د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د موافقې په اړه د افغانانو عکس العملونه چې په ټولنیزو شبکو کې یې څرګند کړي دي.

مجید قرار:

ځیني وروڼه د جان کېري لخوا د پرېکړو په وینه خفه دي. جان کېري مینځګړیتوب کړی، موږ د زورور لوري میانځګړیتوب ته اړتیا درلوده. دا ډېر پر ځای کار وشو. شکر وباسئ چې جان کېري، د نړۍ د تر ټولو بانفوذه هېواد د استاځی په حیث ولاړ دی، شکر وباسئ چې د ضیاءالحق کنجر زوی او د هیرامنډیانو دلال نوازشریف نه دی ولاړ. شکر وباسئ چې مشران مو د پېښور د څمکنیو د دارالایتام په انګړ کې د سیاسي یتیمانو په څېر نه دي ولاړ. شکر وباسئ چې د پېښور په ګورنر هاوس کې، یا د پېښور په کمشنرۍ کې د رستم شاه مهمند پر دستارخوان نه دي ناست. شکر وباسئ، چې ستاسې راپور تر همدې جان کېرې پورې حنا رباني کهر نه ور رسوي.

قرار په بله تبصره کې وايي:

پر ملي وحدت ولاړ حکومت د غني د منشور اصطلاح ده. نن ډاکټر غني دوه شرطونه وړاندې کړل، او د مذاکراتو له صحنې ولاړ. وروستۍ خبره یې دا وه چې تاسې دغه دوه خبرې پر ډاکټر عبدالله ومنئ، بیا ما ته حال را کړئ. ډاکټر خپل آرام ځای ته ولاړ، بیرته حال ورکړل شو چې عبدالله پر دواړو قانع شو. لومړی دا وه چې د ځینو پر ځای دې ټولې رأیې تفتیش شي، چې زموږ د نظام مشروعیت سل په سلو کې تضمین شي. دوهمه دا چې زما د راتلونکي حکومت اصل “پر ملي وحدت بناء حکومت” دی، نه سهامي، نه ایتلافي او نه حتی مشارکتي … غني دا اصطلاح او طرز ځکه وړاندیز کړ چې دغه طرز د غني په منشور کې شرح شوی دی. د دې ډول حکومت پر بنسټ واک د ولسونو د نماینده ګانو په نامه پر اشخاصو نه، بلکې د کفایت پر اساس، د ولس پر افرادو وېشل کېږي. د دې طرحې پر اساس به په اردو، امنیتي ځواکونو، وزارتونو، قراردادونو، سفارتونو او ټولو بنسټونو کې د ولسونو د برابرۍ اصل پلې کېږي، نه دا چې له کندهاره شېرزی را وغواړه، له غزني دلیلي، له پکتیا حق ویون او عنوان ورکړه چې بس ټول خلک په واک کې شریک دي. غني د دې اصلاحاتو لپاره ستاسې ننګه غواړي. کله چې غنی ووایي اردو ته سرتېري راکړئ، باید زامن او وروڼه ورکړئ، کله چې ووایي د پولیسو اکاډومۍ ته زامن راکړئ، باید ور وایې ستوئ. کله چې وایي د ښاروالیو په ټاکنو کې برخه اخلئ، باید برخه واخلئ. کله چې ووایي د امنیت په ساتلو کې مرسته راسره وکړئ، باید ورسره ویې کړئ. دې ته پر ملي وحدت ولاړ حکومت وایي.

بهیج عثماني:

د ډاکتر غني ټولې ډلې ته وايم، په ننيو خبرو اترو کې مو بايللې ده. دا څه مانا لري چې د اته ميليونو رايو له بيا پلټلو روسته به بيا هم ډاکتر عبدالله راته د ملي‌يووالي تر نامه لاندې يو اېتلافي حکومت جوړوي. ولس سپيناوی غواړي. زه نه احساساتي يم او نه ژر پرېکړه کوم خو دا معامله راته بېخي بل ډول ښکاري.

امرالله صالح:

امیدوار اما با احتیاط :
آنسوی سکه ای غرور ملی ما …….
با پنج هزار سال تاریخ ، با اعجاز مقاومت در برابر اسکندر کبیر ، مغول ها ، فروپاشاندن اموی ها ، انگلیس ها ، روس ها ، پاکستانی ها، با افتخار آفرینانی چون سردار عیاران یعقوب لیث صفار، سلطان نامدار محمود غزنوی ، جهانگشای جوان احمدشاه درانی و اسطوره ابر قدرت شکن احمد شاه مسعود ، با گنجینه ادب و تفکر چون مولانای روم ( بلخ ) ، بو علی سینا تا متفکرتاریخ معاصر ما سید جمال الدین افغانی ……………………………. این فهرست دراز است.
همین ملت با همین عمق و ریشه وقتی در بن بست تقلب و شفافیت قرار گرفت نتوانست از دام یک حلقه خود محور و حریص خودش را برهاند و چشم دوخت به آنسوی ابحار تا بیایند و گره را باز کنند. حالا از آن بالایی های بالا تا توده های آفتابزده، گرسنه و تشنه همه انتظار معجزه عصر ما را داریم. وقتی آنسوی سکه ای غرور ملی ما را می بینم میخواهم همان شعر دراز را به رسم اعتراض به همه چیز از سر بخوانم که : بیا که گریه کنیم………………………. افسوس
کس ندانست که منزلگه معشوق کجاست
این قدر هست که بانگ جرسی می آید.
افسوس

عماد الدین قایم:

د جان کیری څخه د ډاکترعبدالله د غوښتنوپه تړاو یوه ډیره پخوانۍ کیسه راپه یادشوه ھغه داچی د خوست په ختیځه برخه کی یوکلی “ډبکی” نومیږي ، په ډبکي کی یوپیر اوسیدوچی خلکو به د”مُقتدا صیب”په نوم یادولو.د ټول خوست خوپه خاصه توګه د ګُربزو او وزیروخلک به د دعا او لاس نیوي لپاره ورتلل.زیاتروخلکوبه د ځانونوسره ښی ډبلی شکرانی ھم وروړي.یوه ورځ یوپوخ ځوان د شکرانی سره ورغی چی د خپل مطلب او مُراد د پوره کیدولپاره د مُقتدا صیب دعا ترلاسه کړي ، مُقتدا صیب چی د ځوان ډبله شکرانه ولیده نو د ځوانڅخه یی د ھغه د مشکل په ھکله وپوښتل ، ځوان په ډیره عاجزۍ ځواب ورکړو وی یی چی “مُقتدا صیب قُربان دی شم ، اولاد نلرم ، دعاراته وکړه چی خدای اولاد راکړي” . مُقتدا صیب ځوان ته د زړه له اخلاصه دعا وکړه،له دعا وروسته یی له ځوان څخۀ وپوښتل وی یی ” عزیزه ! څومره وخت کیږي چی واده دی کړیدی؟”،ځوان غلی ځواب ورکړو وی یی” مُقتدا صیب جاردی شم،واده می ندی کړی ،که واده می کړی وای بیامی ستادعاګانی څه کولی …..”.

نور محمد ضیا:

ښه شو چې تفاهم وشو او د مانډس خان له پاچاهۍ نه خدای خلاص کړو. مانډس، زړه کې ګوړې ماتولې، چې ګوندې کیسه ورپاتې شي.
‫#‏هیلې_یې_په_اوبو_لاهو_سوې

تمیم عاصي

به کوری چشم نفاق اندازان که رقابت سیاسی را مبدل به دشمنی شخصی و قومی کرده بودند و از آدرس این دو شخصیت ملی چی دشنام های به این و آن نثار میکردند.

خوب بغل کنید یکدیگر را تا این کور دلان ببینند و در این حالات یک ماچ و دو ماچ هم اگر ضرورت بود روا باشد!

عبدالستار سعادت (د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رييس)

د ټولو رايو تفتيش د ټاکنو د شفافيت د تامين په لار کې يو ستر ګام دی, مونږ يې هر کلی کوو او د متحده ايالاتو د مثبت رول د لوبولو له امله ترې مننه کوو. د خپلو دواړو محترمو کانديدانو نه هم د زړه له تله مننه کوو چې خپل هېواد سره يې مينه وښوده او د خپل ولس اندېښنې يې لرې کړې.

حلیم فدايي

ملي يووالی زموږ ارزښت دی!
ملې وحدت هغه ارزښت دی چې د ولسونو ترمنځ له پېړيو پېړيو ژوندی او څپاند دی. اما په ۱۳ کلنه موده کې ځينو قومي ټېکدارانو قومي او سمتي يووالې ته د څو دلالانو ګډون ته د ملي وحدت نوم ورکړی وو، نو ځکه د ځينو ملګرو دا اندېښنه پرځای ده چې ملي وحدت د تېر تکرار نه وي، اما داسې نه ده. نني غونډه ځکه و ځنډول شوه چې د ډاکټر اشرف غني دريځ دا وو چې:
۱. په رېښتينې توګه د تقلب څېړل په هغه صورت کې ممکن دی چې يوازې د ۸ ولایتونو، ۱۱۰۰۰ صندقونو پر ځای د ټول افغانستان د ټولو ولایتونو هره رايه و شمېرل شي چې په ډېره مشکله سره ښاغلی عبدالله عبدالله دا وړانديز ومنلو.

۲. که چېري د ملي وحدت مفهوم د سهامي شرکت، مشارکتي حکومت، معاملې، او يا ددوی سره د ګډ دولت لپاره وای، بيا دا خبري دومره نه اوږدېدلي او بيا د آراوو تفتيش ته اړتيا نه وه. دا ځکه اوږدې شوې چې دلته له ملې وحدت څخه هماغه دافغانانو طبيعي وحدت دی، نه ایتلافي حکومت. ډاکټر غنې په مطبوعاتي کانفرانس کې اشارتا وویل چې سياست دکانداري نه ده چې په کې معاملې او پيسې تبادله شي بلکې اصول، قوانين او برنامې دي. زه تکرارا وایم چې دا پرېکړه د ملت د ارادې په ګټه ده او نورې ټولې بهانې ختمې شوي. بايلونکی به نور د شخصي ګټو لپاره د تقلب چیغي نه وهي او پايلې به مني. د يوه سوچه مشروع دولت شاهدان به يو، انشالله!

۳. د ټاکنو کميسونونه يوا زيني مرجع ده چې دا کار به ترسره کوې. او د افغانستان د قوانينو په چوکاټ کې به د افغانانو په لاس د ټولو ناظرينو ملي او بين المللي په ګډون تر سره کېږي.

ادم خان سیرت:

خپله خبره!
خداي شته زه خو نن دانتخاباتو دجنجال په پاي ته رسيدو خوښ شوم خو كاش دا جورجاړى د افغانانو لخوا شوى واى’.

ژمن میرزکوال:

د ملي یوالي پربڼسټ، حکومت جوړونه یانې څه؟

ملي حکومت، ېو ملي رهبر او ېا د واک مرکزیت لري، او همدا ملي رهبر د حکومت په ټولو چارو، سیاسي ـ حکومتي تشکېلاتونو او ملي کړنو کښې د ټولو مېشتو توکمونو او قومونو ونډې او مسئولیتونه، د ښې حکومتوالۍ د ټولو معیارونو او قوانینو پرمټ تنظیموي، او پرلېکه کوي یې.
د ملي یوالي حکومت، د ټولو وګړیو مشارکت ته ژمن دی؛ خو اصل به یې وړتیا، هېوادنی هوډ او حکومتي قوانینو ته ژمنتیا وي. که چېرې، په حکومي تشکېلاتو … کښې ګومارنې راځي؛ نو ټول ملت به ځان پکښې ویني او همدا تشکېلاتي جوړښت به د ملت د ارادې ملي هنداره وي، او همدا هنداره به د ېوه متحد حکومت څېره انځوروي، او همدا حکومت به ټول حکومتي خدمات د ټولو وګړیو، سېمو او ګڼو قشرونو ترمېنځ د ټولنیز عدالت په مټ عرضه کوي.
د ملي یوالي پربڼسټ حکومت جوړونه، د وګړیو ترمېنځ د ارزښتونو او ګټو مشترکات پېدا کوي، او د ملي ګټو او ارزښتونو څخه د ساتنې او بډایېنې ټولیز ـ ملي ذهنیت په ملت کښې رامېنځ ته کوي!

ابراهیم شینواری

د ملي یووالي پر حکومت توافق له بحران څخه په مراتبو بهتر کار دی. خو افغانان باید په راتلونکو ۵ – ۱۰ کلونو کې هیواد له قوم ګرايۍ څخه سیاسي لور ته بوزي، چې د لویو افغانستانشموله ګوندونو د جوړولو له لارې د بیلابیلو سیمو او ټولنیزو ګروپونو افغانان یو له بل سره یو ځای وي او له بحران او انحصار څخه ونه ویریږي.

ساده ابراهیم خېل

د غني يوه غني اشاره:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اشرف غني وویل، چې موږ نن یوې تاریخي موافقې ته ورسیدو. موږ به سل فیصده رایي تفتیشوو البته /دا کار په نړۍ کې بې ساری دی/

البته دا کار په نړۍ کې بې ساری دی. دغه جمله ډېرې اشارې لري چې ځينې 
يې ماته داسې وبرېښېدې:
۱، په نړۍ کې له هېڅ بریالي کانديد سره دا ډول بې عدله او بې انصافه چلند نه دی شوی. 
۲، په نړۍ کې هېڅ ټاکنيزه پروسه دا ډول نه ده چلنج شوې.
۳، له افغانانو سره يو ځل بيا نړيوال توپيري چلند وشو.
۴، د نړۍ په هېڅ هېواد کې هم داسې نه دي شوې چې ۸۵٪ حق په جانب ولس له ۱۵٪ ولس(؟) سره چې په ناسمه روان وي د دوی په خوښه نتيجه لرونکي مذکرات وکړي.
۵، په نړۍ کې به هېڅ داسې بريالی کانديد او مفکر نه وي چې د ولس د ملاتړ سره سره يې د مقابل لوري هر ډول اپلتې اوريدلې او مناسب مودب ځوابونه يې ورته ويلی وي.
۶، لکه څنګه چې د هېواد اوسني حالات له بل هر وخت سره توپير لري، دا هرڅه يواځې او يواځې د ملي خير ښېګړې لپاره وشول نو ځکه بې ساري هم دي.
۷، د نړۍ په هېڅ هېواد کې هم داسې نه دي شوې چې ټاکنيز کمسيون يو کانديد بريالی اعلان کړي، برحال دولت د لوړې مراسمو نېټه علان کړي او د نړۍ يوه برخه هېوادونه هم مراسمو ته په ټاکلې نېټه دعوت شوي وي خو له دې سره سره بيا هم حالت چورلټ تغيير وخوري.

 

7 thoughts on “د ښاغلیو غني او عبدالله د موافقې په اړه د خلکو نظرونه”
  1. د سلام په وړاندی کولوسره
    زه نن ډیر دی ته خوشحاله یم چی ټول افغانان یو ځلی بیا دی ته امید واره شول چی هو افغانان هم کولی چی یو بل ومنی او د افغانستان دښمنانوته دا وښیی چی مونږ نور د هیڅ چا په غلامی نشو کولای .نو د خدای له دربار څخه په دی مبارکه میاشت کی دا تمنا لرم چی نور دی زمونږ ملک آباده لری .البته دیوقوی او په ملی یو والی ولاړ حکومت په درلودلو سره

  2. شورش
    په ملى وحدت ولار حكومت دى داكتر احمدزى په خپله تشريح كرى چى زمونژ دتولو تشويش رفع شي تاسى اوس له دخبرى دبيدل صاحب شعر مه جوروي چى هـرحًوك يي په خپل زعم تفسير اوتعبيروى كه داكتر احمدزى اعتلافى يا هر دول حكومت له عبدالله سره يا دعبدالله له مكروبونو سره جور كرى له احمدزي نه به هم كرزى جورشي چى حًوك يي په خوله پياز نه خورى او خپل اعتبار به له لاسه وركي او ملگرى يي به دى يوازى پريژدى

  3. دلته په دغه نوشته کی یو جنګ سالار، غله قاتل او ډ پنجاپ او واشنګټن مشترک جاسوس، د پښتنو ازلی دښمن، د بادمعاشانو مشر د قاتلینو مدافع او بی شرمه وطن پلورونکی امر الله صالح هم خپل نظر په ډیره بی شرمی سپین سترګی او بی غیرتی سره لیکلی. دا سړی داسی فکر کوی چی کله دی د جاسوسو بادارانو لخو یی بی واک کرزی ته معرفی شو او بیا خرڅوو شوو وکیلانو ورته د دده بادار د امر سره سم رایه ورکړه اوس نو فکر کوی چی دی ملی شخصیت دی ، زموژ ځواب دادی چی دلته ډیر وطن پلورونکی لکه ته، عبدالله عبدالله ، کارمل او شاه شجاع وجود لری چی خپلو بادارانویی راوستی ته هم د خپل بادار په زور دسته اوسه اما فکر ومه کوه چی ته هم ملی شخیت شوی دا خلک مزدوران ښه پیژنی.
    د زردشت په مکتب کی روزل شوی دا جاسوس او وطن پلرورونکی بیا وایی د فلان فلان او فلان په شان، د امویانو دماتولو موضوع یادوی ددی نه معلومیژی چی دده اصلی مفکوره همغه د فارس د امپراتوری مفکوره ده چی خدی یی ایران اوقبله یی پاساګارد دی. داخلک غواړی په اسلامی خلافتونو پسی د تبلیغاتو له لاری داسی خلکو ته تفهیم کړی چی د عربی ځمکو څخه راغلی مفکوره اصلآ اسلام او دین ندی بلکه یو عربی مفکوره دی او ددغه ځای د خلکو اصلی مفکوره همغه زردشتیزم دی چی په اصل کی دفارس دیهودو سلسلی ته ځی. دغه قاتل او جاسوس په کنده هار کی ۱۵۰۰ مشران صرف ددی په نامه شهیدان کړی چی دوی غواړی د طالبانو په مقابل کی خلک تحریک کړی (بسیج ) یی کړی اما اصلی هدف یی د پښتنو د کامل محکومیت سره کاملآ سر خوری. دلته هدف داوو چی خلکو ته ددغه نامتو متعصب او د پښتنو د قاتل په اړه معلومات ورکړو. ددی سړی د ریاست په وخت کی مستنطقینو په بند کی قرآن ته په کراتو مراتو سپکاوی کړیدی.

  4. دلته په دغه نوشته کی یو جنګ سالار، غله قاتل او ډ پنجاپ او واشنګټن مشترک جاسوس، د پښتنو ازلی دښمن، د بادمعاشانو مشر د قاتلینو مدافع او بی شرمه وطن پلورونکی امر الله صالح هم خپل نظر په ډیره بی شرمی سپین سترګی او بی غیرتی سره لیکلی. دا سړی داسی فکر کوی چی کله دی د جاسوسو بادارانو لخو یی بی واک کرزی ته معرفی شو او بیا خرڅوو شوو وکیلانو ورته د دده بادار د امر سره سم رایه ورکړه اوس نو فکر کوی چی دی ملی شخصیت دی ، زموژ ځواب دادی چی دلته ډیر وطن پلورونکی لکه ته، عبدالله عبدالله ، کارمل او شاه شجاع وجود لری چی خپلو بادارانویی راوستی ته هم د خپل بادار په زور دسته اوسه اما فکر ومه کوه چی ته هم ملی شخیت شوی دا خلک مزدوران ښه پیژنی.
    د زردشت په مکتب کی روزل شوی دا جاسوس او وطن پلرورونکی بیا وایی د فلان فلان او فلان په شان، د امویانو دماتولو موضوع یادوی ددی نه معلومیژی چی دده اصلی مفکوره همغه د فارس د امپراتوری مفکوره ده چی خدی یی ایران اوقبله یی پاساګارد دی. داخلک غواړی په اسلامی خلافتونو پسی د تبلیغاتو له لاری داسی خلکو ته تفهیم کړی چی د عربی ځمکو څخه راغلی مفکوره اصلآ اسلام او دین ندی بلکه یو عربی مفکوره دی او ددغه ځای د خلکو اصلی مفکوره همغه زردشتیزم دی چی په اصل کی دفارس دیهودو سلسلی ته ځی. دغه قاتل او جاسوس په کنده هار کی ۱۵۰۰ مشران صرف ددی په نامه شهیدان کړی چی دوی غواړی د طالبانو په مقابل کی خلک تحریک کړی (بسیج ) یی کړی اما اصلی هدف یی د پښتنو د کامل محکومیت سره کاملآ سر خوری. دلته هدف داوو چی خلکو ته ددغه نامتو متعصب او د پښتنو د قاتل په اړه معلومات ورکړو. ددی سړی د ریاست په وخت کی مستنطقینو په بند کی قرآن ته په کراتو مراتو سپکاوی کړیدی

  5. زما په آند چې که حل د ستونزي درایول سل په سلو کې وشمارل وې زه بیا هم اندښنه لرم چې کومه بله پلمه رامنځ ته نکړي، مونږ وکتل چې په یوه خبره او یو وړاندیز ولاړ خلک ندې هغه د پښتو متل چې ژبه لمده ده په هر لور یې چې تاوه وې تاویږي.

  6. تبصره:
    زما په آند چې که حل د ستونزي درایول سل په سلو کې شمارل وې زه بیا هم اندښنه لرم چې کومه بله پلمه رامنځ ته نکړي، مونږ
    وکتل چې په یوه خبره او یو وړاندیز ولاړ خلک ندې هغه د پښتو متل چې ژبه لمده ده په هر لور یې چې تاوه وې تاویږي.

  7. ټولو ورونو ته په درناوی ! زه ماپه نظر دا کار دوه ارخه لری اول . که چرته په ریشتیا همداسی وی لکه څرنګه چی په مطبوعاتو کی اعلان شوه نو ورته خوشبین یم او پری خوشحاله یم او د الله تعالی نه غواړم چی نور دا زوریدلی ملت دبدبختیو نه خلاص کړی امین او دوهم دا خدای مکړه که چرته خبره د پردی ترشاه بل قسم وی یعنی اتلافی حکومت یی رامنځته کړیوی او د رایو شمیرنه یی پدی خاطر متبوعاتو ته ورکړی وی چی ملت پری وغلوی نو واقعا چی دا به د ملت د رایو سره په څرګنده ۍظلم وی او ملت به بیا په چا اعتبار ونکړی او په اینده کی شاید پدی پیمانه څوک په ټولټاکنو کی برخه هم وانخلی . خو امیدوار یم چی الله تعالی به نور افغانستان ددی بدبختیو نه نجات ورکړی
    خو غواړم چی پام مو یوی بلی موضوع ته راواړو او هغه دا چی د ولسی جرګی پرونی پریکړه مو څه نظر دی همدا دوی ددی ملت ټیکداران دی دوی اوس دومره کمزوری شو چی د وکالت نه ورسته خپلو بچو ته یوه مړی ډوډی نشی پیداکولای ځکه یی داسی قوانین تصویب کړه زه ویم الله تعالی دی ورته سخته سزا ورکړی او امید دی چی ولسمشر یی توشیح نکړی وسلام

  8. زه باوری یم چی ایتلافی حکومت جوړیدونکی دی او که جوړ شی نو د کرزی له حکومت څخه به ډیر خطرناک او د افغانانو په زیان وی
    دا څنګه کیدای شی چی صرف په څو ساعتونو کښی ګل مرجان دا ومنله

  9. سلام دتاند محترم مسولينو
    ديره مافى غوارم يو پشنهاد لرم : تاسو دشاغلى غنى اوعبدالله دموفقى په اره ليكلى دخلكونظرونه كه دخلكو پرحًاى دافغانانو نظر وليكل شي حًنگه به وى
    مننه

  10. وایی چی زور کاکاست که انګور در تاکهاست. ګل مرجان خو نه منله او اوس یی ژر ومنله. نه یی کمیسیونونه منل ، نه دولت او نه انتخابات . یواځی ارګ او که نه وی نو موازی حکومت او د موازی حکومت روبسپیر « امرالله صالح » خو ویل چی په زور به د خپل بریالی ولسمشر پر مخ د ارګ دروازی پرانیزم. استا عطا خو لا پخوا په رسمیت وپیژاند او دهغه اوامرو ته یی ځان ملزم وباله.
    د کرزی د زمانی په شان افغانستان له قحط الرجال سره نه دی مخامخ. راتلونکی په ځوانو کدرونو پوری اړه لری . هیله ده چی راتلونکی حکومتونه که هرنوم ورباندی ږدی دهیواد ټولوخلکو ته په مساوی ډول سهم ورکړی او پوه ، تجربه او لیاقت د هرڅه معیار وټاکل شی.

  11. محترم داكتر اشرف غني.
    محترم داكتر عبدالله زه ستاسي به شخصيت ،أهليت ،بوهه ، دانش او يا داجه ملت سره جا ديره جفا ،او وفا كري بحث نه كوم خكه جه دواره خيري به هر أر خيره توكه تول ملت بيزني او تاسي دواره هم به دي بوهيزي جه كوم يو أهليت او لياقت د دي جوكي لري كه مو يو بل ته احترام سبارلي وي داهل وآلاته يو بل تير شوي وي مونز به هم نهايت خوش وو جه واقعا بوه أوبا دانشه او واقعي سياستمداران لرؤ داجه دا كار مو ونه كره مونز تاسي نه كيله لرؤ جه ولي حق ته نه تسليميزي حق ،حق دي به حقه خداي راضي دي .
    داجه به اينده هر يو له تاسي جه بريالي كيزي رئيس جمهور انتخابيزي لأندي تكي ديادوني ور بولم
    ١ – ريس جمهور دملت مشر ،واجب الاحترام ،او ملت ته مسول شخص دي
    ٢- ريس جمهور دتول ملت مشر او دملت تولو أطباعو ته بايد به درنده او يوه ستركه وكوري تبعيض كناه ده
    ٣- ريس جمهور خبله كأبينهء دملي وحدت به جوكات كي داهل كار أشخاصو خخه تشكيله سفاريشي كأبينهء بايد نه أوسي يعني سهامي شركت ونه أوسي
    ٤ – د دولت تول تعينات مسلك او بوهي لاري بايد صورت ونيسي
    ٥- دا منيتي اوركانونو قدري تشكيلات مسلك ،بوهي ،تجربي دلاري جدي دبام وردي
    ٦- أجير ويا أجور تي قواي مسلح بايد به بشكي توكه سر ونيسي بشكي اردو بعدي ذخيره كاه دقو أي مسلح ده او وطن دي ته نهايت ضرورت لري دبلي خوا اقتصادي برابلم هم دمنخه وري
    خبري ديري دي زه خبلي خبري لندوم او وايم .
    داجه هر يو كاميابيزي ناكام شخص هيخ حق دم د مداخلي دكاميابه اولسمشر به دنده كي نه لري ملت بو ه شه او اولسمشر ناكام كانديد هم دملت ديوه غري به توكه دهر نوع شرائطو سره جه د هيواد نور وكني زوند كوي دي هم خان اعيار كري دمداخلي او سهامي شركت جور ولو حق نه لري سهامي شركت دوطن دا بادي سبب نه بلكي وطن دوراني او كدودي سبب كرخي كار داهل كار بيا هم كار داهل كار ته وسبارل شي
    ريس جمهور بر علاوه ددي جه ريس جمهور دي دسرقوماندان اعلي به توكه بايد احترام وشي

  12. ویل کیږی چی کیری عبدالله ته د بي ۵۲ یوه کوچنی طیاره ورکړه او ویی ویل دا منې که د افغانستان د خلکو د انتخاباتومشروع نتیجه. نو هلته د شوراط نظار د ډلې بل غړی امرالله چرسي هم ناست وو نو په ټیټ اواز يې وویل عبدالله قبول کو اګر نه او کون ما خلته کثافات جور خواهد کرد. این کرزی نبود کیرزي بود در این روز های اخر حکومت هم ماره یک سوټه زد

  13. زه فکر نه کوم چه امریکا دی د داکتر صاحب عبداله او د هغه دډلی لپاره خپل پرستیژ په منطقه او نړیواله کچه دومره د پښو لاندی کړی چه د ۱۳ کالو هڅو سره سره یئ د کار نتجه بیرته هغی نقطی ته په شا لاړه شی چه د کوم ځای نه یئ شروع کړی وه. دا پدی معنی چه د یو ایتلافی حکومت تحمیلول به اوسنی حالت کی به د بن د سهامی شرکت څخه څه ځانګړی توپیر ونه لری. هیله ده چه د رایو د دوباره شمیر نه وروسته داسی یو ملی حکومت جوړ شی چه د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو اراده ورکی تمثیل شی او نه دا چه د سیاسی ټیکه دارانو/ او قاچاقبرانو سهامی شرکت ته ورته وی.

  14. زه بلکل په دي پاور نه یم په کوم باور چي نور ملګري دي زه د ملی وحدتا ا وملي ایتلاف تر منځ په توپیر پوهیږم ملګري هم په دي پوهیږي خو ولي هغوي یو قسم تعبیر لري او زه بل قسم زمونږ په نعبیر کي فرق ده
    زه ملي وخدت ته ژمن یم نه ایتلافي وخدت ته
    دا بي ځایه ګنګوسي دي چي کله د ملي ایتلاف په نوم کله د ملي مشارکت په نوم اړوي او را اړوي

  15. پوه او اګا هانه انساني تکليف دې مرحلې ته په يوه اسلامي ټولنه کې بايد را ونه رسيږي چې د ولس اراده په کې له کړکېچ سر مخامخ شي ځکه ښه نيت او نيکه اراده د ټاکني مولود دى او د ژوندانه په ټولو ابعادو کې د خير او نيکي مبدا ده.نېکه اراده او ښه نيت دادي چې انسان خپل تکليف وپېژني په ځانګړې توګه په يوه داسې مبارکه مياشت کې. ما نا دا چې تکليف بايد د تکليف لپار ه په ځاى کړاى شي ما نا داچې د ګټې او زيان لحاظ په کې نه وي.
    په رښتيا کې تکليف هغه عمل او ليدنه ده چې د يوې کلي قاعدې د متابعت،اصول،پرنسيپ او اخلاقي دسپلين لپاره وي او يوازې د قانون په احترام اجرا شي نه ماجرا دا زما نظر دى
    مننه

  16. ډیره ښه شوه یو تعداد دوستان مطلب ته نه رسیده غلطی پر یکړی کوی چه دا ښه کار ندی موږ او تاسو اقرار او اعتراف کړی چه ډاکټر صیب (غنی) متفکرده نو هرو مرو په دارتباط یی شوچ کړیده دتباهی مخنیوی شویده تاسو وخت ورکړی کور کورانه عا جولانه تصمیم مه نیسی اینده ته په نیک پال وګوری

  17. الله دی وکړی چی د حلیم فدایی صیب د خبرو په څیر وی او که خدای مکړه خبره داتلافی دولت وی لکه اوس چی دی نو بیا تری د خیر تمه مه لری ددی حکومت نه به زیات په اداری فساد ککړ ، او ټول غاصیبین چی دی ناکام ګروپ ته راټول شوی دی همدا غله به زمونږ واکداران وی چی افغانستان او ملت به ښه ورخ ونه وینی یوه
    بله دا چی د ملت اعتبار به په تمامه معنی په ټاکنو ختم شی او نه به بیا څوک په ټاکنو کی ونډه واخلی چی دا هم د دیموکراسی او هیواد لپاره خطرناکی پایلی لرلی شی
    او له بلی لوری به هیڅوک د هیچا په خوله اعتبار ونکړی ځکه چی د ملت اکثریت د تحول او تداوم ټیم برنامی او پروګرام ته رایه ورکړی نه اشخاصو ته نو الله دی وکړی چی د فدایی صیب د لیکنی په څیر وی تر څو ملت ددی غلو ، قاتلینو ، غاصیبینو ، زورواکه د پردو غلامانونه نور خلاص کړی
    ساده ابرهیم خیل صیب هم ډیری ښی او په ځای خبری لیکلی دی

ځواب ورکول عبدالحسین زمانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *