تاند- د ژورنالیستانو د ټولنو فدراسیون د افغانستان د ملي امنیت له پخواني ريیس امرالله صالح څخه غوښتي چې له پژواک خبري اژانسه رسماً بخښنه وغواړي او یا پر دغه اژانس د خپلو تورونو ثبوت وړاندې کړي.

د ملي امنیت پخواني رييس امرالله صالح په خپله فېسبوکپاڼه کې پژواک خبري اژانس دولتي بللی او ادعا یې کړې چې له حکومته پټه بودجه ترلاسه کوي.« قابل توجه حکومت محترم وحدت ملی: به خاطر جلوگیری از اصراف بودیجۀ دولت و نهادن یک گام دیگر در راستای شفافیت و حسابدهی آژنس خبرگزاری پژواک را جز وزارت اطلاعات و فرهنگ- ریاست دفتر ریاست جمهوری و یا هر نهاد دیگری که لازم می دانید سازید. تقریبا به همگان معلوم است که آژانس محترم خبرگزاری پژواک از بودیجه مستوره دولت تمویل گردیده و از بخش های خاص دولت هدایت میشود. در هنر استخبارات وقتی فعالیت های خاص پوشش خود را از دست می دهند باید لغو گردند یا هم جذب در بنده دولت شوند. در این امر خیر به شما موفقیت آرزو دارم.»

پژواک خبري اژانس وايي چې له صالح څخه یې په یوه برېښنالیک کې غوښتي چې پر دغه خبري اژانس تورونه ثابت کړي خو صالح ځواب نه دی ورکړی.

پژواک خبري اژانس د ژورنالیستانو د ټولنو فدراسیون ته شکایت کړی او ورته ویلي یې دي چې د امرالله صالح ادعا د دې اژانس حیثیت ته د تاوان اړولو ترڅنګ د طالبانو له لوري د پژواک لسګونو خبریالانو ته د خطر پېښېدو سبب شوی دی.

د ژورنالیستانو د ټولنو فدراسیون وايي چې پژواک په دې برخه کې اسناد هم ورسپارلي چې د تهدید په باب د دغه اژانس ادعا ثابتوي.

د ژورنالیستانو د ټولنو فدراسیون له امرالله صالح څخه غوښتي چې باید داسي اسناد او شواهد وروسپاري چې د ده ادعاوې ثابتوي او که اسناد نه لري پکار ده چې له دغه خبري اژانسه بخښنه وغواړي.

د ژورنالیستانو د ټولنو فدراسیون دا هم ویلي چې د ښاغلي صالح ادعاوې د پژواک خبري اژانس لپاره منفي عواقب لرلی شي.

دې فدراسیون د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د اورېدو له کمیسیونه غوښتنه کړې چې په دې برخه کې د پژواک خبري اژانس شکایت وڅېړي او قانوني اقدام وکړي.

3 thoughts on “د ژورنالیستانو فدراسیون له امرالله صالح وغوښتل چې د پژواک په اړه خپه ادعا ثابته کړي”
  1. استخباراتی ذهنیت او تربیت ډیر شیندل او څیرل کوی او اکثریت حرکات او فعالیتونه یی شک اچوونکی وی او ملی او اسلامی ګټوته یی ډیر پام نه اوړی چه دا یو تربیتی نقیصه او ضعف بلل کیږی خصوصا چه استخبارات د ننه په ځان مصروف او تنظییمی انحصاری مصیبت ورسره مل شی بیا نو دغسی نمونی د ملی وحدت او ورورولی لکه غټ،غټ بمونه غټ غټ دښمنان تعریفیدای شی.

  2. استخباراتی ذهنیت او تربیت ډیر شیندل او څیرل کوی او اکثریت حرکات او فعالیتونه یی شک اچوونکی وی او ملی او اسلامی ګټوته یی ډیر پام نه اوړی چه دا یو تربیتی نقیصه او ضعف بلل کیږی خصوصا چه استخبارات د ننه په ځان مصروف او تنظییمی انحصاری مصیبت ورسره مل شی بیا نو دغسی نمونی د ملی وحدت او ورورولی لپاره لکه غټ،غټ بمونه غټ غټ دښمنان تعریفیدای شی.

ځواب ورکول بصیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *