امید، انځور او میوند درې  واړه په ځنډ ټولګي ته راغلل. د سبق نیمايي برخه ترې تېره شوې وه. ښوونکی د ټولګي دروازه دوی ته خلاصه کړه او ترې وپوښتل: ولې دومره په ځنډ راغلئ؟

امید په ورو غږ وویل: ښوونکی صاحب، د انځور پلار د غلا په تور پولیسو له ځان سره بوت.

ښوونکی انځور ته وکتل، د هغه سترګې له اوښکو ډکې وې او ډېر شرمیدلی ښکارېده. ښوونکي د تسلي لپاره ورته وویل: خیر دی بچیه! ښایي پولیسو ته به غلط راپور رسېدلی وي، راځی چې د سبق نا وخته شوی.

دوی لا خپل کتابونه نه وو راایستلي چې ښوونکي له نورو هلکانو نه خپله پوښتنه بیا تکرار کړه او ویې ویل: ښه نو موږ څه ویل؟ چې څوک څه دنده تر سره کول غواړي؟ چا په دې اړه فکر کړی چې په راتلوونکي کې به څه شی جوړیږي؟

یوه هلک وویل: ښوونکی صاحب، زه غواړم چې په راتلونکي کې انجینیر شم. خپل کلی به داسې ښایسته جوړ کړم لکه لندن.

له دې سره ټولو هلکانو وخندل، ښوونکي هم وخندل او نورو هلکانو ته یې مخ ورواړاوه چې د دوی ځواب هم واوري. وار د میوند شو. میوند خپل قلمونه چې له جیبه یې راایستلي وو په میز ګيډۍ کیښودل او ویې ویل: صاحب زه غواړم چې د خپل پلار غوندې ډاکټر شم، بیا به د ناروغانو علاج کوم.

له څو نورو هلکانو وروسته وار امید ته ورغی. هغه خپله خولۍ په سر باندې سمه کړه او ویې ویل: صاحب، زه هم غواړم چې یو داسې کار وکړم چې ښې ډيرې پيسې وګټم او د ځان لپاره تک تور موټر واخلم.

د میوند تر څنګ ناست هلک په هغه پسې وویل: ښوونکی صاحب، زه لکه تاسو غوندې ښوونکی جوړیږم د کلی ماشومانو ته به سبق وایم.

ښوونکي ولیدل چې انځور لا تر اوسه هم د خپل کتاب پاڼې اړوي، په هغه یې غږ وکړ: انځوره بچیه ته ووایه! چې غواړې په راتلونکي کې څه وکړې؟ انځور زړه نا زړه خپله خبره شروع کړه: ززز، زه؟

ښوونکي وپوښتل: ولې انځوره، تا لکه چې د خپل راتلونکي لپاره فکر نه دی کړی؟

انځور ورخطا وویل: نه صاحب، زه هم غواړم چې په راتلونکي کې یو ښه سړی شم او ښه کارونه وکړم.

امید په خندا وویل: هو هو ته چې ښه سړی هم شې، لویه خبره ده.

ټولو ټولګیوالو وخندل.

انځور غوښتل چې څه ووایي خو ښوونکي له امید نه وپوښتل: بچیه ولې مو په انډيوال ملنډې وهئ؟! هغه خو سمه خبره کوی.

امید وویل: نه، موږ په هغه پورې نه خاندو. ما ځکه وخندل چې دی لکه میوند او نور هلکان د خپل پلار په لاره لاړ نه شي او دا چې یو ښه سړی ترې جوړ شی، همدا بس دی، نور څه څوک نه ترې غواړي.

د هلکانو خندا د ښوونکي په لوړ غږ باندې غلې شوه: د انځور خبره په ځای ده. هر انسان مخکې له دې چې کوم بل کسب او کار زده کړي، ښایي چې ښه انسان جوړ شي.

امید ورو وویل: ښوونکی صاحب، موږ هم غواړو چې ښه انسانان شو خو دا مې هسې ټوکه وکړه.

انځور چې د خپل پلار په هکله دا ډول خبرې له خپلو ټولګیوالو او له نورو کلیوالو ډيرې اوریدلې وې، اوس نو عادت شوی و، هیڅ یې هم ونه ویل خو په زړه کې ډېر خپه شو، چې ولې د ده پلار غلا کوي او هر ځل چې په کلي کې د چا کوم څه ورک شي نو وایي چې دا به هغه پټ کړي وي. خو هېڅ یې په وس نه وو پوره ځکه چې پلار یې د ده او د نورو خپلوانو خبرو ته هېڅ کله هم غوږ نه ایښود.

له دې خبرې کلونه تېر شول. امید، انځور او میوند درې  واړه له خپلو کورنیو سره ښار ته کډه شول. یوه ورځ ښوونکی ناروغ شو. هغه چې اوس نو ډېر زوړ او ناتوانه شوی و، د علاج لپاره ښارته لاړ او په ښار کې د میوند کتنځي ته ورغئ. له هغه نه یې د درمل غوښتنه وکړه او ورته ویې ویل: زویه! ډېر ناروغه یم. که مې یو ځل معاینه کړې او لږ دوا راکړې نو ثواب به دې وي. میوند خپل ښوونکی ونه پیژاند، ورته ویې ویل: بابا، دوا خو په پیسو کېږي. د دوا پيسې درسره شته که نه؟

ښوونکي خپل جیب ته لاس کړ او یو څو میده روپۍ یې راویستلې.

میوند ولیدل چې پيسې یې کمې دي نو یې ورته وویل: بابا، په دې روپو باندې ستا علاج نه کېږي. ورشه پیسې راوړه چې زه دې علاج وکړم.

ښوونکي په ریږدیدلي غږ وویل: زویه، نور څوک نه لرم چې پيسې ترې وغواړم. د ثواب لپاره مې خوشې علاج نه شې کولای؟

میوند په تعجب هغه ته وکتل او ویې ویل: بابا، دا څه وایې؟ وړیا خو علاج نه کېږی. زه خو دلته دې ته نه یم ناست چې د خلکو علاج وړیا وکړم. زه هم کورنۍ او ماشومان لرم، هغوی به څه خوري؟

ښوونکی نا هیلی له هغه ځایه پاڅېد او د امید د کور په لور چې اوس یو ډېر مالداره سړی و، ورغئ. دروازه یې وټکوله او غږ یې وکړ: څوک شته چې زما غږ واوري؟

د امید کوچنی زوی دروازې ته راووت او له ښوونکي نه یې وپوښتل: بابا څه غواړې؟

ښوونکي ورته وویل: لاړ شه بچیه او خپل پلار ته دې ووایه چې بابا له تاسره کار لري.

ماشوم امید ته ورغی او هغه یې دروازې ته راوست.

ښوونکي امید ته وویل: زویه، ډېر ناروغه یم. د علاج لپاره څه راسره نشته. که لږ مرسته راسره وکړې.

امید هم ښوونکی ونه پیژاند. هغه ته یې وویل: ته همدلته ودرېږه. زه اوس ډوډۍ او چای درته رالېږم.

ښوونکي غوښتل چې ورته ووایي چې دی د علاج لپاره روپۍ غواړي. خو، امید دروازه ورپسې پورې کړه او لاړ. څو شېبې وروسته د امید زوی ډوډۍ او چای راوړل او د ښوونکي مخ ته یې کېښودل.

ښوونکي ماشوم ته وویل: زویه! خدای دې لوی سړی کړه. پلار ته دې ووایه چې ښوونکي دې دومره حق هم نه درباندې لري چې په بده ورځ یې مرسته وکړې؟

اوس چې ښوونکی له خپلو زده کوونکو ناهیلی شوی و، ورو ورو د کلي په خوا روان شو خو په لاره کې یې سر وګرځېد او ولوید. د کوڅې ماشومانو هغه له لاسه ونیو او پورته یې کړ. ښوونکی ډېر سړو نیولی و، د دمې لپاره یوه پيتاوي ته کېناست. څو شیبې وروسته انځور چې په همدې کوڅه کې اوسیدو او د تیریدو په وخت یې ولیدل چې یو څوک په یوه ګوښه کې ناست دی، او له سړو ریږدي. نیږدې ورغئ او پوښتنه یې ترې وکړه: بابا څه چل دی؟! ولې دلته ناست یې؟

ښوونکي هم انځور ونه پیژاند، ورته ویې ویل: زویه، ډېره تبه مې ده. سړو نیولی یم. کورته نه شم تلی.

انځور وویل: بابا، کورته خو به وروسته لاړ شې، لومړی یو ډاکتر ته لاړ شه چې د ناروغۍ علاج دې وکړي. ښوونکي خپله ټوله کیسه انځور ته وکړه چې د علاج لپاره پيسې نه لري او دلته راغلی وو چې که څوک مرسته ورسره وکړي، خو په لاره کې ډېر ناروغه شو.

انځور ښوونکی یوه پوه ډاکتر ته وروست. د هغه لپاره یې درمل واخیستل. په لاره کې ښوونکي انځور ته وویل: بچیه! زموږ کلي ته خو اوس موټر نه ځي. که ته راته یو موټر پیدا کړې چې ما تر کلي پورې ورسوي.

انځور وویل: بابا کومه خبره نه ده نن زما میلمه یې او ښوونکی یې خپل کورته راوست، هغه ته یې دوا او ډوډۍ ورکړه.

په سبا یې ورته وویل: بابا، راځه چې تا تر خپله کوره ورسوم .

د انځور د کور په دروازه کې امید او میوند دوی ته په مخه ورغلل او بې سلام علیکه یې له ښوونکي نه په بخښنه غوښتلو شروع وکړه.

انځور پوښتنه وکړه: چې دا څه کوئ؟

امید ټوله کیسه انځور ته وکړه چې ښوونکي لومړی میوند ته او بیا  د ده کور ته ورغلی و او دوی نه و پېژندلی، بیا ښوونکي د هغه زوی ته ویلي وو چې دی د امید پخوانی ښوونکی دی.

میوند وویل: ما هم ښوونکی صاحب ونه پیژاند خو کله چې سهار امید را ته کیسه وکړه او د ښوونکي نښې یې را ته وویلې نو ما د کوڅې له ماشومانو نه پوښتنه وکړه، هغوی را ته وویل چې هغه ستاسو په کور کې دی. موږ هم راغلو چې له ښوونکي نه بخښنه وغواړو.

انځور چې د دوی خبرې واورېدې، په حیرانۍ یې ښوونکي ته وکتل او وویل: ریښتیا تاسو ښوونکی صاحب یاست؟!

ښوونکي وویل: هو بچیه ما هم ته اوس ستا د ټولګیوالو په خوله وپیژندلې ځکه ته د دوی غوندې د لوی نامه څښتن نه یې. زه خو راغلی وم چې ستا له ټولګیوالو امید او میوند نه مرسته وغواړم خو ما دا هېر کړی و چې د دوی په منځ کې خو یوازې تا ویل چې غواړې ښه سړی شې او دا دي اوس ښه سړی درنه جوړ شوی. پرته له دې چې ما وپېژنې، زما سره دې مرسته وکړه. تاسو دریواړو چې هر څه غوښتل، هغه مو تر لاسه کړي.

د میوند او امید هغه د ټولګي خبره ور په زړه شوه چې انځور ویلي وو چې دی به ښه سړی جوړېږي. او په خپلو کړو ډير پښيمانه شول، انځور هم چې د خپل ښوونکي خبره یې واورېده، او خپلې موخې ته د رسیدو له امله خوشحاله شو.

4 thoughts on “د ژوند موخه/ نعیمه غني”
  1. په ګوتو او قلم مو برکت شه ډیر د عبرت او پند څخه ډکه قیصه دی

    د شریکولو څخه مو مننه کوم

    کلیوال

  2. ګرانه السلام غليکم ډيره په زړه پوري قصه ده زما يوه پوښتنه ده هغه دا چه دا ليکواله نغيمه غني څوک ده دا به ګران غني رح سره فاميلي تغلق نلري? تاسو ورور داود حيران

  3. هر زده کوونکی باید د خپلو ښوونکو قدر او خترام وکړی او ددې تر څنګ پر هر مسلمان لازمه ده چې د کمزورو او بې وزله خلکو لاسنیوی وکړي، په رښیتا چې ډیره د عبرت او پند څخه ډکه قیصه وه

    کریم الله ابتکار

ځواب ورکول moasen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *