تاند- د ښاري پراختیا او ښارجوړونې وزیر سید سادات نادري نن په کابل کې د یوه نوي ښارګوټي د جوړولو قرارداد د کابل بانک په غلا له محکوم شوي خلیل فیروزي سره لاسلیک کړ.

فیروزي چې د کابل بانک د نژدې زر ملیون ډالرو د وهلو په قضیه کې یو له څو اصلي تورنو او محکومانو څخه دی، بې له دې چې د قید موده یې پوره شي له محبس څخه خوشي شوی دی.

د دې خبر خپرېدو اکثره افغانان سخت په غوسه کړي او له فساد سره یې د ملي یووالي د حکومت پر وعدو بې باوره کړي دي.

4د ښاري پراختیا وزیر سید سادات نادري د دې ښارګي په پرانستونکې غونډه کې وویل چې په لومړي ګام کې به پر دې پروژې، چې په ۶۸ هکتاره مځکه کې جوړېږي، نژدې ۱۰۰ ملیون ډالره ولګېږي.

د ده په وینا د دې پروژې د پیلېدو له کبله به ۲۵۰۰ تنو ته کار برابر شي.

ډ ولسمشر حقوقي لاکار عبدالعلی محمدي دا خبر رد کړ، ويې ویل چې فیروزي په اریا مېنه کې مځکه لرله او دا ښارګوټی همالته جوړېږي.

په داسي حال کې چې کابل د نفوسو د تراکم له کبله د انفجار پړاو ته رسېدلی، په کافي اندازه لارې، سړکونه، پارکونه او نور امکانات نه لري، په دې ښار کې د نورو لویو هستوګنو پروژو زیاتول، د دغه ښار له اوسېدونکو سر زیاتی دی.

دا ښارګی د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د څلوېښت متره سړک په غاړه جوړېږي. پر هغه ابتدايي پانګونه ۹۵ ملیون ډالره ښودل شوې خو وروسته به ۹۰۰ ملیون ډالرو ته ورسېږي.

6 thoughts on “د کابل بانک له یوه اصلي محکوم شوي غله سره د سل ملیون ډالرې پروژې قرارداد لاسلیک شو”
  1. دا د ټوكو ټكآلو پا چا وزيري ده كله غل كله پا چا او كله وزير او كله بندي.
    دملت په ستر ګوكي خاوري اجول او غولول دي .
    او دوي سر شار دهي چا پروت نه لري دشه او بدو سره عادت شوي .

    احساس دكار او خلكوته دخدمت كولو په لټه كي نه دي طو فاني كشتي روانه ده چه منزل ته به رسيږي اويابه ديا د طو فإن د چپو قرباني به ګر ځي

  2. اول ضېاجان غل 52 ملېونو دالرردوهم سعېد کهان غل او دا مسلکې خقوق پوه دې درواغو خېر وخت دې انتظار وباسې په قران ځراب وېلو بېدون له چاره ها ها ها

  3. Asalam alaikom. Da der sharm da de dawlat ta pa zai da
    de chi qaid pa wo base qarar dadona warkawe der de afsoos zai da da Afghanistan de wolas kom pa 100 ki chi yaw 20% bawar pa de hukumat pati wo hagha ye ham la lasa War kro. Pa dranasht Ferooz khan waziri

ځواب ورکول Ferooz khan Waziri ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *