تاند- د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د کابل بانک د اختلاس په قضیه کې دوه مهم تورن کسان له هیواده تښتېدلي دي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال وویل چې دا دوه کسه وروسته له دې تښتېدلي چې نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د کابل بانک د دوسیې د بیا پرانستلو او د تورنو کسانو د نیولو امر وکړ.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري پرون /دوشنبه/ رسنیو ته وویل چې د ملي بانک او نوي کابل بانک رييسان، چې نامستحقو کسانو ته یې پورونه تصویب کړي ول، تښتېدلي دي.

د ښاغلي نظري په وینا مسعود غازي او محب الله صافی د رسمي رخصتي په پلمه له هیواده وتلي دي.

لویې څارنوالۍ د شنبې په ورځ ویلي و چې د کابل بانک په قضیه کې د تورنو کسانو له منځه یې تراوسه پوري ۷ تنه نیولي دي خو په دې قضیه کې د ۲۱ تنو د نیولو امر شوی دی.

د کابل بانک دوه پخواني چارواکي شېرخان فرنود او خلیل فیروزي د سلګونو ملیون ډالره اختلاس په جرم د کرزي د واکمنۍ په مهال په لنډو قیدونو محکوم شوي ول خو ویل کېږي چې هغوی د پلچرخي په ځای په وزیراکیرخان مېنه کې شپې ورځې تېرولې.

One thought on “د کابل بانک په قضیه کې دوه مهم تورن کسان د رخصتي په پلمه تښتېدلي”

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *