جان اغا بهار |
د ځان په اړه یې درته وایم:
تجربه مې!
یو وخت کلي کې اوسیدو، زه د ښوونځي زده کوونکی او د جومات طالب العلم و، ترڅنګ مې له پلار، ورونو سره په کښت او کر کې هم مرسته کوله.
هغه وخت د کلي ژوند خورا خوږ و(!) هېڅ ویره نه وه، مونږ به د ورځني ژوند یوه برخه چې معمولاً هر مازدیګر کېده، د ولیبال لوبې ته بخښله، معمولاً په ولیبال سیالۍ کې مهمې برخې، چې( شوټ وهل، پاس کول، سنټر کول، بلاک کول …) برخې د هغوی وې، چې زمونږ څخه یې سن ډېر و، یعنې مشران ول.
دې لوبې ته زما پیل داسې و:
په لومړیو ورځو کې مې یوازې د لوبې ننداره کوله او د لیدونکو په ډله کې به ناست وم، یو وخت په لوبه پوه شوم، نفري توب( امپیري) به مې ورته کوله، دا خورا غټ باور او مسوؤلیت و د لوبې پر مهال، ځکه پرېکړه کوونکی وي، هره پرېکړه لورو ته د منلو وړ وه، ما دا باور وساتلو.
با الاخره ومې غوښتل چې زه هم لوبه وکړم، ټولو وویل: سمه ده.
په لومړۍ ورځ مې یوازې د میدان په وروستۍ برخه کې چې(تړ) یې بولي ودرولم، یو نیم بال مې رانېولو، څو ورځې وروسته یې راته(سرویز وهل) راکړل، وړتیا مې وښودله؛ څو ورځې وروسته یې د سنټر، یا لومړي توپ ورکوونکي چې پاستر ته یې ورکوي، خوا کې ودرولم، زړور وم، د شوټر له بال وهلو نه ویریدم، تر دې چې لومړی سنټري یې وټاکلم، څو ورځې وروسته مې پاستري شروع کړه، ان پحش او ډاچ شوټر شوم، باالاخره په ولیبال کې؛ تر ټولو مهم ځای چې غټ موقف یې بولي، د ښې ډاکې، یا ضلعې شوټر شوم.
په ولیبال کې موقف په دا ډول نېول کېږي، دا مې د ژوند رښتیني کېسه وه.
راځم دې ته چې له دې الګو باید څه ډول اخيستنه؟
په دې اړه فکر کول په کار دي. په دې باور ولرئ، چې هېڅ سړی په تصادف نه هوښیاریږي او نه هم ټاکلي هدف ته رسيږي، د دې هرڅه لپاره قوي ارادې او محنت کولو ته اړتیا ده، هغه چې د ستونزو او ټکرونو پر وخت دې، لکه د یو ښه مربي رهنما کړي او درته ووایي، چې ماته مه منه!
لا ځان محکم کړه، مقاومت وکړه او پر خپلو هیلو باور ولره چې هدف ته دې رسوي.
ښوونیز ډګر ته هم په همدې شکل سړی ننوځي، لومړی د مور د غېږې شاګردي او زده کړه، بیا مسجد او ښوونځی، با الاخره پوهنتون او نور لوړ مسلکي او تخصصي تحصیلات.
دندې ته هم په همدې ډول سړی ورننوزي، لومړی کارمند، بیا مدیر، رییس ان تر ټولو د لوړې کچې مامور.
د سیاست ګدۍ رسیدلو لاره هم د ژوند لوړې ــ ژورې دي، له تحتانیت نېولي تر فوقانیت پورې؛ خو د دې هر لارې غوښتنه دا ده چې د ژوند تر وروستیو به د تسلیمۍ القاب او د ندامت نوم ځانته نه ږدې!
۱۳۹۶/لړم/۳ جلال اباد ص ف دفتر
اساس خبری دی وکړی