سید سلیمان اشنا
افغانستان لاهم یو له هغو سیمو بلل کیږي چې د اوسیدونکو ترمنځ يي د ښځې او نر اجتماعي نقش ډير مطرح دی او په څرګند ډول د ښځو اجتماعي حضور د بدګڼلو له امله کم دی. ورځني مثلاونه يي زیات دي، خو دلته ورته د انسان پیژندنې له اړخه څو اساسي ټکي شریکوم که د ښځې او نر په اجتماعي توپیرونو، متوازنه ودې، فرهنګی اغیزو او مساواتو په برخه کې د اګاهي سبب شي.
د بشریت پیژندنې په علومو او د انساني چلند په څیړنو کې، ‘فرهنګ’ د انساني اخلاقو یا چلند اصلي هسته ده. لویې بیلګې یي د انسانانو لخوا د ژبو، ودانیو، حاکمیتونو او هر انساني فزیکي جوړښت، یا په یو چاپیریال کې د انسان فرهنګي تولید دی. په زړه پورې داده چې انسان په خپل ذات کې فرهنګ نلري، بلکې د فرهنګ رامنځته کوونکی دی.
لمړی دلته د علمي موندنو یوه برخه ولولئ چې په طبي لحاظ، انساني چاپیریال د هربشري جنس د روش یا چلند اصلي سرچینه بلل کیږي.
ځنی خلک شاید پدې فکر وي چې طبعیت د انساني ټولنې د مختلفو جنسیتونو (نر، ښځې، ماشوم) نقش مشخص کوي، خو دا ځکه دقیقه خبره نده چې نن سبا د ښځې او نر علاوه، په علمي ډول نور جنسیتونه هم تشخیص شوي چې شاید تولید ونشي کړې، خو اجتماعي نقش کې مساوي ونډه ولري. د همدغو علمي او بیالوژیکي موندنو پر اساس، نن سبا دا ډول انسانان د بشري ټولنې د ښځې او نر په څير، دریم انساني جنس بلل کیږي او مساوي اجتماعي حقوق اخلي.
د جنسیت (جنډر) ټکې لمړی ځل په ۱۹۵۵ کال کې د جان مني په نوم عالم د مختلف جنسیت پیژندنې په څیړنه کې خپور کړ چې ښيې د ښځې او نر سربیره، انسان بل داسی جنسیت هم لري چې عیني کروموزومونه، جینونه، جنسي هارمونونه، خویونه او جینیتیکي خصلتونه لري. د ملګروملتونو د بشري حقونو د سازمان د پریکړې پراساس دی خلکو ته نر یا د ښځې خطاب نشي کیدلی.
اوس په حقیقي وخت کې د ښځې او نر د اجتماعي رول په اړه، په خپلې ټولنې کې د ژوند چاپیریال ته وګورئ. د خپل کوچنیوالي هغه چاپیریال را یاد کړئ چې تاسو پکې لوی شوي یاست. اکثریت مو د والدینو، خویندو او ورونو او د خپلوانو په منځ کې وئ. اقتصادي چاپیریال مو په طبعي توګه تاسی دیته موظف کړي وئ چې څوک او په څه ډول د خپلې بقا دپاره خوراک او څښاک پیدا او نور ضروري کارونه ت��سره کړئ. مثلآ که په کلي کې وئ، د کور نارینه به مو په کروندو، باغدارۍ او مالدارۍ بوخت وو، ښځې به په کورني ژوند، پخلې، صفایي، د ماشومانو پالنې، اوبو راوړو، کالو مینځلو، ګڼډلو او حتی د اقتصادي ذخیرو په ساتنې او کنترول بوختې وې.
دا وظایف نه نارینه په جبر یا ظلم پر ښځو تپلی او نه ښځو نارینه مجبور کړي چې د مٌلا د آذانه تر ترګمیو په یخنۍ یا ګرمۍ کې دهقاني، مالداري او باغواني وکړي. دا مو د ژوند د امکاناتو په لرلو هغه ماحول دی چې پکې د ژوند کولو ټول عادتونه په منل شوي فرهنګ بدلوي او نوی نسل پکې بی له تبعیضه وده او تدریجي بشري تکامل کوي.
تکامل پدې معنا چې کله د کور د غړو شمیر په ډیریدو شي، فامیلي ماحول تقسیم یا جلا کیدو ته اړ کیږي او معمولا نوی نسل د نویو لاریو پسې وځي. په افغاني او تر ډیره مرکزي آسیا کې دغه اجتماعي بدلون د پیړیو راهیسی دود دی او د مرکزي خلکو جنوبي آسیا او برعکس له نورو سیمو خلکو شمالي او مرکزي آسیا ته مهاجرتونه يي لویه بیلګه ده.
ددی تکاملي دورې په جریان کې اکثره قبیلې د خپلو اصلي ټاټوبو بی ځایه او په دویم نسل کې د بلې سیمې دایمي استوګن شوي. په دغو ټولو بشري کډوالیو کې نر، ښځې او ماشومانو د خپل هغه چاپیریال لاندې اجتماعي وظایف او موقفونه تعین کړي چې د موجوده پوهنې، اقتصادي پانګې او د راکړې ورکړې دودونو ایجابول.
پدې ټولو پړاونو کې زمونږ سیمه د آزاد تګ راتګ او د لویو یرغلونو او لښکرکشیو په داسی چاپیریال بدل شو چې نارینه د جګړې د سپاهي په روحیه او ښځه د کورني چاپیریال په ساتلو مکلفه شوه. دا وضعیت په یو داسی فرهنګ بدل شوی چې دیني قواعدو پکې اجتماعي چوکاټونه رامنځ ته او جنسیتي وظایف يي ترډیره مشخص کړي.
د افغانستان په څیر هیوادونو کې ځنی وخت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او حتی مرګونو شکنجو پیښې کیږي. دا ناوړه چلند د هاغه چاپیریال اغیزې دي چې افرادو ته د شتمنۍ، فزیکي ځواک او قبیلوي جوړښتونو له مخې حاکمیت یا برتري ورکړل شوې. په مدنیت سمبالو ټولنو کې چې پولیس، قوانین، پیاوړې ادارې او منتخب دولتونه ولري، دا کړنې جنایي جرم ګڼل کیږي او حتی نن سبا د افغانستان د عدلیې وزارت د جزا په قوانینو کې هم وضاحت ورکړل شوی.
د دیني چوکاټونو مسله یو اوږده بحث ته اړتیا لري چې دلته به ونشم کړې، خو پدې باور یم چې د الهي احکامو د مختلفو تفسیرونو او تمثیلونو له امله ښځې دویمه درجه کې ساتل شوي او د ‘نرمشرۍ’ فرهنګ ورسره د بیروني عواملو په وجه افغاني ټولنې ته ننوتی.
په نوي عصر کې په پرمختللو ټولنو لکه امریکا کې هم لږترلږه د تیرو پنځلسو کلونو موده کې ښځو ته لاهم په یو نه یوډول دویمه درجه کتل کیږي. که څه هم د نافذو فدرال او ایالتي قوانینو کې په هیڅ ډول د نر او ښځې د مدني حقونو او ازادیو په برخه کې کوم توپیر ندی ذکر شوی، خو خپرې شوې ډیټاګانې ښيې چې ښځې لاهم د نارینه و په پرتلې کم مزد ترلاسه کوي، چې دا کار د ښځو په وړاندې یو ډول اجتماعي تبعیض بلل کیږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د تعریف له مخې، جنسیتي موقف د اجتماعي نقش له مخې جوړیږي، چې د نر یا ښځې اصلي هویت او ټولنیز موقف د هغې د چلند، فعالیت او خاصیت له مخې تعینیږي.
خو د اتلسمۍ پیړۍ نه تر ننه په لویه کچه د علمي څیړنو، مهاجرتونو، په نړۍ کې د انسانانو د ژوند، تاریخ، فرهنګ، خوراک، اقلیم او ذاتي ودې په باره کې د معلوماتو خپریدو او شرکیدو وروسته، په ډیرو ټولنو کې داسی اجتماعي بدلونونه رامنځ شوي چې د فرهنګي دود او دستور له مخې د نر یا ښځې موقف تعینول یو جبري او ناسم حکم بولي. پدې مخالفو ډلو کې په نړیواله کچه د ښځو د مدني حقونو مدافع تحریکونه ترټولو ښکاره مظاهرې کوي. شاید ددی دوئ مظاهرې او استدلال ځکه یوازی په د ښځې په اجتماعي موقف متمرکز شوی اوسي چې د نړۍ په اکثریت نفوس کې ښځه دویمه درجه جنس بلل کیږي، د نر شخصي ملکیت ګڼل کیږي، او د اجتماعي مخالفت په وخت کې ښځه د فزیکي چلند لمړی قرباني جنس وي.
د ټولنپیژندونکو د عامو خپرو شویو څیړنو له مخې ښکاري چې د فرهنګي اغیزو په نتیجه کې د یوې ټولنې د خلکو د چلند لمړی عامل په باقاعده اوعقلي ډول د فرهنګي تړاو زده کړه ده؛ دویم د وړکتوبه په یو مشخص اجتماعي ماحول کې ناسته او څارل دي؛ دریم په تدریجي ډول دا قابلیت موندل چې په لمړنۍ مروجه ژبه د خپلو افکارو استدلال وشي؛ څلورم د اوږدې مودې دپاره په یو چاپیریال کې ژوند وکړې او پنځم په غوره موقف کې هغه کسان ډیر خوشبخت وي چې په سم وخت او سم ځای کې تولد شي.
همدا پنځه عوامل دي چې څیړونکي يي په وړو او لویو ټولنو کې د بشري تکامل د جنسیتي موقف پیژندنې دپاره کاروي.
نن سبا د جنسیتي مساواتو دپاره په ډيرو هیوادونو کې د حاکمیتونو لخوا داسی سیستمونه رامنځ ته شوي چې کورنیو ته مادي درامد او د صحي بیمو او مساوي رخصتیو فرصتونو برابرول يي ددی سبب کیږي چې د کورنۍ د مختلفو جنسونو ترمنځ ترلاسه شوی عواید مساوي وویشل شي او ښځې او نارینه په منظم ډول د مساواتو پر بنسټ چاپیریال رامنځ ته کړي. له همدې امله په بډایه او شتمنه ټولنه کې د هر جنس موقف څرګند تعریف لري او د عمر تر پایه خوشحاله ژوند تیروي.
ښه او پوره زده کړه او بیا دد غی زده کړی په نتیجه کی ښه اقتصاد شاید یو وخت ددغه ټولو ستونزو مخه ونیسی.