ذبیح الله خورشیدي

د ملي یووالي حکومت له ممبره د خندا ډک یو خبر دا وه چې د کابل بانک یو لوټمار خلیل الله فیروزي یې له بنده ازاد کړی او په غلا شویو پیسو اوس حکومت ته پور پوره کوي.

د ولسمشر حقوقي سلاکار نه پوهیږم چې د کوم قانون له مخې څه داسې مشوره ولسمشر ته ورکړې چې د کابل بانک یو غل دې له بنده ازاد شي او بیا وروسته دې د ملت په شتمنۍ خپل شخصي پورونه ادا کړي.

خلیل الله فیروزي د محکمې له خوا د کابل بانک په لوټلو کې مجرم پېژندل شوی خو نن ورځ د محکمې له حکم پرته ازاد ګرځي.

هغه په هسکه غاړه وویل، په کابل کې د سمارټ سیټي په نوم یو ښارګوټی جوړوي چې له ګټې څخه به یې خپل پورونه ادا کړي.

دغه ښارګوټۍ د چهارشنبې پر ورځ په کابل کې د ولسمشر د ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود له خوا پرانیستل شو.

احمد ضیا مسعود د دې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل د دې ښارګوټي په جوړېدو سره او هغه پیسې چې له ګټي څخه یې تر لاسه کیږي؛ د کابل بانک پورونه ادا شي.

دا دغني د فساد سره د مبارزې تر ټولو بدرنګه بېلګه ده چې خلک یې تېر ایستل او د ملت شتمنۍ باندې یې یوځل بیا لوټماران وګمارل.

د کابل بانک لوټلو د افغانستان په بانکي تاریخ کې د بې باورۍ توره پاڼه خلاصه کړه خو له بده مرغه چې د بانک لوټماران سرې سترګې ګرځي.

مونږ او د افغانستان خلک به په حکومت څنګه باور وکړو چې دوی به له دې هېواده د حامد کرزي د چټلو کارونو په پاکۍ کې صادقانه ګامونه اوچت کړي خو، یو څه ښه مالوم شول چې د فساد سره مبارزه د غني او عبدالله خیالي شعارونه وو.

اوس وېره شته چې بله ورځ به د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي د ۲۰۰ میلونه ډالرو دوسیه هم د دې ډول تړون په اساس پاکه شي او په بله ورځ به د ښار جوړونې د څو تنو کارکوونکو دوسیې هم یو د بل پسې په دې چلونو پای ومومي.

که چېرته خلیل فیروزي له بنده ازادیږي او پانګونې لپاره یې حکومت امنیت نیسي فکر کوم بسم الله او نورو ته سزا ورکول به بیا سوچه کفر وي.

د ولسمشر حقوقي سلاکار او د کابل بانک د قضیې تصفیه کولو ته د ټاکل شوي پلاوي رییس عبدالعلي محمدي چې داسي ښکاري له قانون او حقوقو بې خبره دی، وایي، دا د کابل بانک د اختلاس شویو پیسو د تر لاسه کولو لپاره تر ټولو آسانه لار ده.

له دې ښکاري چې حکومت ونه توانېده د کابل بانک غله د زور له لارې دې ته اړ کړي څو خپل پورونه دوی ته وسپاري او له بلې خوا د کابل بانک په قضیه کې د دواړو مشرانو لید لوري هم پوره توپیر لري غني غوښتل ټولې غلا شوې پیسې بېرته تر لاسه کړي خو، د هغه بل ملګري ډاکتر عبدالله په دې باور وه چې له دې قضې سره سیاسي چلند کېږي دا هم یو غټ لامل دی چې حکومت مقروضین په اسانۍ اړ نه کړای شوو لوټلې پیسې بانک ته وسپاري.

کابل بانک له دیوالي کېدو راوړاندې هم میلونونه ډالر زیان وکړ اوس حکومت غواړي یوځل بیا دغه بانک په چا خرڅ کړي خو فکر نه کوم په دې بدنامۍ کې څوک د دې بانک اخیستلو ته زړه ښه کړي.

خلیل فیروزي ویلي، ۲۰ سلنه پورونه یې ادا کړي او د کابل بانک څخه ۱۳۷ میلیونه ډالر پوروړی دی چې د اوو کلونو په ترڅ کې به یې خلاص کړي.

سمارټ سیټي چې فیروزي په کې پانګونه کوي په کابل کې په ۶۸ جریبه ځمکه کې جوړیږي خو د تضمین ډاډ نن د ښارو جوړونې وزیر سید منصور نادري هغه مهال اعلان کړ چې د خپل کاري پروګرام دویمه سلیزه اعلان کړه.

د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا پروژه به چې له مخې یې ۴۸۰۰ آپارتمانونه جوړیږي؛ تر راتلونکو څلورو کلونو پورې بشپړه شي چې په کې به دوه نیم زره کسانو ته د کار فرصت هم برابر شي.

One thought on “د کابل بانک له قضیې سره د حکومت شوخي/ذبیح الله خورشیدي”
  1. Salaamona,
    Kabul bank was not enough for Khalil .He wants more moeny ,first time he rob just kabul bank.now he will rob all Kabul city.He is not allone with hem work all Pansher thevis like Massod family.they doing killing for moey and power.

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *