حیات ژوند

له نیمې پرانیستې کړکۍ څخه د شنه اسمان په کاسه کې ځلانده ستوري عبدالباقي ته د وربللو اشارې کوي. باقي خپل پايښت په خطر کې ویني او په ذهن کې يې بقا ورو ورو تس نس کېږي.

نیمه شپه چې خلک په خواږه خوب ویده وي، دی پاڅي او د خونې ور پرانیزي، ټول ګروپونه مړه کړي، کيڼ اړخ ته کړکۍ نیمه پرانیزي، ترې واړه او ګڼ ستورې راڅرګند شي. اسمان په دومره پراخوالي او ځمکه په دې پلنوالي ورته د یوه وړوکي زندان او پنجرې په څېر څرګنده شی. دی د کور په دهلېز کې اوږد وغځېږي، لاسونه ورټول کړي، د پښو بټې ګوتې یو بل ته نژدې کړي، لاسونه په ورنونو پورې کلک ونښلوي او مخ د لوېديځ پر لور ګوږ کړي. نیم ساعت د مړي تمثیل وکړي. ټول بدن يې ولړزېږي. معلومه نه ده، چې د بدن لړزا يې له وېرې ده او که يې نشه يي دارو کارولي؛ چې اوس اوس نوی پر دغو موادو روږدی شوی.

په داسې حال کې چې په ذهني لحاظ هره شېبه د یوه سټېج پر سر ځان په تمثیل کې احساسوي، دا شېبه هم د هغه په ذهن کې له دغه تمثیل سره یودم د تیاتر تالار روښانه کېږي، ښه اوږده شېبه خلک پر چکچکو بوخت وي، ګواکي د باقي مېرمن هم د تالار په دویم کتار کې د ده تمثیل ته هکه پکه ناسته ده، وړوکی ماشوم يې چې همدا اوس اوس يې د شيدو غاښونه لوېدلي او خوله يې کنډاسه شوې ده، د خپل پلار تمثیل ته يې خوله وازه تللې وي. ماشوم خو به پر دې هم سم نه وي پوه، چې پلار يې داسې موضوع چې هر ژوندی ورباندې محکوم دی، په یوه تراژیدۍ کې تمثیلوي.

باقي که هر څومره رښتینی او د تیاتر نړۍ سره بېلول غوښتل؛ خو بیا يې هم تیاتر پر رښتیني ژوند اغېز کړی و، ناارادي حرکات به په رښتیني ژوند کې ترې څرګندېدل. یوه شپه اوږد په دهلیز کې پروت و، د ساه نه اخیستنې تمثیل يې کاوه؛ خو د تمثیل او حقیقت تر منځ لوی توپير وي. دی اوږد لکه مړی غځېدلی و، یو دم یې په کور کې غوغا شوه، دی ورپاڅېد چې وګوري څه شوي، د کورنۍ غړي يې له ده څخه وېره احساسوله او ګومان يې کاوه، چې په مړي کې بیا ساه دمېدلې ده. د غوغا او ژړا دلیل يې وپوښت، کشر ورور يې سعید یا له وېرې یا هم له ده څخه د خبرې د پټونې په پلمه هېڅ ونه ویل. سعید د اړتيا له مخې تشناب ته د تګ پر مهال په دهلیز کې عبدالباقي اوږود غځېدلی لیدلی، بیا ساه نیولی مور ته ورغلی و، کیسه يې ورته تېره کړې وه او بیا د کورنۍ ټول غړي؛ مور، ورور، دوه خویندې پرې ورټولې شوې وې. باقي په دغې کیسې پسې سر ونه ګراوه، بېرته خونې ته ننووت او ویده شو.

باقي چې سترګې وغړولې، ورځې خپل عمر خوړلی و، شپه په ژوندۍ کېدو وه، شفق هم خپل ځای تیارې ته پرېښوولی او په خپله یوه نامعلوم ځای ته خوځېدلی و. دا مهال بیا د تمثیل وار بیا رارسېدلی و.

نن شپه پمن دی، باقي باید د یوه پمن انسان تمثیل وکړي. تالار ته په منډه منډه روانېږي، نن يې د ښار د یوې مشهورې سینما له مسوولانو سره د نندارې ژمنه کړې وه. ننداره پيلېږي، په باقي پسې د کوټې ور کولپېږي، داسې احساسوي، چې په یوه لویه لار کې ولاړ دی، ګڼې د صبر ونې دومره بې صبره ښکاري، که ونه خوځېږي، زړه به يې ترک وچوي. توپان رالګېدلی، سترګې يې له خاورو ډکې دي، پر تن لګېدونکی باد يې ځوروي، داسې چې غوښې يې ترې جلا کېږي. د سیلۍ او توپان له هرې زوروې څپې سره يې چې پر تن جامې ولګېږي؛ نو په شدت درد احساس کړي او ناڅاپه یې له خولې چیغه ووځي؛ خو پر خوله ژر لاس کېږدي، هسې نه چې نندارچيان له تالاره ووځي او د ده تمثیل ورسره بېخونده او پيکه شي.

باقي درد په رښتینی توګه احساسوي، دی د يوه پمن رول لوبوي؛ خو دا رول یواځې د څلور پنځو کمرو تر مخې رول نه دی؛ بلکې دی په رښتیني درد اخته دی. په تالار کې کوچنی سړک جوړ شوی، د سړک تر غاړې ونې ولاړې دي. دی د پمن رول لوبوي. ده خپله خولۍ چې پټ پټ خیري ورپورې نښتي دي، په لاس کې کلکه نیولې ده. ګدايي کوي، د پمنتوب له عذابه بل کار هم نه شي کولى.

په دغه تمثیل کې د لوبېدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی؛ اصلي کرکټر یو؛ خو فرعي کرکټرونه مخ په ډېرېدو دي.

پر لاره تېرېدونکي خلک ورته یوه دوه وسپنیزې روپۍ ورګوزار کړي. لارویان ترې دومره لرې لرې کېږي، چې ان نه غواړي، د ده پر تن د لګېدلې هوا څپې د دوی پر مخ او صورت ولګي. له لرې څخه یوه دوه روپۍ د خولۍ پر لوري ور وار کړي، شړنګ شي او د ده په خولۍ کې وشړنګېږي.

باقي په دې رول کې ولې دومره ژور تللی دی. ولې يې ځان بایللی او انګېري، چې په رښتیا پمن شوی دی. پر ځان يې کالي پېټي دي. کوښښ کوي، چې لوڅ لغړ ودرېږي؛ خو تېزه سیلۍ او د کچه سړک شږې يې پر پمن ځان لګي. له دې سره سره يې بیا هم لستوڼي تر مټو بډ وهلي، د کمیس تڼۍ يې ټولې پرانیستي، د سينې تور وېښتان یې خړ او سپېرې سيلۍ په خړو خاورو ورلړلي دي.

پمن «باقي» ډوب دی، په تمثیل کې يې رول مخ پر ختمېدو دی. لږ مخکې چې کومو کسانو له لرې څخه یوه دوه روپۍ په خولۍ کې ورواچولې، باید تر پردې شا ته يې جامې بدلې کړی وی، باید په یوه نوي رول کې لوبېدلي وی او دی يې په زوره له لارې کش کړی وی، ځکه د ده له امله پر لار خلک نه شوی تېرېدی. یو خو د ده د پمن بدن د بوی او بل د ده له پمن بدن څخه د کرکې له امله لویه لاره تشه شوې وه.

دی اوس هم له تېزې سیلۍ سره مقاومت کوي، په یوه لوی عذاب کې پرېوتی. د تمثیل عذاب په رښتینې ژوندانه تجربه کوي. ټول تالار په خاموشۍ کې ډوب دی، یوه نیمه نغمه د تیاتر تخنیکي کارکوونکي وغږوي، چوپتیا لږه ماته کړي؛ خو دا نغمه لنډمهالې وي، ژر غلې شي.

تمثیل هماغسې په خوند روان دی. تالار ته راغلي کسان په تمثیل کې د لوبېدونکي کرکټر په څېر ډوب شوي دي، د تمثیل پای د تالار له ټولو کسانو هېر دی، پخپله له باقي هم.

څه وکړي؟ تمثیل ورته په دردونکي ژوند اوښتی. نندارچيان ناست دي، سیلۍ هماغسې په زور لګېږي، ورځې اوړي، شپې سبا کېږي؛ خو په تالار او د باقي په زړه کې د سباوون لمر څرک نه وهي. کلونه اوړي، په سلګونه کلونه اوړي، له باد سره راالوتې خاورې وړې وړې غونډۍ جوړوي، پخوانۍ غونډۍ هوارېږي، زوروره سیلۍ د باقي بدن ورو ورو توږي، داسې لکه سمندر چې د ځمکې له محوري حرکت سره ښی اړخ ورو ورو وخوري، د باقي بدن هم د سيلۍ له حرکت سره ورو ورو خوړل کېږي. تمثیل نه ختمېږي، لا دوام لري، بیا او بیا تکرارېږي، په یوه نوې څېره او نوي کرکټر کې، د نویو تماشاګرو په مخکې تمثیل بیا بیا تکرارېږي، نوي موضوعات پنځېږي، نوې څېرې زرغونېږي او نوي تالارونه جوړېږي او نوې نندارې دایرېږي.

اوس په باقي پورې یوه ټوټه غوښه هم نه ده پاتې، سیلۍ يې د بدن غوښې وړې دي، دی د یوه پمن په رول کې ورک دی، ټول نندارچيان له دې صحنې خوند اخلي او د باقي چې پام کېږي، ګوري، چې خولۍ يې له سکو، کاغذي روپيو او نوټونو ډکه ده؛ خو له دغه تمثیل نه د راوتلو لار ورته ګرانه او یا ناشونې برېښي، هېڅ شى ورته اهمیت نه لري. مخ د پيسو له ډکې خولۍ څخه اړوي، شا ورګرځوي او یو ګام ترې شا ته ځي. له شا ته تګ سره يې اندامونه په بند بند نړېږي او یو بل کرکټر ته ځای پيدا کېږي.

One thought on “د ژوند او مرګ لوبې لوبغاړى | حیات الله ژوند”
  1. ۔ دکيسې ژورتيا هم دانسان په دروني تمايلاتو کې نغښتي ده يو هم دا چې دا کيسه دتاناتوس دغرېزې يو
    ښه تفسير هم کيداى شي

ځواب ورکول کرگر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *