تاند- د کابل بانک د قضیې د څېړلو لپاره ځانګړې محکمې د دغه دېوالیه شوي بانک دوه جګپوړي چارواکي د غلا او درغلۍ په تور هر یو په پنځلس کاله حبس محکوم کړل.

د کابل بانک د پخواني رييس شېرخان فرنود او پخواني اجراییه رييس خلیل الله فیروزي محاکمه د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه وښودل شوه.

فرنود ۲۳۷ ملیون ډالره جریمه هم شو.

دوی په تېر حکومت کې په لږ سزا محکوم شوي ول.

د کابل بانک قضیې، چې د تېر حکومت جګپوړي چارواکي منجمله د ولسمشر کرزي او د نوموړي د فقید مرستیال مارشال فهیم وروڼه هم پکې شریک ول، دا بانک دېوالیه کړ.

ولسمشر غني له واک ته رسېدو وروسته د دې دوسیې د بیا پرانستلو امر وکړ او د افغانستان بانک د ريیس په وینا ۳۳۰ ملیون ډالره یې له پوروړو څخه ایستلي او د ۵۰۰ او ۶۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت یې جایدادونه مشخص کړي چې د کابل بانک په پیسو په هیواد کې دننه او بهر اخیستل شوي دي.

د چارواکو له لوري د کابل بانک ۸۲۵ ملیون ډالره وهل شوې پیسې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په امر د افغانستان د دولت له خزانې ورکړای شوې.

2 thoughts on “د کابل بانک دوه پخواني مشران هر یو په ۱۵ کاله حبس او جریمې محکوم شول”
  1. الله ج دي تاسو دملت خادم ته توفیق نصیب کړی چی د دی بیوزله اوبی چاره وولس دحقوقو لازیاته دفاع وکړي او ټول ملت درته دوعا کوی او انشا الله کامیاب یی

  2. These are thieves and robbers. No matter who they are and who are they related to. God knows what kind of lives they had when they were abroad, Taxi drivers, working in the restaurants or not working at all, collecting social welfares. But when they came to Afghanistan, instead of serving country and the people, they started to rob them. shame on them.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *