کابل ښار

   کابل ښار لسيزه وروسته  يو ځل بيا خپل رنګ بدل کړ، د ښار واټونه دملېشيي سړيو په موټرونو ډک  او د بي دوه پنځوس په سيوري کې کابل ته ليږدول شوي بيرغونه رپاند وو،  شوراو چيغې، ډزې اولنډ ه غري، پکولونه او دسمالونه،  لکه دياغيانوپه څېر دنقاب په ډول کارول کيده، لارې کوڅې له ميرمنواوماشومان  داسې خالې وې لکه د٩٠ لسيزې په کورنيو جګړو کې چې دعزت له ويرې څوک له کوره نه شو وتلاى، دډېرو په زړونو کې ديوې خونړۍ کودتاه  ويره شوه .

 د”شهيدداونۍ” په پلمه  دشمالي ټلوالې په قومندانانو پورې تړلو پخوانيو ملېشو په داسې حال کې چې حکومت ديوه خپلواک ملي امنيتي ځواک دعوه کوي، په ناقانونه ډول وسلې په خپلو شخصي موټرونو کې ليږدولې.

   په ډېرو سيموکې لارې دترافيکو پرمخ تړل شوې وې، ځينې هټيوال په لوى لاس اړ شوي وو،  چې خپلې هټۍ وتړي،  په شخصي موټرو دپخوانيو مجاهدينو بيرغ چې په راورسته کې شمالي ټلوالې کاروه، نن دملي بيرغ ځاى نيولى و.

   په لوډ سپيکرو چيغې وهل کېدې او دغه ډلګۍ دياغيانو په څېر په نقاب ډوله جامو کې ګرځېدې،  يوې ډلې  دښار په نهمه امنيتي حوزه کې د ژوندون په خصوصي راديو تلويزون هله بريد وکړ،  چې غوښتل ددغه تلويزون له ودانۍ د غازي امان الله تصويرونه ليرې کړي او پرځاى يې داحمد شاه مسعود انځورونه ولګوي،  ددغه تلويزون مشر او د کابل پوهنتون استاد محمد اسمعيل يون باور ته وويل،  خپلسرو وسله والو پر دغه تلويزيون د بريد پرمهال ډزې وکړې او کسانو يې په لوډسپيکر احمدشاه بابا،ميرويس نيکه ، غازي امان الله خان او ولسمشر کرزي ته ښکنځلې او سپکې سپورې وويلې،  يون وويل دا ديوې ډلې طرحه شوى پلان و او شونې ده چې دا ډول بريدونه نور هم وشي .

ويره

دغه حالت يوه لويه ويره خپره کړې وه، داحمدشاه بابا مينې يو اوسيدونکي شيرافضل باور ته وويل کله چې يې دا ډول حالت وليدل، بچيانو ته يې وويل چې له کورنو ونه وځي، دى وايي فکر مې کاوه چې دکرزي په نظام کودتا ده تلويزون مې ليده ټوله ورځ مو په انديښنه تيره شوه .

د مدني ټولنې يو فعال ځوان شريف الله ناصري وايي، ليدل يې چې ډېر خلک په شخصي جامو کې وسله لري او ټول ياخو له دولتي موټر يې استفاده کوله او ياهم په بې نمبرپليټه موټرو  کې سپاره وه ، خلکو ته يې ډار په زړه کاوه .

       ناصري وايي دا ټول دشمال ټلوالې دجنرالانو زامن وو او ډير يې هغه پخوانۍ مليشې هم وې چې پخوا يې دکابل دچور تالان تجربې درلودې .

  د مدني ټولنې يو بل فعال ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي ټيک د٩٠ لسيزې تصوير و، داسې چې هره خوا يو ډول خپلسري او کورواکي ښکارېده،  دهغه په خبره  دا ورځ د دولت مشروعيت هم ترپوښتنې لاندې راغى او همداسې حالت کولاى شي نظامونه چپه کړي،  دځلاند په باور دا دقومونو ترمنځ تربګنيو ته په لوي لاس لاره هوارول دي،  چې په دې برخه کې نړيوالو ته هم دملامتۍ ګوته نيول کېږي.

   پوښتنه داده ، چې ولې  د بهرنيانو په راتګ سره له يوه مخه کابل د داسې يوحالت تصوير شو او اوس چې بهرنيان بېرته په وتلو دي،  پخوانۍ کيسې تکرارېږي ؟

انګيرنې دادې،  چې د سيمې او نړۍ استخباراتي ادارې په دې برخه کې لاس په چاره دي او هڅه کوې،  چې له وتلو وروسته يو نامنظم افغانستان تر شا پرېږدي.

    د چارو شنونکى سيد نعيم همدرد وايي،  بهرنيان دافغانستان ثبات نه غواړي او دا اوس  ورو، ورو په ثبوت رسيږي،  خو يوه ناوړه لوبه چې ترسترګو کيږي،  هغه داده چې استخباراتي ادارې او ورسره په کور دننه  تړلې افغانې جاسوسې ډلې دافغانستان دقومونو ترمنځ اختلافونو ته لمن وهي او غواړي چې دپښتون، تاجک او هزاره په نومونو جبهې جوړې شي او يوبل سره ووهي. نوموړى دشهيد اونۍ دپيل په پلمه او ورته نورخوځښتونه د دا ډول هڅو ښې بېلګې بولي.

دا لیکنه په باور ورځپاڼه کې چاپ شوې ده.

2 thoughts on “د کابل تکراري تصوير، د بهرنيانو په تګ راتګ کې څه توپير دى؟”
  1. !ګرانه وروره
    زه پخپله دی ډول لمانځنی سره موافق نه یم او ځما ویره هم لکه ځلاند صیب غوندی د ګډوډیونه دې خو یو شۍ وایم چی زمونږ ټول شخصیتونه مونږته د قدر وړ دی که هر څوک وی که اروا ښاد لوی احمد شاه مسعود-رح- د وی یا نورو داسی خو نشو کولای چی که پښتون وؤ د ویاړلو دۍ او که د افغانستان نورو ملیتونو څخه ؤو نه به یی منو اروا ښاد احمد شاه مسعود-رح- هغه نظامی نابغه ؤو چی د یرغلګرو پنجابیانو د پروګرامونو په وړاندی خپل فی سبیل الله جهاد ته ادامه ورکړ او خنډ ؤو چی غوښتلې افغانستان ځمکني بشپړتیا خپل ولکې کی راوړی او د پاکستان پنځمه صوبې په توګه اعلان کړ خدای جل جلاله د همدی لوی احمدشاه مسعود- رح- په واسطه د استعمارڅخه وساتلو- اللهم اغفره ورحمه وجعل الجنت مثواه

  2. سلامونه او نيكي هيلي
    يوازيني لار داده جي ددغسي غلو مخه بايد مخكي تر مخكي ونيول شئ
    كه به اينده كي هم دغسي كار تكرار شي
    ملاامان به مسجد ونو كي خلك راتول كي
    او ددوي به ضد به متقابل مظاهرو لأس بوري كي
    ددوي به دير كم تعداد كي دي

ځواب ورکول Rahm ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *