحمیل او قبول کړي.

بیا هم غواړم یادونه وکړم چې د جلال اباد په جګړې کې سره له دې چې د شوروي اتحاد غاصب ځواک زموږ له هیواده وتلی و، پر جلال اباد د پاکستان د منظم پوځ د یرغل تر شاه  د القاعدې حرفوي انترناسیونالو تروریستانو ډلې او دهغې افغاني نوکران او اجیران یانې د نړۍ د څلورو سوپور قدرتو اټومې ځواکونو، سعودي عربستان، ایران او پاکستان ساخت تنظیمونه، له پرمختللیو دستګاو او تکنالوژۍ سره مله کارنده پوځي استخبارت ، د سلګونه ژورنالیستانو شتون او هره شیبه د تلویزیونو دشوروي اتحاد دتلویزیون په ګډون او راډیو ګانو له لارې دراپورونو ورکړه،هره شیبه د جلال اباد ماته، ان د جګړو د سیمو په اړه هم راپورونه ورکول کېدل  چې وکړای شي د افغان امنیتي ځواکونو د سرتیرو او منسوبینو ،د ملي حاکمیت د رهبرۍ او په تیره د جلال اباد د قهرمان او شریف ولس مورال کمزوری کړي، خو  د اردو منسوبینو او د جلال اباد زړورو، میړنیو او سرلوړو خلکو د دغو تبلیغونو پروا ونه کړه، د هغوی په وړاندې خپل افغاني ویاړ او حیثیت  د ساتنې او  د شرف او ناموس نه  د دفاع لپاره په میړانه ودریدل او وجنګېدل.

په دغه ستر هېوادني جنګ کې د قهرمانانه ساتنې او بري راز په څه کې و: په خلکو او ملي اردو کې صمیمت، سربازي، وطنپالنه، سرښندنه، یووالی، کلک باوراو په یوه کلیمه کې  د مور وطن د دښمنانو په وړاندې یو والي.

سرتیرو ، صاحب منصبانو او په ټوله کې خلکو  دغه  د شرف او ناموس ساتونکو له اره دا فکر نه کاوه چې څوک اټومي ځواک دی او څوک سوپر اټومي ځواک دی او څوک په کومه وسله سمبال دی؟ باعزتو هېوادوالو!  ورونو او خویندو،  د پاکستان د جیره خورو ، بې همته او وحشي اردو نه به ویره څه وي.

ګرانو هېوادوالو،بارسوخه ملي شخصیتونو، تکنوکراتانواو روڼ اندو ځوانانو!

هرچیرې چې یاست او په هر وضعیت او موقف کې چې یاست، دخپلو خلکو  تاریخي  ویاړلې سرښندنې او ځان تېریدنې چې  د دغه  پخواني سرلوړي ملت  د تاریخ پاڼې یې زرینې کړې دي، په یاد راوړئ، راویښ شئ، فکر وکړئ چې ولس او مورنی وطن په کوم حالت کې دی!

ویښ شئ، ځانونه وښوروئ، خپل وجداني رسالت او تاریخي مسولیت مه هیروئ، لستوڼي بر وهئ او بیړه وکړئ، دهېوادوالو په وړو او غټو  او هر هغه څوک چې ځان افغان ګڼي ټینګار کوم:  د دین  او ځان پلورونکو، غلو، یاغیانواو باغیانو له واک نه دهیواد د ژغورلو او دفاع لپاره یو بل ته لاسونه ورکړئ.

زه  دهیواد  د یوه سابقه دار او سپین ږیري سرتیري په حیث د وسلوال پوځ او دهیواد دنورو امنیتي ځواکونو ټولو منسوبینو ته، چې په هر عمر کې دي، په هر ځای او په هر حالت کې دي او د دوی پښې خوځښت لري، اعلان کوم چې د خپل وطني، اخلاقي او انساني رسالت د سرته رسولو لپاره په افغاني غیرت، ویاړ، حرمت او عزت سره چمتو شئ.

د ملت غږ ته د درناوی سر ټیټ کړئ، او په سرلوړئ او چمتوالي سره د مورني وطن  د ژغورلو لپاره سرښندنې او جانبازۍ ته ودریږئ او د هېواد په لاره کې چوپړ ته چمتو شئ، پوره باور لرم چې دهېواد د امنیتي ځواکونو منسوبین، زاړه و ځوانان ، ښځې او نارینه که په بهر کې دي اوکه دننه په هیواد کې د مورني هېواد غږ ته لبیک وايي!

تر څو وکړای شو په ګډه د اوسني پوځي او سیاسي ستونزو د حل لپاره یو سم پلان جوړ کړو،

او نړیوالې ټولنې په تیره د ناټو ځواکمن پوځي سازمان سره له ۲۰۱۴ کال د نړیوال ائتلاف څواکونو له ستندیدو وروسته په خپل هیواد کې دتروریزم په وړاندې دمسولانه مبارزې پلان مطرح کړو، او په یوه افغاني جوړجاړي سره د پوځي تیارسی په امر د هیواد چوپړ ته چمتو شو.

نور نو زغمل او صبر کول خیانت دی!

هر هغه څوک چې لږ تر لږه ملي ، هیوادنی او د پښتونولي حس یې په وجود کې ژوندی دی، باید اوسنیو کاذبو سیاسي جنجالونو او لوبو ته خاتمه ورکړي، پوه شي چې دهېواد سلګونه کونډې رنډې، بیوزله، معصوم ماشومان، وږي او تږي، واړه او زاړه  په تمه دي چې څه وخت به ستاسو دهېواد پالنې او سرښندنې غږ لوړیږي.

د لوی خدای په نوم، دهیواد سپېڅلې کلیمه، هیوادنۍ فریضه او د پلرني وطن په امر له تاسو ټولو هېوادوالو نه غواړم چې دخپل ګران هېواد  د ژغورلو لپاره په هیڅ ډول له غولوونکو، خائینو، مرتجعو مفسدو، هېواد پلورونکو، غلو،  رټل شویولوټمارو او داړه مارو سره اړیکي ټینګې نه کړئ ،

د حی علی الصلاح، حی علی الفلاح  په سپیڅلو نارو  ټول جنګي اجیران، تروریستان او د پردیو  تالي څټي  زموږ له سپېڅلې خاورې نه وشړئ.

نورو نو د مور وطن  او د انسان د دردونو په وړاندې بې تفاوته پاتېدل ستره ګناه ده.

ومن الله توفیق

21 thoughts on “د ډګرجنرال ارکان حرب ښاغلي محمد افضل لودین پیغام”
  1. د پیاوړي لودين صيب غوندې د خاورې او ناموس ساتونکي دې رب بريالي کړي چې و کولای شي زمونږ کړيدلي خلک د روانو بدبختيو څخه وژغوري ، زمونږ لویه هیله له خپلو منتخبو وکيلانو څخه ده چې نور چاته اجازه ورنکړي ترڅو په شورا کې د ايران او پاکستان لپاره د دې وطن ګټې قرباني کړي

  2. په خدای قسم دی چې شرم دی چې د داسې کسانو پیغام خلک پښتو ته را ترجمه کوي. ما فکر کولو چې افضل لودین به کوم پښتون وي او لږ تر لږه به په پښتو لیک او لوست کولی شي ځکه اورېدلي مې وو چې د ډاکټرنجیب د واکمنۍ په وروستیو کې د ننګرهار والي او بیا لودین پښتون قوم خو پیغام یې په کومه بله ژبه دی چې پښتو ته یې ترجمه راغلې ده. زه په احتجاجي توګه د ده پیغام نه لولم.
    تاند دې زما تبصره نه ړنګوي چې د نورو په نامه پښتنو له پاره هم عبرت شي. ما په هغه پلن خېټي کریم خرم باندې چې په تاند کې یې پاړسو لیکنې کولې هم لیکل کړي ول.

  3. تاسو په خپلو هیوادوالو د ظلم او وحشت پیل و کړ، 1.5میلیون مر قتل کړل، 9میلیونه وطنوال مو اړ کړل چې د بدترینو دښمنانو نه د سر سیوری و غواړي۰ تر ننه چې کوم جنایات روان دي، دا ټول ستاسو بل کړی اور دی۰

  4. امحترم ارکانحرب ډګرجنرال محمد فضل لودین د هیواد ریښتینی زوی دی. نوموړی د ملي دفاع وزارت ته وړ کاندید دی. له ولسمشر اشرف غني څخه په دې اړه یوه نړي مننه

  5. توبه توبه د پوره نظامی تجهیزاتو او سقیل ماشیندار سره خلکو ته په سترگو کی ورننوزی
    دی ته وابی سپین سترگی

    1. ډیره ښکلې خبره مو کړې ده وروره، زه افسوس پخپلو وطنوالو کوم چې کوم دلیل دوۍ د کمونیستانو ملاتړ کوي؟ همددې خلکو د لاسه زمونږ هیواد تباه شو، علماء یې راووژل، خویندې ا و میندې یې راته کونډې او بورې کړې. خلک یې اړ کړل چې ګاونډیو خبیثو هیوادونو ته پناه یوسي او دا دی نن بیا راځي زمونږ د هیواد زعامت په لاس کې اخلي، ریښتیا هم چې مونږ ته شرم په کار دی!

  6. سلامونه او نیکي هیلي می اومنه ډګر جنرال صیب ډیره په زړه پوري پیغام مو راسره شریک کړی خدای ج د وکړی چی زمونږ هیواد وال او ټول امنیتي ارګانونه پری عمل وکړی او زه خپله ستاسو د وینا ته درناوی لرم او هوډ مو هم داسی ده چی څه مو تر وسه کیږی خپل هیواد ته به خدمت کوو او ستاسو تر شا ولاړ یو –

  7. زما په نظر دا پیغام سم ندی او هيڅ اړخ نه لګوی د اوسنی وخت له غوشتنو سره. او لودين څنګه داسی ګدی ودي اپلتی ويلی دی. نو زما په آند دا بل چا د لودين د سپکولو لپاره ليکلی او غواړۍ چی منفی ذهنيت را ژوندی کړی.

  8. محترم دګرجنرال افضل لودين!
    بايد ګفت که بيانه تاريخی ,وجدانی,نظامی که مدافع ننګ وشرف منصوبين اردوافغانستان وتعهدات منصوبين اردوی که به خاطر حفظ ارضی وننګ وناموس جغرافيه افغانستان را به مردم شريف ونجيب کشور خودوبه قران وسلاح سبوک وثقيل کشور خود بعد از فراغت حربی پوهنتون قسم خورده بوديم که به قربانی سرومال خود ازوطن دفاع ميکنيم وفعلا هم امده به هر نوع قربانی هستندوهستيم شما دربيانه خود به مردم.کشور خود واضح ودوباره پايمان را تازه وګوشزد مردم خود نموديد.
    خودم به نمايندګی منصوبېن سر سپرده شريف سابقه دار به شما اطمنان ميدهيم که ما شب وروز به خاطر انجام هر نوع وظاېف ودرهر نوع شرايط اماده پيکار هستيم .
    ما همه منصوبين پشتباني خود از شما وبيانه شما اعلان ميکنيم منتظر هدايات شما واز
    ریس جمهور خود اشرف غنی هستيم .
    دوستا ورفقا ميتواند که پيغام ما به همه مردم کشور شريک نمايد .
    بريد جنرال حبيب الله جلالزوې

  9. ما د ښاغلی لودين پيغام او بيان می په غور سره ولوست.ډير زيات خوندی راکړو .په دی ببرو سرو او وحشی جاهيلانو کی داسی فکر او د وطن سره مينه احساس څوک لری?لکه ښاغلی لودین چی د زړه حال يي بيان کړ .زه خووايم چی نه.زه به دومره ووايم چی يا الله ته په افغان ولس نور خپله ورحميږی او ښاغلی لودين په شان په وطن مين بچی سره يو ځای کړی امين يا ربلغالمين

  10. ما یو وار لودین صاحب له نیژدی لیدلی،کله چی چی زه سرباز وم،او دی د شرق زون مشر، څه کار راته پیښ شو او باید د لوین نه می امر اخیستی وایی ،ما فکر کاوه چی ډیره ستونزمه به وی چی ما څوک لودین پوری پریدی،خو هر څه بر علاوه ؤ،هغه وخت د یو هادی ریس ته تګ څه ستونزمن ،مګر د ده دفتر ته اسانه ؤ،برخورد یی ډیر انسانی او نه هیریدونکی خاطره ده،اول ځل ؤ چی ما ولید یو جنرال یو هادی عسکر ته د ځایه پرته کیږی او سلام ته یی متقابل سلام وهی.

  11. لودين زه له نزدي پيزنم ښه شخص ده ولىي خبله پشتو يي زده نه ده لكه ظاهرشاه خركوس غوندي بايد د هغه خبري بيرته په پشتو ترجمعه كرو ،او پشتو هيس معنا ورته نه لري ، يو ورز ددوى جلسه په هامبورك د جرمنى كي ، وه او زه هم يو زما نزدي دوست همدغي جلسه ته بوتلم ، او سرور منكل درسته عنانص وركاوي هغه مطلق په فارسى ژ به ، او په درست محفل كي د كوتو په شمير يعنى دوه نفر تاجك ورونه وو ، و حتى پوهنتون ته دانشكاه ويلي ، او رشتيا ما شخصا غالمغال وكاوى ، څه ايرانيانو سره محفل لرو كه خبلو افغانانو سره ، په دي ځاى كي افضل لودين را جك شي ورور ولي دومره تعصب شكاروي ، ما ورته وويل څه پشتون ته شرم ده سه پوهنتون ته دانشكاه وايي ، او رشتيا نور هم احساساتى شوم ، څه حيف دي دا تاسو خركوسو رهبرانو ، يو ځلى وطن مو په روسانو خرص كرو ، بيا په مسعود او شىراى نظار او اوس غواري سه په ايرانيانو باندي خرص وي ، زه تاسو ته اطمينان دركوم دا هم لكه دشوراى نظار غرى ده هيس تفاوت د دي او بسم الله نه شته ، زكه همدغه ګروب وي سه داكتر نجيب يي له منز يو ړ ، زه دا قسم درته خورم سه دا په مشوره دي عبدالله عبد الله ګ ومارل شوى ده او بس ، مفكر ناحق ريس جمهور ده دا درست كليدى وزارتونه دي شوراى نظار په لاس كي دي ، تاسو وجدانا ووايي سه رشتيا ده كه دروغ ، ايا تاسو به ليدلى وى سه علومى يو ورز په پشتو وغكيزي او په ذات كى په پشتو اصلا نه پوهيزى ، بدبختانه يو تعداد پشتاني خوشحاله دي سه پشتاني دى او ذات كي دا درست ضد د پشتو دي ، نو زه له ټولو هغه با ناموسو پشتانو وكيلانو سخه خواهيش كوم سه داسي خرص شوو خلكو ته رايه ورنكري ، او داسي شخص ته رايه وركري سه په پشتنو مين شخص وي او خرص شوى دي شوراى نظار نه وى ، نور تاسو پوهيزي ، سه چاته رايه وركوي ، نور مو په الله سبارم .

  12. محترمو لوستونکو ته سلام وړاندی کوم. پخوا می داسی انګیرله چه تاند به بی پری وی او دخلکو نظر به نشروي. خو پام مې نه وه چه دزورورو په وړاندی دتاند څخه وچ لرګئ جوړشي. افضل لودین صاحب به په اغلب ګمان وزیر شي، په دی کی ‌‌‌‌‌‌ډیر لږ کسان شکمن دي. ځکه چه څوک مربي ولری ، نو مربع خوړلۍشي. زما په نظر دا ‌‌‌‌‌‌ډول ویناوی چه داحساساتو ‌‌‌‌‌‌ډکی او داوسني شرایطو سره سر نه خوري، او تخیلی او لوړ ټوپیزی راپارونکي پایلی ولری ، دچارو دسمون اوښیګڼی په لور نه ، بلکه دحالاتو دکړکیچن کیدو او بی باوری په لور خوزښت ته ورته چاری دی. دلودین صاحب دخبرو ترجمه شوی متن تر ‌‌‌‌‌‌ډیره دیوه جمهور ریس او یا دحکومت دمشر دویناو سره ورته دی. دشک او شبهی پرته ‌‌‌‌‌‌ډیر ارزښتمن ټکی په کی ځای شوی دی ، ولی ددفاع وزیر دنده داردو دجوړښت ، پرنسیپونو ، جګړه ایزی ښوونی روزنی ، دپوځ داوسنی تخنیکی ، لوژستیکی او دپرسونل دمورال ، دژوند شرایطو او په لن‌‌‌‌‌‌ډ ‌‌‌‌‌‌ډول دتکتکی او ستراتیژیکو لیر لیدونو او داسی نور دپوځ دمعنوی ، مادی او فزیکی حالت څیړنه ، پرمختګونه او نیمګړتیاوی اوپه دی هکله دبیړنیو او پرځای پریکړو مشخص کول دی. ددفاع وزیر دنده دعامو او نامشخصو بیانیو او یا دمبهمو او داساسی قانون دموادو دتطابق پرته مسایلو تشریح او تو ضیح نه ده. جنرال لودین صاحب ته دی الله ج توفیق ورکړی چه دملی اردو څخه دیوی ولسوالی دواک اواختیار ولکه پری او دیوی مسلکی او سراسری ملی اردو په لور دعدالت او برابری په اصولو اوچوکات کی ګام په ګام پر مخ تګ وکړی

  13. Loodin Parchamai dey… Khabere tsa manah na lari… Pa amal ke hamagha lawdagan di che Dr. Najib yea tanah prekhowd… Bya Purchamyan leka Loodin aw Oulomi pa zoor ke shwel… Khudai da khalqyan be aqel we shemawee che nor ham wer sara zaleel shwee…
    Janjal Sahib Habibullah Jalolzoy pa gharb ke social akhli wa bya lafe wahi che watan ta bu khedmat wekri…

  14. زه فکرکوم اوسنی افغانستان یوداسی پوځی مشر ته ضرورت لری چی هغه دیوسیاسی فکر خاوند وی او په کورنی او نړیوال سیاست اګاهی ولری، دښاغلی لودین له پیغام نه داسی معلومیږی ، لکه چی پخوا د دوستم غوندی د ګلم جم ملیشو قوماندان واوسی ، یو سیاسی سړی هیڅ وخت داسی اپلیتی نه ولی

  15. موږ څنګه په هغه چاباور وکړو چي دخپل وخت په مجهزو وسلو سمبال پوځ يي ترقیادت لاندي و خو هغه دخپل پوځ او وسلو خوله او څوکه دهغه ګاونډیانو په خلاف چي نن يي داذهانو دتحریک لپاره ورڅخه کرکه کوي استعمال نه کړ، بلکه ټولي وسلي او مهمات.يي پرخپل بې دفاع او بیچاره ولس وکارول، کمونیستان موږ ته نور ایکس پیر دي،

  16. هر هغه څوک چی لودین صاحب پسی غلطی او اپلتی وایی دا دهغه دشخصیت ښکارندوینه کوی، راسی د لودین غوندی وطن پرسته شخصیت تاسو په داتوله دجهاد غلو کی یو را وشیی؟
    خدای دی لودین ژوندی لری او بیا الله پاک و ده ته قدرت ورکی چی دهېواډنه دا جاسوسان ورک کړی

  17. سلام تو لو دوستانوته او د تاندـ مینوالوته
    په پشتو کی متل دی وای چی زومیلی بو بیه نه ازموی
    . دا چی شاعلی لودین سه وقعن ده وطن یا خاوری مینه وی دبو داکترنجیب اللله سره سم شهد شوی وی
    لودین صاحب په بدو ورزو کی چی ته وا ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  18. داسې ښکاري چې لودين ډګر جنرال دى زموږ پوښتنه داده چې ډګر جنرال او يو شمير نورو جنرا لانو سياسي موقف په دې ستر وبحرانو او کړکېچونو کې د ولس په وړاندې څه وه. جنرال وايې چې ٣٤ کاله يې په همدې لانجو کې کار کړي داڅه ډول کار؟ او دکوم حکومت لپاره ؟ ولې ؟ د کرزي په کرغېړنه دوره کې خوهېواد بهرنيو ساته. وايې دروغجن دې دروغ وايي خو عاقل دې قياس کوي زموږ هېواد په ٢١پېړۍ کې د نابوديو سلګۍ وهي نو په کاروه چې ما شيني، صنعي، طبيعي، جنرالانو دغه هېواد له جنجالونو څخه ساتلي واى او په پاى کې دلودين په وينا کې ديوه ملت زعامت په احساستو او هياهو ولاړ د ى ولې پوهه، متانت، صبر او رسالت او بشپړ ايما ن او مسلک بيا بله طرحه ده چې زموږ ملت يې انتظار باسي

  19. General Habib & Lodin,
    Good luck for future in this time very bed & we sham that for 2 days Minister as will……………………..

ځواب ورکول اتل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *