خبریال: میرویس جلالزی – د ژغورني نړیوالي کمیټي (IRC) په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان لپاره د ډیرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

د دغې ادارې د مشرتابه په وینا په افغانستان کې ډیری خلک له سخت حالت سره مخامخ دي او تقریبا نیمايي هغه یې د فقر تر کرښې لاندي ژوند کوي.

د فقر کرښي لاندي کورنۍ د هر هیواد د اقتصادي وضیعت د انډول پر اساس ټاکل کیږي او په افغانستان کې هغه کسان په دغه ډله کې شامل دي چې په ورځ کې یې د عاید اندازه تر یوه ډالر ټیټه وي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټي مشر ډیویډ میلبنډ چې یو مهال د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر و، ویلي افغانستان د نړۍ په کچه د هغو ملکونو په ډله کې دی چې سخت بې وزله دی او واشنګټن له کابل سره د تړونو پر مهال کله هم له دغه ملک سره د بشري مرستو لپاره خپله ستراتیژي نه ده روښانه کړې.

د نوموړي په خبره، د بشري مرستو د ستراتیژۍ له جوړیدو او پلي کیدو پرته بله یوه ستراتیژي هم نه شي بریالی کیدای او دا چې امریکا په روان کال کې له افغانستان سره د خپلو ملکي مرستو اندازه نیمايي ته را ښکته کړې نو د ملګرو ملتونو بشري څانګه هم نه ده توانیدلې چې د افغانستان لپاره د بشري ماموریت په برخه کې خپل ټاکلي هدف ته ورسیږي.

د ژغورني نړیوالې کمیټط (IRC) ویلي چې ملګرو متلونو یوازي شل سلنه هغه بودیجه تر لاسه کړې چې د افغانستان لپاره یې په غوښتې وه.

ښاغلي ملبنډ ویلي چې نږدې اوه لکه افغانان یوازي د کور دننه بې ځایه شوي دي.

جنګ جګړي، وچکالي، وزګارتیا او په یو شمیر سیمو کې د ټوپک والو ظالمه واکمنې د دې لامل شوي چې د کور دننه په لکونو افغانان کډي کولو ته اړ شي.

له افغانستان سره پرمرسته شویو ملیاردونو ډالرو مرستې سربیره لا هم د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) د مشر په وینا دا هیواد د بشري حقونو د انډیکټورونو له اړخه لا هم د ورسته پاتي هیوادونو په کتار کې دی.

د نوموړي ادارې د مشرتابه په وینا تر هغو چې په افغانستان کې د بشري حقونو کیفیت لوړ نه شي تر هغه پوري دغلته هیڅ راز ستراتیژي نه شي عملي کیدای او هیڅ پروګرام به هم بریالۍ نه شي چې د دغه ملک د ثبات او اقتصادي برقرارۍ لپاره پلي کیږي.

د ښاغلي میلبنډ ��ه وینا د دوی ادارې تر اوسه پوري پینځلس ملیونه نجونو ته په افغانستان کې زدکړي ورکړي او د ملي پیوستون پروګرام په مټ یي هم په زرهاوو افغانان په کلیو او بانډو کې داسي روزلي څو وکړای شي په کلیوالي کچه خپل اقتصاد ته وداه ورکړي.

One thought on “د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان ته د بشري مرستو غوښتنه وکړه”
  1. ملګري ملتونه اصلاَ دبشر او بشریت دپاره کار نه کوي دهغوی دنده دا ده چه په غریبو هیوادوکې دې جاوسوسي وکړي تر څوچه د دوی خپل جیبونه ډک شي،که دوی دبشرد حقوقو دپاره څه کولای نو زما په هیواد کې به ئې د بې پیلوټه (درونن) الوتکې بمبارې په بې وزلوخلکوپه پښتنۍ قبیلې باندې اجازه نه ورکولای.او بل ددوی مرستې هیڅ وخت بې وزلو خلکو ته نه دي رسیدلې ددوی مرستې دماویستانو ااوایرانیانوپه جیبو کې لویږي۰

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *