تاند- د افغانستان د ښاري براختیا او کور جوړولو وزیر نن /پنجشنبه/ په کابل کې د هند له سفیر سره له کتنې وروسته وویل چې هندوستان په افغانستان کې د کور جوړولو پر پروژو ۴۵۰ ملیون ډالر لګوي.
د ښاري پراختیا وزیر سید سادات منصور نادري په کابل کې د هند له سفیر مانپریت ویهرا سره په افغانستان کې د هند په مرسته د ارزانه کورونو د جوړولو په اړه پر خپلو پلانونو او نقشو یا ماډلونو د نظرونو تبادله وکړه.
هند ویلي چې له پاکستان څخه د بېرته راستنو شویو افغان کډوالو لپاره په افغانستان کې ارزان بیه کورونه یا کوچني اپارتمانونه جوړوي.
ښاغلي منصور نادري وویل چې د هیواد د ښارونو د ملي پراختیايي پلان د یوې برخې په توګه په داسي ماډلونو کار کوي چې د افغانستان له چاپېریال، طبعیت، او ټولنیزو او اقتصادي شرایطو سره برابر وي.
د فبرورۍ په ۲۶ مه د د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي مامور سوبا رایدو د هند د مالیو په ملي اکاډیمۍ کې د افغانستان د عوایدو د ریاست د یو شمېر مامورینو د روزنیز کورس د پای په مناسبت غونډې ته وویل«هند غواړي افغانستان ته د بېرته ستنو شویو افغانانو لپاره په ارزانه بیه کوچني کورونه جوړ کړي.»
ده وویل چې هند تر دې وړاندې په افغانستان کې ګڼ سړکونه، د برښنا رسولو پروژې او کلینیکونه جوړ کړي دي.
هند په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان په بیارغونه او انکشاف کې د پام وړ رول لوبولی دی.
د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ، د زرګونو کدرونو روزل او بې شمېره نورې پروژې له افغانستان سره د هند د خلاص لاس مرستو بېلګې دي.
هند د څه باندې دوه ملیارد ډالره مرستې ترڅنګ، چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې پر بیارغونه لګولي، تېر کال یوملیارد ډالره نوره مرسته هم اعلان کړه.
راشه ګوره د هندو انسان احسان ته
ببیا ومخ کړه خپل دینی ورور پاکستان ته
جوړ کورونه ورانوي جوړول بند کړي
شیطانان را استوی افغانستان ته
خدایه ستا خلیفه وژني نه وېرېږي
دوزخونه کړې نصیب داسې انسان ته
مخ یی تور په دې دنیا کړې زما ربه
ورسږې د افغان اه اوفغان ته
اوس مسلم دکافرۍ په
کاروبار کې
د سالار لقب ګتلی دی خپل ځان ته
دزخمي دزړه دردونه به څه روغ شي
چی عالم په عمل ورته وي شیطان ته