تاند- د کابل د نن ورځې په انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

په کابل کې د دفاع وزارت د ودانۍ مخته تر دې چاودنې څو ساعته مخکې د کونړ په مرکز اسعداباد کې په ورته برید کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

د دواړو حملو مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د کونړ د والي ویندوی وحید الله کلیمزي وویل چې د اسعداباد د انتحاري برید، چې د موټر سایکل په وسیله وشو، اکثره قربانیان ماشومان او ښځې دي.

د کابل په حمله کې، چې د ماسپښین په درې بجې او ۳۰ دقیقې وشوه، د پولیسو په وینا څلور ښځې هم وژل شوي دي.

د ټپیانو په منځ کې ۸ تنه ملکیان ښودل شوي دي.

دا بریدونه په داسي حال کې کېږي چې راتلونکې اوونۍ پاکستان د سولې د خبرو لپاره کوربه توب اعلان کړی دی.

3 thoughts on “د کابل او اسعداباد په انتحاري بریدونو کې ۲۳ تنه وژل شوي”
  1. افففف دا څه حال دی ؟ دا ټول دامریکا او ددوی دغلامانو دلاسه دي ولې امریکایان افغانان نه پریږدي؟ چې په هیواد کې سوله راشي ولې غلام حکومت دخپلو خلکو سره دجګړې کولو پرځای امریکایانو ته رخصت نه ورکوي؟

  2. د اسلام په لباس کی د نړۍ تر ټولو وحشی خلک به د خپلوهیوادوالو خصوصا د ملی دفاع وزارت په ماڼۍ او کارکوونکو برید کوی. هلته د وطن بچیان د خپلی خاوری د ساتلو لپاره کار کوی. کوم کسان چی خپل هیواد ورانوی په رښتیا سره د پردیو غلامان ، د آی اس آی ځری او خرڅ شوی بوده ګان دی. حب الوطن من الایمان ( حدیث شریف )

ځواب ورکول aslam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *