تاند- د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر، چې د ګڼو خلکو له لوري په انتخاباتو کې په توطیه کولو تورن شوی و، له کاره ګوښه کړای شو.

لومړني راپورونه وايي چې ظاهر ظاهر د کورنیو چارو وزارت له لوري ظاهراً په دې خاطر برطرفه شوی چې په ښار کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوي دي.

ظاهر ظاهر د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ /جوزا۲۴/ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر ضیاالحق امرخېل مخه ونیوله او هغه یې پرې نښود چې د کابل ختیځ ته رایپاڼې یوسي.

ویل کېږي چې جنرال ظاهر د یوه پلان له مخې غوښتل چې امرخېل په انتخاباتو کې په درغلۍ تورن کړي خو هڅې یې نتیجه ورنه کړه.

0 thoughts on “د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر برطرفه شو”
  1. دا خاين جنرال ظاهر بايد زر تر زره محاكمه شي، ان شاء الله جي له وطن سخه د خاينينو تغر نور به توليدو دي، او وربسي د مالم خطا (عطا) وار دي ان شاء الله.

  2. دا ملي خاين بايد زر تر زره محاكمه شي، دي خاين دسروبي له خلكو سره دير لوي خيانت كري او هغوي له راي وركولو محروم كري دي، ان شاء الله جي له وطن سخه د خاينينو تغر نور به توليدو دي، وربسي د مالم خطا (عطا) وار دي ان شاء الله.

  3. و خلكو دا جنكسالارانو نه تاسو ثه جور كري ولا كه هيث هم وكولاي شي. دوي كه ثه كولاي شول نن يي ورخ وه. له نن نه جه خطا شوه بس باي يي لوده.

  4. زمونږ په بیرته پاته ټولنه کی تقریبا هرڅه سرچپه وی.
    که یوځوان وغواړی د زړه له خلاصه د خپل هیواد د ودانۍ لپاره شپه او ورځ کار وکړی . نو د هغه متل په حساب چی وایی خدمت کرده ګناه لازم ، پری تطبیق کیږی. د خلکو خولو ته خو څوک هسی هم برغولی نشی ایښودلی.
    کینه کښ او خود خواه کسان کله چی ګوری چی کوم صادق، وطندوست افغان مخلصانه هلی ځلی کوی ، دوی ته د منلو نه وی نو د هغوی د مخنیوی لپاره سل ډوله پلانونه سنجوی او دسیسی جوړوی. ښه مثال یی د ښاغلی ضیاالحق امرخیل سعی او تلاش و چی په ډیرو کمو پيسو سره یی د افغانستان انتخابات دایر کړل او د ښاغلی نورستانی لپاره یو ښه دستیار وو . مګر تور زړو او کینه کښو نه شو کولی له دوی نه تقلب وکړی او خپل ټیم په نفعه خپل سری کارونه وکړی نو د انتخاباتو د کمیسیون له منځه ښاغلی امر خیل په نښه شو د دوی د بدنامولو لپاره خاصه غونډه جوړه شوه او د دی کار لپاره داسی کس انتخاب شو چی دکابل ښار تر ټولو باصلاحیته نظامی افسر یعنی جنرال غبرګ ظاهر ته دنده وسپارله شوه . غبرګ ظاهر هم بی له دی چی د هیواد قوانین مراعات کړی اومخکی له دی چی په چا اتهام وارد کړی د خپلی خوښی پردی پال تلویزیونی شبکی راپورتران یی راوغوښتل او داسی ضد ونقیضی خبری یی وکړی چی په یوه ساعت کی یی ټول هیواد وال او حتی نړیوال په دی توطیی خبر کړل. زما پوښتنه داده چی ښاغلی جنرال ظاهر په کوم صلاحیت د سروبی او پلچرخی خلک له انتخاباتو محروم کړل؟ نظر په کوم قانون د تلویزیونی کمرو مخکی یو باصلاحیته او با مسوولیته مقام متهم کړ. که دوی پولیسان وای او رښتیا یی غوښتل چی د قوانینو ناقضین ونیسی نو ولی یی دوی د جرم تر ځایه تعقیب نه کړل.
    زما په نظر دا یوه قضیه وه چی یو باصلاحیته شخص یی متهم کړ. خدای ج به خبر وی چی څومره نور بیګناه او مظلوم هیواد وال به یی په مختلفونومونو نیولی، زورولی او د جیل تورو تیارو کوټو ته اچولی وی؟ ښه به دا وی چی د هغه پر ځای یو با وجدانه او مسلکی افسر مقرر شی او د هغه ټول فعالیتونه هم د ښاغلی وزیر له خوا تر جدی څارنی لاندی ونیول شی . او په ضمن کی ښاغلی وزیر اعلان وکړی چی د جنرال ظاهر پر ضد که څوک ادعا لری خپل شکایتونه دی د کورنیو چارو وزارت مقام ته وسپاری.

  5. انشاالله ټول خاینین به له غني افغانستان څخه ورک او د ثاني لیري کوه

    عطا د غني افغانستان ولس دی نه پریږي . که دی د پاسپورټ ویزه وخت کم وي نو ژر تر ژره وخت واخله . ولي موږ د غني افغانستان ولس دا وعده کړیده چی یو خاین به هم په کراره پری نه ژدو . او حساب به د هغه کسانو سره کوه چی د افغانستان د کوندو ، یتیمانو او بیوزلو حق یی خوړلي وي . او خپل د اولادونو لپاره یی په پاریس کی ماڼیګاني جوړی کړی وي

    د سیویس په بانکونو کی یی پیسي د تیښتي لپاره ساتلي وي . حساب به در سره کیږي په دواړو دنیاؤ

    غني افغانستان غواړو

  6. د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر په یواځې بر طرفه کېدو د حکومت غاړه نه خلاصېږي ، ځکه چې له دې سره ډېرې تو طیْې تړلې دي . هغه منافق چینا ییِ یِلوه توده یي کمونېستان چې مشر یې په ارګ کې د ننه ناست دﺉ ، په ډېر مهارت او خورا سپین سترګۍ سره د خپل ګږند کسان په ګوندونو او حکومتي حساسو ځایونو کې ځای پر ځای کړي ، او خپله ناروا تغذیه له ټولو ملي امکاناتو څخه کوي او افغانستان کې په خپلو کې سره اخته کړی . پرتورن اسماعیل خان باندې هم د شعله یي تور له پخوا را هیسې موجود ؤ ځکه د هرات لومړنی اصلي مبارزاو عمومي قوماندان ( ذبیح الله افضلي) یې په مشهد کې په مرموزه تو ګه ترور کړ ی او ځانته یې د سیمه ییز واک لاره پرې خلاصه کړه . شعله یانو استاد فرید په خیر خانه مېنه کې د کور او مسجد تر مینځ په شهادت ورساوه او له ملا منصور څخه یې په چهار آسیاب کې د جان محمد مقتدر غچ واخیست . اوس یې د جنرال ظاهر په لاس په لوګر ټانک کې د لرګیو ټالونه وسوځول ، په میدان هوایي کې یې دری هلیکوپترې وویشتلې ، په ارغندۍ کې یې د تېلو ټانکویونه وویشتل ، و کورنۍ یۍې لا دمخه فرانسې ته انتقال کړې ، همدا تېره شپه یې په پنځوسو کوټورو کې کودتا تنظیم کړې وه ، خو ناکامه شوه ، خو اوس یې په لویه کېږدۍ کۍ د بېل حکومت اعلانېدو ته خلک سره را ټول کړي ، ولې د امریکې د سفیر پر دغه اعلان چې ویلي یې دي : که هر چا د بېل حکومت اعلان وکړ موږ به ټول کمکونه پر ې بند کړو . نو دا یوه بل ډول تو طْیه ده . چې افغان حکومت د خپلې خوښې خپلواکي مدیریتي حکومت ته نه پرېښودل کېږي . ملت دې پر دې خبره ځان پوه کړي چې د پر دې تر شا څه روان دي ؟؟؟؟؟ !!!!!! ……

  7. چاه کن را چاه در پیش است
    مکوه په چا چی وبه شی په تا
    په امرخیل پسی په ناحقه رااخیستی وی خدای یی خپله پکی ګیرکړ
    الله پاک دی دا ټول خاینین ورک کړی

ځواب ورکول Mossen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *