د نفوس له ګڼوالي سره ګڼې ستونزې، اندېښنې او د راتلونکي په باره کې ننګونې را برسېره شوې دي، چې په نوره نړۍ کې يې په اړه تصاميم نيول کېږي خو موږ تر ډېره ترې بې خبره يو. د ژوند مناسب چاپېريال د سوکاله او خوشحاله ژوند لپاره لازمي دی خو موږ د ژوند لپاره مناسب چاپېريال نه لرو او نه يې په اړه کار او غور کوو.

له ۱۹۷۲ زېږديز کاله را په دې خوا د جون پنځمه د چاپېريال ساتنې د ورځې په نوم نمانځل کېږي، چې پر اساس يې د چاپېريال د ساتنې د اهميت په باره کې بېلابېل ګټور پروګرامونه تر سره کېږي، يوازې دا نه چې د چاپېريال ساتنې لپاره يوه ورځ ځانګړې کېږي، بلکې هره ورځ نور خلک دا کوښښ کوي، چې خپل ښار او چاپېريال پاک وساتي خو په افغانستان کې تر اوسه دا ذهنيت لا نه دی عام شوی، چې خلک دې د چاپېريال ساتنه کې برخه واخلي.

د اسلام د سپېڅلي دين د احکامو پر اساس هم بايد انسان د ټولنې او جامعې په خير واوسي او همدارنګه په ديني رواياتو کې په دې ټينګار شوی، چې انسان دې له مضرو کارونو لاس واخلي او ټولنې ته دې خير ورسوي.

په حديث شريف کې راځي، مسلمان چې ونه او بوټی وکري او له هغه څخه انسان او يا حيوان استفاده وکړي، دا به د همدې انسان لپاره صدقه او خيرات وي، چې کر يې کړی. په ديني رواياتو کې لولو، چې له لارې څخه د ضررناکو څېزونو لرې کول هم په صدقه کې راځي نو دې هر څه ته په کتو، چې هم معاصره نړۍ له موږ څځه د چاپېريال پاکي غواړي او هم زموږ دين موږ ته لاره ښيي، چې بايد خپله لاره، خپل کور او محيط پاک وساتو نو بيا د څه انتظار کوو؟!

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ودان افغانستان ګوند غړيو د ښار د پاکوونې يو پراخ کمپاين تر سره کړ، دوی د کمپاين پر مهال له رسنيو سره دوه مهمې خبرې شريکې کړې؛ لومړی دا چې کمپاين يې په دې موخه پيل کړی، تر څو خلک فکر وکړي، چې رښتيا هم ښار د دوی ګډ کور دی او بل دا چې د اشر کلتور يو ځل بيا راژوندی کړي.

يوه بله مهمه خبره دا ده، چې موږ لا هم په ځينو کارونو شرمېږو او په تر سره کولو يې ځان راته سپک ښکاري او حال دا، چې هغه کار به هيڅ داسې بد نه لري، چې زموږ انساني کرامت ته زيان ولري. د ښارپاکوونې مامورين هم زموږ په څېر انسانان دي، له هغوی سره بايد نور ښاريان فاصله ونه لري. د دې کمپاين پر اساس چې د ودان افغانستان ګوند له لوري تر سره شو، خلکو ته دا پيغام هم لري، چې هيڅ ټولنيز خدمت شرم نه دی او په دې سره زموږ ټولنه لا همغږې او يو موټی کېږي.

دا کمپاين نور پيغامونه هم لري خو تر ټولو لوی پيغام يې دا دی، چې موږ بايد خپل ښار خپله پاک کړو، نور پلاستيکونه، بې کاره مواد او هر څه چې ښار چټلوي او زموږ اړتيا نه پوره کوي، په سړک او ښار کې وانه چوو.

د ښاريانو تر څنګ د ښاروالۍ ادارې هم مسولې دي، چې ښارونه تنظيم کړي، د بېلګې په توګه په همدې ګردېز ښار کې چې ودان افغانستان ګوند پکې د پاکۍ کمپاين تر سره کړ، د قصابانو دوکانونه د ښار په هر واټ موجود دي، چې اکثريت چټلۍ له همدې قصابيو څخه دي. د ښار په مرکزي څلور لاري کې حلاله کېږي نو دا د ښاروالي او حکومتي ادارو مسوليت دی، چې بايد د ښار تنظيم ته جدي توجه وکړي.

د چټليو د انتقال او ترې د دوباره استفادې لپاره هم بايد حکومتي ادارې يو پلان ولري. هغه مواد، چې په نوره نړۍ کې دوباره په ګټورو موادو بدلېږي، بايد دلته هم يو سيستم ورته جوړ شي او له چټليو څخه دې د کمپوسټ جوړولو ته زمينه برابره شي.

مخکې مو د نفوس د ګڼوالي خبره وکړه. هغه ټولنې چې فقر ځپلې دي او افراد يې زموږ په څېر ب�� همته دي که په حال کې د راتلونکي غم ونه خوري په راتلونکي کې به ستونزو له ګردابونو په مشکله وزي.

دا کمپاين د خير ښېګڼې پيغام هم لري او خلکو متوجه کوي، چې د ژوند په هره چاره کې دې د ښېګڼې فکر او عمل ولري. زموږ به هم وروستۍ غوښتنه له هر ښاري او هر مسول چارواکي د لقمان حکيم د نصيحت مطابق دا وي، چې خلکو ته په خير رسولو کې سستي مه کوئ!

One thought on “د ښار پاکۍ کمپاين او ګڼ پيغامونه!!! / اسماعیل لاروی”
  1. وایی: واحـــــــــــــــــــــــــدالله وســــــــــــــــــــــــیم

    ډیر ښکلی اقدام دی خدای دوکړی چی ټول هیوادوال دښار پاکوالی په نظر کی ونیسی او خپل ښار پاک وساتی

ځواب ورکول واحـــــــــــــــــــــــــدالله وســــــــــــــــــــــــیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *