تاند- د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر له پر له پسې ناکامیو او د وسله والو طالبانو له بریدونو وروسته نن اسعفا ورکړه.

په وروستیو دوو اوونیو کې په کابل کې لږترلږه ۹ چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي دي چې تر ټولو وروستی یې تېر ماښام د افغانستان ملي شورا ته نژدې د بهرنیانو پر یوه مېلمستون و چې په ترڅ کې یې د جنوبي افریقا ۳ اتباع او یو افغان ووژل شول.

جنرال ظاهر وویل چې د تېرې شپې په برید کې د جنوبي افریقا درې اتباع، چې پلار، زوی او لور ول ووژل شول.

دا هغه ودانۍ ده چې حمله پرې شوې وه
دا هغه ودانۍ ده چې حمله پرې شوې وه

ده په یوه خبري غونډه کې د پرونۍ پېښې په اړه وویل چې حمله کوونکو ودانۍ ته له ننوتو سره سم لومړی د موسسې رييس وویشت.

د جنرال ظاهر له خبري غونډې وروسته د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي رسنیو ته وویل چې امنیه قومندان استعفا کړې ده.

ستانکزي وویل:«جنرال ظاهر ظاهر د کورنیو چارو وزیر ته ویلي چې نور نه غواړي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي. د کورنیو چارو وزیر د ده استعفا ومنله.»

طالبانو ویلي چې په پرونۍ حمله کې یې عیسوي تبلیغیان ویشتي دي.

د حملې په مهال امنیتي ځواکونه په کوڅه کې د مخابرې په وسیله له یو بل سره خبرې کوي
د حملې په مهال امنیتي ځواکونه په کوڅه کې د مخابرې په وسیله له یو بل سره خبرې کوي
One thought on “د کابل امنیه قومندان له پر له پسې ناکامیو وروسته استعفا وکړه”
  1. دا یو ډیر ښه خبر دی چی له یوی خوا د مسوولیت د نه پرځای کولو لپاره یو مسوول چارواکی په خپله ناکامی اعتراف کوی او له دندی ګوښه کیږی. له بلی خوا د باد راوړو څوکیو لپاره بی کفایته ، خود خواه ، مغرور ، ایران پلوی قوماندان له یوی داسی څوکی لری کیږی چی د مهمو سیاسی ، اقتصادی، اجتماعی ، فرهنګی پالیسو جوړونکی ښار او د ټول هیواد مرکز مسوول و.
    زما په نظر په راتلونکی کی د دی حساس مقام لپاره یو مسلکی ، د بشر په حقوقو پوه، تجربه لرونکی ، زړور ، با کفایته شخص چی ځان ټول هیواد او ولس ته مسوول وبولی ، مقرر شی او ترڅنګ یی د کابل ښار د ټولو حوزو او نور مفسد ، غله ، رشوت خواره ، سمت پرست ، جنایتکاره قوماندانان له دندو لری او د هغوی په ځای داسی پاک کسان مقررشی چی د ټول هیواد په سطحه نمونه او مثال وی. پدی صورت کی به د یوه نوی او سرلوړی آباد او مصوون افغانستان بنسټ یوځل بیا کیښودل شی او د ښاغلو اشرف غنی او عبدالله د ملی یوالی حکومت تاریخی دوره شروع او زمونږ د هیواد را تلونکی نسلونه به هغه د تاریخ په کتابونو کی ولولی.
    د داسی ورځی د راتلو په انتظار.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *