د ژوند په وروستیو کې، هغه مهال چې انسان په ځان پوی شوی وي چې نور له دنیا تلونکی دی، څه ارمانونه لري؟
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې یوې استرالیايي نرسې، چې په دې برخه کې یې څېړنه کړې، ویلي چې د ژوند په وروستیو شېبو کې د انسانانو په منځ کې ۵ ارمانونه شریک ول.
دې نرسې، چې بروني ویر نومېږي، ویلي چې د مړینې پر وخت یې د ډيرو خلکو خبرې ثبت کړي دي او اکثرو خلکو د مړینې پر وخت ورته ارمان درلود .
بروني ویر وايي چې هیچا هم د مړینې پر وخت د ډيرو پيسو ګټلو ارمان نه دی کړی .
دې اسټرالیايي نرسې به له هغو کسانو سره چې د مړینې په حال کې و د ژوند وروستۍ دوولس اونۍ تیرولې او د هغوی خدمت به یې کاوه او له هغو خلکو سره به یې د امکان په صورت کې خبرې کولې.
دې نرسې له داسې خلکو سره د خپلو خبرو پر اساس یو کتاب لیکلي چې سرلیک یې دی« : د مړینې پر وخت د انسانانو پنځه ورته ارمانونه»
د بروني ویر په نوم دې نرسې ویلي چې:
اول : کاشکې مې دا جرات درلودلای چې په حقیقي معنا مې د ځان لپاره ژوند کړی وای. کاشکې مې د دې لپاره چې خلک څرنګه توقع لري یا د خلکو په خوښه، ژوند نه کولای.
بروني ویر وايي، هغو ټولو خلکو چې د ژوند په اخرو شیبو کې یې ما څارنه کوله دا ارمان کاوه. کله چې خلکو ته معلومه شي چې د ژوند اخري شیبې یې دي نو هغه وخت خپل تیر ژوند ته کتنه کوي او هغه وخت اسانه وي چې ورته معلومه شي چې څومره ارمانونه یې نه دي پوره شوي دي.
تر نیمايي زیاتو خلکو په خپله د خپلو ارمانونو د سرته رسولو لپاره خالي خیال پلو وهلی و او عملي یې هیڅ هم نه وو کړي. هغوی د مړینې پر وخت پوهیدل چې دوی په خپله دا انتخاب کړی و چې ارمانونه یې نیمګړي پاتې شي.
دا نرسه وايي: روغه سټه هغه ازادي انسان ته ورکوي چې انسان یې د ناروغۍ تر شیبې په قدر نه پوهیږي .
دوهم : کاشکې مې دومره ډیر کار نه کولای .
هر نارینه ناروغ د مړینې په وخت کې دا ارمان کاوه . زیاتره کسان داسې وو چې په خپل ژوندکې یې دومره کار کړی و چې خپلو کورنیو او ماشومانوته یې هم چندان وخت نه و ورکړی.
بروني ویر وايي، ټولو نارینه وو، چې ما یې په روغتون کې پالنه کوله،دا ارمان درلود چې کاشکې یې د ډير کار پر ځای زیات وخت له خپلو کورنیو سره تیر کړی وای.
دریم : کاشکې می د خپلو احساساتو د څرګندولو جرات درلودلای.
په ژوند کې ډیر داسې خلک هم شته چې خپل احساسات پټوي او د خپلې خوښې یا د خپل مخالفت د څرګندولو جرات نه کوي. ډير خلک د دې لپاره دا کار کوي چې له نورو انسانانو سره له جنجاله ځان وساتي.
مثلا، زما چای څښل بد ایسي، ته چای راوړې، زه وایم که اوس چای ونه څښم ته خپه کیږې او د زیاتې توضیح حوصله نه لرم نو چای څښم. ډير خلک په ژوند کې حتی ډير لوی کارونه د خپلې خوښې خلاف او د نورو د خوشالولو لپاره کوي.
داسې خلک چې په اصطلاح د قافلې په سر کې له تګه ویره لري او د ډير احتیاط په خاطر ژوند د منځ په قطار کې تیروي هیڅکله هم له هغه قابلیت څخه چې دوی یې لري پوره کار نه اخلي. داسې خلک بالاخره له ځان سره د جنګ او د خپل باطني کشمکش په خاطر ناروغه کیږي.
څلورم : کاشکې مې له خپلو ملګرو سره ارتباط ټینګ ساتلی وای.
ډیر خلک په خپل ژوند کې د زړو او پخوانیو دوستانو په قدرنه پوهیږي او هغه وخت ارمان کوي چې د مرګ په بستر کې پراته وي. ډيرو خلکو چې دې استرالیايي نرسې يې په اخرو ورځو کې پالنه کوله، ارمان کاوو چې ډير ښه دوستان یې بایللي دي. دا اسټرالیايي نرسه وايي، ټول خلک د مرګ په وخت کې د خپلو دوستانو ارمان کوي او ورپسې خپه کیږي.
پنځم : کاشکې مې د ځان د خوشالۍ زیات کوشش کړی وای.
اسټرالیايي نرسه بروني وايي: د ډېرې حیرانتیا خبره ده چې زیاتو ښځو او نارینه وو دا ارمان کاوو. دا کسان په زړو عادتونو کې ګیر پاتې شوي کسان دي. دا کسان هغه خلک وو چې له تغیر څخه یې ویره درلوده او د زړو عادتونو د بدلولو جرات یې نه کاوو. دې خلکو د مړینې پر وخت ارمان کاوه چې کاشکې یې یو وار بیا دا چانس درلودلای چې له زړه وخاندي .
ښکلی مطلب دی خو د «اسټرالیایي نرسه» اصطلاح په کې تر ستړي کوونکي حده ډېره کارول شوې ده.
دارمان کولو سخه مخکی عملی اقدام کول داخرت لپاره دابه دمرگ په وخت اودمرگ نه پس ژوندون کی به دخوشحالی سبب وی