ډاکتر محب زغم

ها بله شپه مې زوی قات کړی کاغذ په لاس راغی، ویې ویل: پلاره، د ښوونکو ورځ ته مې مقاله لیکلې ده، درته ویې لولم؟

رښتین په پنځم ټولګي کې دی. د مقالې دوې لومړۍ جملې یې داسې وې: «معلم نور ایمان را به لوح جان ما القا میکند. معلم تاریکي های جهالت را با فروغ علم و دانش از فطرت ما میزداید.»

پوښتنه مې وکړه: د دې جملو په مانا پوهېږې؟ لوح جان څه شی دی؟ فطرت څه مانا لري؟

نه پوهېده، مقاله یې له تربیت مجلې راخیستې وه. هڅه مې وکړه چې د ده فکر راوپاروم چې له خپله فکره مقاله ولیکي. پوښتنه مې وکړه: استادان دې په رښتیا درباندې ګران دي؟

–         هو.

–         ولې؟

–         ځکه چې درس راکوي، علم راښيي.

–    دا خو یې وظیفه ده، په همدې خاطر معاش اخلي. نجار ته مو پیسې ورکړې، ډېرې ښکلې المارۍ یې راته جوړې کړې، نو ته ولې د نجار په اړه مقاله نه لیکې.

غلی شو. ومې ویل: ښه نو استادان مو څه رقم درس درکوي، غیر له کتابه نور درسي مواد ورسره راوړي؟

–         نه، موږ ته وایې چې درس د کتاب له مخې ووایئ، بیا یې راته تشریح کوي.

–         نور داسې شکلونه، رسمونه، نقشې داسې شیان درته نه راوړي.

–         نه.

حیران شوم چې څنګه د ده په معلمانو کې یو شی پيدا کړم چې دی ورباندې مقاله ولیکي. رښتین وویل: رښتیا یوه ورځ د ساینس معلم د مکتب باغچې ته بوتلو، هلته یې د بوټو ساقه، ریښه او پاڼې راته وښودې.

خوشحاله شوم، ومې ویل: افرین، بس همدا د مقالې خبره ده. همدغه کیسه ولیکه، پخپله مقاله ده. ښه نو، د ساینس استاد مو هر وخت عملي کارونه کوي؟

–    نه، هماغه یوه ورځ وه. موږ ورته ټینګ شو چې باغچې ته مو بوځي. بیا استاد وویل زه به له ادارې اجازه واخلم خو شرط به یې دا وي چې شور به نه کوئ.

فکر مې وکړ چې ځه، همدا یوه ورځ هم په دې ارزي چې ښوونکی ورباندې په ښو یاد شي. بیا مې پوښتنه وکړه: ښه نو، داسې کومه بده خاطره له کوم استاده لرې؟

ویې ویل: هو. یوه همصنفۍ مې ده، هر وخت راته قواره کوي. ما ورته نه کتل، دې به راباندې غږ وکړ چې رښتینه، وه رښتینه. ما چې به وروکتل، خوله به یې جینګه کړه. ما استاد وویل خو استاد زه جزایي کړم، هغې ته يې هېڅ ونه ویل. زما هېڅ ګناه نه وه خو استاد جزا راکړه.

زوی ته مې وویل: بس همدغه دوه خاطرې دې ولیکه، د معلم په ورځ کې یې ووایه.

شنبه د وږي ۱۳ مه په اکثرو ښوونځیو کې د ښوونکو ورځ لمانځل کېږي. په دې ورځ زیات شمېر شاګردان مقالې لولي، ښوونکي ستايي او معلمان یې فخر کوي، خوشحالېږي خو ټول ځانونه غلطوي. شاګرد داسې جملې لولي چې په مانا یې نه پوهېږي خو استاد ورته چکچکې کوي چې افرین ښه مقاله دې لیکلې ده. شاګرد له استاده بېزاره دی خو هلته وایې چې معلم راباندې ګران دی، معلم زموږ معنوي مور و پلار دی. استاد هم په دې خبرو تېر ووځي، ګومان کوي رښتیا به په شاګردانو ګران وي خو یو ځل سر ګرېوان نه ته ورکښته کوي چې رښتیا یې خپله وظیفه سمه اجرا کړې ده؟

مېرمن مې په یوه خصوصي دارالمعلمین کې درس وایي. په ټولګي داسې محصلانې ورسره شته چې د کتاب له مخې هم لا متن نه شي لوستلی خو سبا به ټولې معلمانې شي. بده لا دا چې په دوی کې یوه بېسواده د پوهنې په وزارت کې ډبله واسطه لري. مېرمن مې وايي: «زه پوهېږم چې ټولو نه مخکې به هماغه رسمي معلمه شي.»

موږ هر وخت وایو نن چې هر څه یو، د معلمانو په برکت یو. خو هم ځان غولوو هم نور. زه د خپل مکتب په ټوله دوره کې لږ شمېر داسې معلمان پېژنم چې په لمانځلو ارزي. د عزیز افغان په اووم ټولګي مو د بیولوژي معلمه راضیه چې چونګښه یې راته تسلیخ کړه، داخلي غړي یې راوښودل او د ژوو رسمونه به یې راته کښل. د حربي ښوونځي په اتم ټولګي کې مو د پښتو استاد میرویس خان چې ټول درس به یې پر تختې راته لیکه. کتابونه نه وو، دی پوهېده چې پښتو املا سخته ده نو د دې لپاره چې له شاګردانو غلطه نه شي، ټول درس به یې پر تخته لیکه. زما مورنۍ ژبه پارسي ده، پښتو کې مې د کلمو له جنسیت سره ډېره ستونزه درلوده، نه پوهېدم کومه کلمه مذکره ده، کومه مونثه. استاد میرویس خان ته مې وویل. هغه راته د صدیق الله رښتین «ژب ښود» راووړ. دا کتاب مې چې ولوست، تېروتنې مې کمې شوې. په پښتو کې د (ی) ډولونه یې دومره ښه راته تشرېح کړل چې تر ننه مې نه دي هېر. بل ښه استاد مو په حربي ښوونځي کې قیوم عسکرزاده د بیولوژي معلم و. وخت په وخت به یې لابراتوار ته بیولو، د انسان سکلېټ به یې ټولګي راووړ، د درس خلاصه به یې پر تخته ولیکه. ده به ډېر هڅولو. یوه اسانه پوښتنه به یې وکړه او چې چا به ځواب ورکړ، وبه یې ویل: «افرین، د پاریس شاهزاده»

د ښوونکو ورځ به لمانځو خو صادقانه. ځان به نه غلطوو. زه دې خبرې سره هېڅ نه یم موافق چې زما بریا زما د استادانو کمال دی، که داسې وای نو ولې نور ټولګیوال مې دې ځای ته ونه رسېدل. په افغانستان کې په ډېرو موردونو کې که شاګرد یو څه زده کوي، د خپل استعداد او زیار په وجه یې وي، نه د استاد له برکته. اکثره استادان خو یوازې درس حفظ کوي او بیا یې د شاګردانو په مخ کې له یاده وایي، ټول کمال یې همدا وي. نه شاګرد فکر کولو ته هڅوي، نه په درسي موادو، شکلونو، رسمونو، موډلونو، نقشو، او عملي کارونو درس ورته اسانه کوي. ښه استادان مو بیخي کم دي.

ځینې خو استدلال کوي چې معلم په دې کم معاش درس ورکوي نو تر دې زیاته تمه مه ځنې کوئ. که دا استدلال ومنو، د ملي اردو عسکر مو هم په کم معاش هېواد ساتي، نو دوی دې هم وسله تر سر لاندې کېږدي، کرار خوبونه وکړي چې معاش مو کم دی؟

د ښوونکو ورځ دې مبارک وي خو یوازې هغو استادانو ته چې واقعي ښوونکي دي.

7 thoughts on “د ښوونکو لمانځنه که د ځان غلطوونه؟ – ډاکتر محب الله زغم”
  1. وایی: .داکتره نجیبه حفیظه د کیشا روغتون بخوانی کارکونکی او اوس به بهر کی د نسایی او ولادی د ماستری بروگرام کی محصله

    زه داکتر صاحب محب الله زغم له نگدی بیژنم. دیر یو دقیق او بوه انسان ده. به خبله دی لیکنی کی دیرو واقعی مسایلو ته توجه کری ده . زه ورسخه مننه کوم او دیرو مسایلو ته می بام راوگرزید. او زه بخشنه غوالم جی زما کمبیوتر کیبورد بشتو زبه نلری. مننه

  2. ډېره په زړه پوري له نوښت څخه ډکه او دقیق اړین مالومات وړاندې کوي.

  3. زغم صاحب مقالې دې ټول ې لولم خداي دې اجر در کړي . دناروې یوه تجربه به درسره شریکه کړم تیره اونۍ زما زوي ماته راغی راته وېې ویل چې پلاره ما باید فلاني خنګل ته څیرمه ورسوي او له هغه وروسته به په ځنګل کې ګرځو دا زما کورنۍ دنده ده او نمبرې پرې راکوي ویل ېې دځنګل په بیلابیلو سیمو کې ېې لس نښې کړي او مختلف کوډونه ېې پرې لیکلي باید هغه راټول کړو او ښوونکي ته ېې ورکړو زه هم ورسره ځنګل ته روان شوم لس نښې مو پیدا کړې خو خبره دا وه چې هره نښه ېې په داسې ځاي نښلولې وه چې هم ېې له تاریخي او هم ېې له ساینسې پلوه ارزښت درلود او ما هم ترې ډیر څه زده کړل نه ورته کتاب په کار ،ؤ او نه بل ډول مواد له بلې خو درې ساعته مو په ځنګل کې مزل وکړ او ښه سپورټ مو هم وکړ کله ناکله افغانستان کې ښوونکي وايي مونږ مواد او وسایل نه لرو ستاسو خبره بیخي سمه ده موږ باید فکرونه بیداره کړو او ماشومان باید له خپل فکره یو څه ولیکي
    په هر حال خداي دې ډیر خیر درکړي چې دغسې مسلو ته پام کوې

  4. زه هم بشتو تكى نه لرم
    خو به لنده وايم
    زغم صاحب زما د زره خبره دى وكره. د شوونكو به اره زما هم همدا نظر وو. او لكه سنكه جى تاسى وويل، زنى شوونكى لرو جى د نوم به يادولو يى سرى ويارى. ديره خوندوه ليكنه وه ، لكه ستا نورى ليكني.
    بريالى اووسى

  5. ډاکټر زغم صیب سلامونه
    غوره لیکنه وه، یقیناً د ښوونکو لمانځل پکار دی خو په دی شرط چی خپلې دندی ته وفاداره وی!
    همدغه استاد میرویس خان چي تا یاد کړی یقینآ مخلص او پت اصیلو معناوو کی استاد دی، تر تیر کاله پوری می د هغه د شاګردی ویاړ په برخه و. اوس که څه هم بوډا شوی خو خپله دنده لکه ځوان داسې ترسره کوی.

  6. ګران داوود محمدي
    زه په استاد میرویس خان پسې ډېر خپه یم. له ډېرو ملګرو مې یې پوښتنه وکړه چا ته یې پته نه وه.
    خوشحاله شوم چې شکر ژوندی دی. که یې پته راکړې د لاسونو ښکلولو ته به یې ورشم.
    زما اي مېل دی:
    [email protected]
    مننه

  7. محب الله جان سلام احترامات تقدیم میدارم متن بسیار مقبول ، من را دوباره بیاد خاطره های گذشته بردید مخصوصآ استاد محترم میرویس خان یاداش بخیر
    موفق باشید.
    عثمان از لندن

ځواب ورکول داود محمدی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *