تاند- د کابل ابتدائیه محکمې هغه سړی، چې پر خپلې لور یې جنسي تېری کړی و، په اعدام محکوم کړ. دا هغه سزا ده چې د ده لور یې غوښتنه کوله.

دغه سړی، چې محمد حلیم نومېږي، پر خپلي لور خاطرې له ماشوموالي څخه جنسي تېري کول او هغه یې دوه ځلي اومیندواره کړې هم ده.

د کابل د لومړۍ حوزې د ابتدائیه محکمې ريیس سید احمد نن په علني محاکمه په لړ کې د موظف څارنوال له خوا د صورت دعوا  او د مجرم کس تر خبرو وروسته محمد حلیم ته د اعدام سزا اعلان کړه.

د محکمي رييس سید احمد وویل چې دا وروستی حکم نه دی او تورن د استناف غوښتنه کولی شي.

تر دې وړاندي خاطرې ویلي و چې پلار یې ۱۲ کاله پرې جنسي تیری کړی او له هغه څخه دوه ماشومان لري.

د درویشت کلنې خاطرې لومړی ماشوم ۴ کلن او دوهم درې میاشتنی دی.

ټاکل شوې وه چې محمد حلیم د شنبې په ورځ محاکمه شوی وای خو په ناڅرګند علت د نوموړي محاکمه نن ته وځنډېده.

خاطرې تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې سخت زړی انسان دی او له هغه وخته چې دا ۱۲ کلنه شوې ده، پر دې جنسي تېري کوي.

دې دا هم وویل چې په دې اړه یې خپلوانو او نورو خلکو ته په ځلونو شکایت کړی خو هیچا یې شکایت ته غوږ نه دی نیولی.

4 thoughts on “د کابل ابتدايي محکمې د خاطرې پلار په اعدام محکوم کړ”
  1. زما په اند همدا جزا بايد په تورن عملي شي او په جزا كي بايد كمي رانشي زكه چي تر دي ستر وحشت نشته. دا عمل د پلار او لور اريكو ته زيان رسوي. هره پيغله به سوچ كوي چي أيا پلار يي د اعتماد ور دي؟ دي عمل د پلرونو حيثيت ته تاوان رسولي. په إسلامي لحاظ هم تر دي بل غير انساني عمل نشته. د دغه سري جزا بايد نورو خلكو ته عبرت شي او هره جلي بايد پوه شي كه ددي سره سوك داسي عمل وكري، جزا به يي إعدام وي.

  2. تول هغه د خاطری خبلوان چه دعمل نه خبر دی اوکوم اجرات ندی کړی باید سزا ووینی څکه چه دا بی ایمانه اوبی وجدانه خلک دی

  3. Assalam Alikum,

    Da Shakhs bayad Sang sar she, zand bayad wo nashe … de Estinaf haq na lare Wa zarorat nishta, De Shareaat hokom maloom de.

    Manena

  4. زما په اند، خاطره کله هم د نوموړی شخص لور نه ده، که د DNA Test يې تر سره شي دا به روښانه شي چې خاطره د ده لور دی او که نه.
    بله داچې ده ته ورکړل شوې سزا اوس هم عادلانه، نه ده ځکه دی يو واده کړی سړی دی او بايد په عام محضر کې سنګ سار شي ځکه په اسلام کې د واده کړي سړي لپاره چې کله زنا وکړي جزا په عام محضر کې سنګسارېدل دي.
    خو!
    دا چې ده يې د خبر له مخې له لور سره زنا کړې نو باید قاضي صاحبان ورته له سنګسار نه هم سخته سزا په نظر کې ونيسې، اول دې ورته تعزير ورکړي بيا دې پرې حد جاري کړي (سنګساردې کړي).

ځواب ورکول صفي الله باران ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *