ژوند مدني ټولنې (شنبه)  د۱۳۹۳ هـــ ل کال دمرغومې په دریارلسمه (۱۳) نيټه داونیزوناستوپه دوام خپله نهمه اونیزه ناسته وکړه .

غونډه چې په کې لسګونوکسانوبرخه اخیستي وه ، د غزني ولایت ، دریم پلان دیادې ټولنې په مرکزي دفترکې جوړه سوې وه ، پیل یې په دوه بجي له اجنډاسره سم تکړه ژورنالیست ښاغلي واحیدالله جمعه زاده دپاک قران په مبارکوایتونووکړ.

غونډه په دوه برخي ویشل سوي وه ، لومړۍ هغه یې دتیرې غونډي دګزارشونو اوریدل اوپرې خبري کول وه ، د تیرې غونډي لومړی ګزارش د ښاغلي واحیدالله جمعه زاده له خوا ولوستل سوچې د ټولني د ګډونوالوله لوري وستایل سو.

ورپسې له انجنیرعصمت الله سلام څخه هیله وسوه چې دهغه کمیسون په استازیتوب دغونډي ګډونوالوته مالومات ورکړي چې په غزني ولایت کې د داراصلاح دمرکزڅخه دلیدني په موخه په دنده ګمارل سوی وه .

سلام د موضوع په تړاو د غونډي ګډونوالو ته هغه څیړنیزراپوروړاندي کړ چې په دې موخه ترتیب سوی وه راپور د غونډي د ګډونوالو له لورې وستایل سو او ښاغلي سلام ته لارښوونه وسوه چې یاد کمیسون دې خپل څیړنیز راپور بشپړ او بیادې میډیاته ولیږل سي .
ورپسې د کمیسون بل غړي ډاکترغلام عمرعیان د غونډي ګډونوالوته په دې اړونداړین مالومات ورکړل اوویې ویل چې داڅیړنیزراپوربه راتلونکي اونۍ بشپړاوله تاسوسره شریک سي.

دغونډې په دویمه برخه کې له اجنډاسره سم لمړی زموږدمحبوب پیغمبرنبی کریم (ص) دزوکړې دکالیزې په اړه خبري وسوې.

1داچې د۱۳۹۳ هــ ل کال دمرغومې (۱۳) دیو۱۴۳۶ هــ ق کال دربع الاول دمیاشتي له دولسمې نیټه سره برابره وه اودانیټه زموږد شفیع پیغمبرنبي کریم (ص) دزوکړي له ورځي سره برابره وه نوځکه خودژوندمدني ټولني غړودنبي کریم (ص) په ژونداوسیرت خبري وکړي اوپریکړه یې وکړه چې په راتلونکې اونۍ کې به ددې ستري ورځي په یاد دنبي کریم ( ص) په ژونداوسیرت باندې یوورځنی علمې سمینارجوړیږي .

ددې علمي سمینار دلاښه تنظیم لپاره یودولس کسیزکمیسون دلاندې کسانوڅخه وګمارل سو ترڅوراتلونکې پنجشنبې پورې خپل ټول کارونه بشپړاودټولني مشرتابه ته راپوروړاندې کړي .

۱ – ډاکترغلام عمرعیان             مشر
۲ – ډاکترحمد الله نوري               مرستیال
۳ – انجنیربریالی صدیقي               غړی
۴ – انجنیرسیف الرحمن شفق         غړی
۵ – وکیل احمد ترابي                   غړی
۶ – انجنیرعزیزعظمي                 غړی
۷ – ډاکترصبغت الله واحدی           غړی
۸ – نقیب الله حمیدي                     غړی
۹ – معلم ریدګل ګلبهار                 غړی
۱۰ – انجنیرمحمدفاروق بویا           غړی
۱۱ – ډاکتریوسف ایوبي                 غړی
۱۲ – ‌ذاکراحمد                           غړی

ورسته دژمنیوکورسونو لپاره کوم چې دښوني ریاست په مرسته دژوندمدني ټولني ترمدیریت لاندې جوړسوی دزده کونکودشمولیت لیستونه وڅیړل سول اوپه دې برخه کې جوړسوي کمیسون ته دنده وسپارل سوه چې دالیستونه دیوه ضمیمه مکتوب سره یوځای دښوني له ریاست سره شریک کړي ترڅودزده کونکوارزښتناک وخت بې ځایه تیرنه سي.

مازدیګر۴:۰۰ دټولني دمشرښاغلي نقیب الله خاکسارله لورې ددوعایې په لوستلوسره پای ته ورسیده .

2 thoughts on “د ژوند مدني ټولنې نهمه اونیزه ناسته/ عصمت الله سلام / غزني”
  1. که څه هم زه په خپلوکارونوکې ډیربوخت یم اودژوندمدني ټولني غونډوته رسیدګي نه شم کولای خوبیاهم ددوی کړني له بریښنایی لاروڅارم خدای سته دکارځوانان په کی راغونډشوي اوبلاډیرکارونه یی په کم وخت کي ترسره کړی خدای دي هغه ورځ هم راولی چې له دي هڅاندوځوانانوسره اوږه په اوږه دغزني څه چې دټول افغانستان جنګ ځپلی ولس ته دخدمت مصدوګرځم

  2. ګران ورورانجنیرصیب نجیب الله .

    سلامونه مې ومنه په دې هیله چې روغ اوپه خپلوکارونوکې به بریالي یاست .

    دژوندمدني ټولني په استازیتوب درڅخه یوه نړۍ مننه که څه هم ژوندمدني ټولنه ډیري ښي لاسته راوړني لري خولاهم کمې دي ، یاده ټولنه به تراخیري حده هڅه کوي چې زموږجنګ ځپلي ولس لاډیرڅه وکړي .

    په درنښت

ځواب ورکول انجنیرنجیب الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *