انګليسي ژباړه د فاروق سرور –
ستړى شوم. له کار ځايه راووتم. يو بوتل اوبه مې راواخيستې. پيتاوي ته کېناستم. د لرگينې څوکۍ مخه چمن ته وه. شا ته يې سړک و. موټر پرې لږ و، شور يې نه درلود.. پر څوکۍ کېناستم. د ژمي لمر تود نه و خو خوند يې کاوه. څوکۍ سړه وه، ونو ته پاڼې نه وې ورپاتې.
يو غوړپ اوبه مې وڅښلې. سترگې مې پټې کړې. تکيه مې وکړه ، غوښتل مې په هېڅ فکر ونه کړم. داسې غلى شم لکه د کمپيوټر تڼۍ چې ووهې او مړ يې کړې. غلى ناست وم. هېڅ غږ نه و يا مې نه اورېد. څړپا شوه. نه مې غوښتل سترگې پرانيزم. خو غږ ورو ورو رانژدې کېده. لکه يو څوک چې پاڼې جارو کوي. يوه سترگه مې پرانيسته. کړوپ شوى بنده را روان و. يو لاس يې شاته په کړوپه ملا نيولى و په بل يې لکڼه نيولې وه.رانژدې شو. دواړه سترگې مې پرانيستې، پښې مې راټولې کړې. دى مې څنگ ته په څوکۍ کېناست. ساه ساه و ، لکه اوږد مزل چې يې کړى وي. سترگې مې بيا پټې کړې. غوښتل مې هېر يې کړم. ويې ټوخل. زگېروى يې شو، په څوکۍ کې وښورېد. غږ يې راباندې وکړ:
– څو بجې به وي؟
– يوه نيمه به وي.
– نه دقيق وخت څه دى ؟
ساعت ته مې وکتل.
– شل کم دوې دي.
– ښه مننه، دغسې.
دغسې يې بده راباندې ولگېده. لکه راته وايي چې سمه خبره کوه. په ځاى کې وښورېدم. سترگې مې بيا پټې کړې. دى ناست و. زگيروى يې و. ټوخل يې. له ما يې ” دغسې” نه هېرېدل. لکه د ټوپک غږ چې په غرونو کې انگازه وکړي. لا يې غږ ورک شوى نه وي چې بل ډز وشي. پورته شوم. ژر ژر رهي شوم. راپسې غږ يې کړل:
– بکس دې پاتې شو.
شاته مې وکتل. بکس مې په څوکۍ پروت و. ده لکڼه ورته نيولې وه. ودرېدم. د ده د مخ گونځو ته مې پام شو. سترگې يې په گونځو کې پټې شوې وې. شونډې يې ځړېدلې وې. تکه سره پوزه يې غټه وه. ورغلم، بکس مې واخيست. اممممم مې وکړل لکه مننه چې ورته وايم. دۀ وويل:
– ولې دې داسې بيړه ده؟
غلى پاتې شوم. ځواب مې يې نه درلود. خو غوسه يې نوره هم رازياته کړه. لکه پېغور چې راکوي. خو نه مې غوښتل څه ورته ووايم. ما ويل زوړ دى. ده بې له دې چې راته وگوري ، وويل:
– دا ځينې فکر کوي چې که دوى حرکت ونه کړي ژوند به ودرېږي.
– مطلب دې څه دى؟
راته ويې کتل. کښته پورته يې راته وکتل. لکه احمقانه پوښتنه چې مې کړې وي. غوښتل مې ترې رهي شم، ويې ويل:
– ټولو ځواني درلوده، ټولو ژوند کړى، يوازې ته نه وې.
– ما کله ويل؟
– کرار شه، عصاب دې ارام کړه، په ژوند به پوه شې.
ترې رهي شوم. نيغ دفتر ته ولاړم. کمپيوټر مې روښانه کړ. همکار مې راته وويل:
– مزې دې وکړې، يوه شېبه ارام شوې.
هغه چابک رهي شو، راته ونه درېد چې ځواب ورکړم. بيړه يې وه. د کمپيوټر د شيشې لاندې ښي لاس ته مې ساعت ته وکتل، ناوخته کېده. کار مې پيل کړ. د مېرمنې ايميل راته راغى.
– نن شپږ بجې له ډاکټر سره بايد ووينو، اووه بجې سودا ته بايد لاړ شو، اته نيمې بجې مېلمانه راځي، پام دې اوسه چې ناوخته نه شې.
د ريس له خونې زنگ راغى، ويل يې کارونه بايد ژر خلاص کړم، ځنډېدلى يم.
له مېزه پورته شوم. کړکۍ ته ودرېدم. لاندې د سړک پورې غاړې مې په چمن کې لرگينې څوکۍ ته وکتل. بوډا خوځېده. ورو ورو پورته شو. د لرگينې څوکۍ لاندې د اوبو بوتل پروت و. هېر شوى مې و. تږى شوم، خو وخت نه و.
پائ
“The haste”
A Pashto fiction
By Emal Pasarly
Translated by Farooq Sarwar
I was tired therefore I came out of my office. I took a water bottle with me. It was my aim to enjoy the sun. I entered into a park, where the unpleasant noise of any car could not disturb me. Here I seated on a wooden bench. Though the sun of winter was not hot, but it was not bad. The bench was icy. All the trees in the park were without a single leaf.
Now I drank a drop of water and closed my eyes. At this moment, I was desirous to relax myself. Really I did not want to think over a single matter. I felt like a turned off computer, which is of no use and totally silent. I became calm and really there was no disturbance. Suddenly I listened the sound of footsteps and someone was coming towards me but I did not want to open my eyes. Now for a little while I open my single eye and watched that a crooked old man was coming towards me. He was carrying a stick in his one hand, while his other hand was on his bend back. For a moment I became cautious and he sat down near me on the same bench. He was so tired, breathless and it seemed that he travelled a long. I again closed my eyes and did not bother him. Suddenly he coughed, took a sigh and moved his body. Now he addressed me.
What is the time?
One and half, I replied.
Please, let me know the exact time?
20 to 2 o’clock.
Okay I asked in my routine. He smiled and replied.
The world routine disturbed my mind. It was just like a eco-of fire in the mountain’s. Now again he fired and wanted to say a few more words, but I disliked his disturbance and left my place. I moved quickly but he called me.
Man, you left your box.
Really I left my box on the bench and he was indicating towards it through his stick. Now I looked his face, which was full of wrinkles and the color of his face was red. I smiled in a manner to tell him thank you. He again said.
Why you are in hurry?
It confused me because I had no answer for it, but it angered me. I kept silent because I thought he’s an old man. Once more he spoke.
Some people are senseless, they are very wrong in their thoughts, they think that without them the circle of life would be stopped.
What do you mean by this?
He observed my face like I am a fool. Again I intended to leave the place but he told.
Do not feel any pride on your young age, we also spend our youth, mind it , you’re not the single young man on this earth.
When I claimed it, I asked and really it surprised me.
Be easy my dear ever , give rest to your nerves, you’ll enjoy the life. He laughed
I got off and entered into my office. Here I turned on my computer, meanwhile my colleague told me.
You enjoyed your life and took the rest.
He left me quickly. He was in hurry and not ready to hear my reply. Now I looked towards the watch, really I was late. Very quickly I started my work. Meanwhile, I received the email of my wife.
At 6 o’clock we will consult our doctor, it is very necessary to go for purchasing to market at seven o’clock. At 8.30 the guests will be arrived. Please hurry up and do not late.
Meanwhile, I received a phone call from my officer that you are very late, quickly finish your works.
I left the table, Stood near the windows. Now I observed the park under the building of our office and specially the wooden bench in it. The old man was still there. He left his place very slowly. My water bottle was lying on its place. Now I felt thirsty but really I did not have the time to finish my need of drink.
The end
د یوه لیکوال یوه لنډه کیسه می څه موده پخوا ولوستی وو او په غالب ګوما ن دا لیکوال به اسدالله غضنفر وو. کیسه داسی وه چه یو پاچا له عسکر څخه له سهار تر ماښامه به په یو خاص ځای کی ولاړ وو او پیره به یی کوله پوښتنه وکړه چه ته ولی دلته ولاړی یی او ستاوظیفه څه ده؟ عسکر ځواب ورکړ چه ماته می قوماندان ویلی دی چه دلته دریدل ستا وظیفه ده، کله چه له قوماندان څخه پوښنته وشوه چه دا عسکر ولی دلته دریږی؟ هغه ځواب ورکړ کله چه زما پلار قوماندان وو هغه به همیشه یو عسکر دلته دراوه او کله چه زه د پلار پر ځای مقرر شوم اوس زه هم یو عسکر په دغه ځای دروم زه یی په علت نه پوهیږم خو د پاچا مورته ښایی ددی خبر پته وی . کله چه یی د پاچا له مور څخه پوښتنه وکړه هغی وویل کله چه د پاچا پلار ژوندی وو دلته یو تیږه وه او یو عسکر به دلته د هغه تیږی د ساتلو له پاره دریده او اوس خو تیږه نشته خو د عسکر دریدل په دی ځای کی یو عادت پاته شوی دی. خبر ه تر دی پوری رایاد ه شوه چه نن می له کابل هوایی ډکر څخه اسلام ته سفر درلود .د هوایی ډکر په سړک د موترونو ځای نه کیده او په ډیری سختی د هوایی ډګر دروازی تر سل متری ورسیدو اخر می تکسی ته والا ته وویل چه ما همدلته کښته کړه چه طیاره راڅخه ولاړه نه شی زه نور په پښو ځم . د هوایی ډګر له دروازی څخه د باندی عسکرو تلاشی کوله او راته یی وویل چه چه بکست به او اطاق ببر که از ماشین تیرش میکند. ما همداسی وکړل بکس می دهوایی ډکرپه خوله کی په څارونکی ماشین کی کیښود او عسکر په سکرین کی ښه په زور او زیر وکوت. ویل یی برو کله چه لږ دننه لاړم هلته بل څاورنکی ماشین وو او بیا یی راته وویل بکست بان د ماشین. بیا بکس په ماشین کیښود او بیا یی ښه څآره او له مایی پوښتنه وکړه کجا میروی ماورته ځواب ورکړ اسلام اباد. ویل یی برو! کله چه د انترنیشنل پرازونو صالون ته دننه کیدو د ۲۵۰ تنو په شاوخوا کی یو لین ولاړی دی او عسکر په ډیر نخرو یو یو کس تلاشی کوی او ورته وایی هر چیز که در جیب داری در سر میز بان او ښه ژوره تلاشی کوی. خیر له دی ځایه هم تیر شو. بیا بل د اکسری ماشین دی او راته یی وویل بان بکست د ماشین ما ورڅخه وپوښتل چه دوه ځایه خو همدا بکس له دی ماشینونو څخه تیر شو ایا تاسو یو په بل بارو نه لری که څنګه ځواب یی راکړ بیسار ګپ نزن این وظیفه ماست ! کله چه یی بکس په ماشین کی وکوت راته یی وویل بکس باز کن اوس یی بکس راباندی خلاص کړ او ټول یی له له سره کوت. د خدای فضل وو دابکس می د طیاری لګیج ته ورکړه او اوس لوړ صالون ته وختلو. دلته شاوخوا دری سوه کسان ولاړ دی او یو ازی یو تن په دراوزه کی ولاړدی او د هر سړی پاسپورت او عکس ګوری او چه څوک یی خوښ شی د هغه سره څلور پنڅه دقیقی زیات وخت تیروی. کله چه زما نوبت راغی ما ورته وویل چه یاره له دی طیاری څخه خو سړی په پښو ولاړی شی ښه ده. سړی خبره راغبرګه کړه چه دا وایه چه مشرانو ښځـــ….. ۲۷۰ میلیونه یورو واخسیته او څلور کاونټره یی جوړ کړل خو لس کاونټره به یی جوړ کړی وای. زه د ديپلوماتیک کونټر تر څنګ دوهم کونټر ته ودریدم چه دلته بیا له هر مسافر څخه دبیومیټرک ماشین په وسیله د ګوتو سکن اخستل کیږی. په دیپلوماتیک کونټر کی د یوه ځون له پولیس والا سره خبره ښکته پورته شوه او د هوایی ډګر کس ورته وویل برو پس بیسیار ګپ نزن. سړی تلیفون راویست . جنرال صاحب هستید چطور هستید در میدان هستید ولا همی عسکر کار مارا تال میته د سرم ناوخت میکند. یوه دقیقه ورسته د هوایی ډګر یو بل افسر راغی او سړی یی له ټول څخه مخکی کی کړ او ډیرو ښځو او ماشومانو چه په نوبت کی ولاړی وو وازه خوله ورته کتل. کله چه زما نوبت راغی ویل دستت د ماشین بان شپږ واره یی لاس په بایومیترک ماشین راباندی کیښود او وروسته یی په غصه راته وویل دستت صیحی نه میمانی ووخت مارا ضایع میکنی. له دی بلا څخه هم تیر شوم اوس که ګورم بل ماشین دی دا ځل نه یوازی چه ماشین دی بلکه وایی کورتی،کمربند وبوتایی تان بکشید و اینجا بانید که از ماشین تیرش میکنم ما ورته وویل چه تاسو د انسانیت په نامه یو څه پیژنی که یی پیژنی نو دا ټول شیان خو یی تر دی مخکی پنّځه ځله تلاشی کړی دی بیا یی څه دپاره ګوری؟ سړی ځواب راکړ، بیسار ګپ نزن این قانون است و تنها تورا تلاشی نه میکنیم این برای همه است. کورتی کمربند او بوټان می ویستل او تر طیاری پوری له غصی چه دا ټول شیان می په لاس کی ولاړم. د طیاره په دروازه کی ددی په ځآی چه زما بوردنګ پاس وګوری زما ویزه ګوری. ما ورته وویل ویزه ولی ګوری خو بوردنګ پآس وګوری این وظیفه ماست. ما ویل خدای خو مو له دی وظیفی او له دی قانوو سره یو ځای په شرمونو وشوموه. د حامد کرزی هوایی ډګر دحامد کرزی په شان په فساد او لعنت ککړ دی هیله ښاغلی غنی یو ځال دی ځای ته هم د ۴۰۰ بستریز روغتون غوندی سر ورښکاره کړی او دا خوار ولس له دی لیوانو هم خلاص کړی.
پیمان