له پاکستانه یوې خپرېدونکې ویبپاڼې، چې ظاهراً ځان طالب پلوه ښيي خو د پاکستان استخبارات یې چلوي، تر پورتني سرليک لاندې يوه اوږده ليکنه کړې ده، دوی فکر کوي چې پر همدې سره به  د ترهګرو په وړاندې د خلکو کرکه کمه شي.

په کابل کې لسګونه  ملکي وګړي چې پر شهادت ورسېدل، له دریو سوو څخه زیات  ټپيان يې پر ځای پرېښودل، ایا دا کيسه هم خيالي  وه؟ ايا د ملکي وګړو شهادت هم خيالي کيسې دي.

طالبان اوس د اوبو ځک ته لاسونه اچوي، دوی په همدې وېره کې دي چې عملیات يې له ناکامۍ سره مخ نه شي، نو خپلو بې شرمانه تبليغاتو ته زور ورکوي،  سږکال د مخالفينو  عمري عمليات د تېرو کلونوپه څېرپس روان دي، د ښکر ګټلو لپاره يې غوږونه هم وبایلل، دغه څو ورځې کېږي، چې طالبانو ته  د اوښتې مرګ ژوبلې خبرونه په رسنيو کې ښکته پورته کېږي.

افغان ولسمشر ډېر مخکې مخالفين سولې ته راوبلل، دوی ته يې سياسي مخالفين وويل، طالبانو د دولت له همدې پاليسۍ څخه ناوړه  ګټه پورته کړه.

د پرديو بادارانو په نغوته يې يو ځل بیا د افغان وژنې قسم وکړ، يو ځل بیا يې  د افغاني مور په سترګو کې اوښکې  ډنډ کړې.

يو ځل بیا ترهګرو له خپل زړه سوي او عاطفې سره خدای پاماني وکړه،  عمري عملیات يې پيل کړل، افغان ځواکونو په نره له خپلو سنګرونو دفاع وکړه، دوی يې پرې نه ښودل، چې ځينې سيمې له افغان  سرتېرو څخه ونيسي.

کله چې يې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړل، نو  پنجابي بادارانو ورته بله نقشه جوړه کړه، داځلې يې  کابل د ملي امنيت لسم رياست پر نښه کړ.

له موټر بم بريد سره  ډېر بې دفاع وګړي په شهادت ورسېدل، د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په شمول يې ډېر نور ټپيان کړل.

له پېښې څو شېبې وروسته  د ترهګرو په وړاندې دخلکو کرکه را وپارېده، په خواله رسنيو  کې يې د پېښې عکسونه خپاره کړل او دپېښې له قربانيانو سره خواخوږي څرګنده شوه.

ډېرو خوېندو او وروڼو له پېښې وروسته  سمدلاسه روغتونونو ته ځانونه ورسول،  ټپيانو لپاره د وينې کمپاين پيل شول، چې په څو ساعتونو کې نژدې دری ميليونه سي، سي وينه ټوله شوه اود خلکو  انساني خواخوږي څرګنده شوه.

مخالفين پدې تمه و، چې اوس به پر فیسبوک د دوی د ځانمرګو عکسونه راځي او خلک به ورسره خواخوږي څرګندوي، ځان وژونکي  ته به  خلک د فدايي توري کاروي، خو کله چې  طالبان پوه شول ، چې د خلکو کرکه او غوسه يې نوره هم پارولې ده، په ډېره بې شرمۍ  سره يې  د نن  ټکي اسیا پر ويب پاڼه خپل تاثر څرګند  کړل.

په همدې ويب پاڼه کې په غټو تورو ليکل شوي دي، چې د کابل د پېښې عکسونه  جعلي دي، دوی فقط همدومره وايي، چې ددې پېښې نه دي، د مخکنيوبريدونو  پروا يې دوی هم نه لري، مخکينې بريدونه   خوهمدې طالبانو کړي و.

همدې وحشي ترهګرو  هغه مهال خلک  د خپل ترهګريز بريد قربانيان ګرځولي وو، يانې دوی اوس پردې پوه شوي دي، چې د ولس کرکه زموږ پروړاندې زیاته شوې ده.

ستاسو پروړاندې به تر هغه مهاله دغه کرکه موجوده وي، تر کومه چې  مو د پاکستان د غلامۍ پړی پر غاړه وي، تر هغو به د خلکو غوسه سړه نه شي، تر کومه چې مو د  پاکستاني  استخباراتي کړيو څخه ځان خلاص کړی نه وي او د هيواد اساسي قانون مو منلی نه وي، تر هغوبه ذليل اوسئ.

اوس هم لا وخت شته دی، له افغان وژنې څخه لاس واخلئ،  اوس هم لا وخت شته چې تاسې  د خپل هيواد اساسي قانون ومنئ.

او د هيواد ورانونې انرژي  د هيواد په رغونه کې مصرف کړئ

اوس خو به تاسو دومره وحشي نه یاست، چې له پاکستان څخه  درته  د هرې  ورانکارۍ طرحه ډيزاين کېږي او  تاسو يې عملي کوئ، رښتيا ګيله خو له افغانانو کېږي، رښتيا ګيله خو د اسلامي د ين له پيروانو څخه کېږي، تاسو خو افغانيت  او اسلامیت د خلکو وژنه ګڼئ.

ستاسو په کړنو افغانیت او اسلاميت دواړه لعنت وايي، تاسو دې الله تبا او برباد کړي، بیا دې الله ددې توفيق نه درکوي، چې زما سپين سرې مور په خوړلي عمر اوښکې تويي کړي، بیا دې الله دداسې ورانکاريو  توفيق نه درپه برخه کوي، چې ورېندار موسرتوره کړئ او وراره راته بې پلاره پرېږدئ.

لویه ربه! دغه جعلي  مجاهدين خو ته  پر خپل غضب اخته کړې، چې هم مې  په سرو سترګو ژړوي او مې په اوښکو پسې خاندي.

8 thoughts on “د کابل جعلي عکسونه/ زلفانه”
  1. د طالب د وحشت دغه اخري حد و د هغوی خو همدا يوه هيله ده چې خلک ووژني او وطن وران کړي
    دولت باید نور په سیاسي مخالفينو ترحم ونه کړي او د نرمښت پاليسي پرېږدي
    د پيښی د قربانیانو بدله دي واخلی او د سولي سورا دي لغوه کړي او پیسي دي په اردو او امنيتي ځواکونو ولګوي.

  2. لس کاله کېږي، چې زه د طالب پر دښمنۍ باوري يم، طالب افغان نه دی، طالب د ای، ایس، ای غلامان دي، طالب د هيواد ورانونې زمه وار دی.
    طالب د افغانانو د وژنې مرګوني پروسه ده، چې پر دې نړيواله ټولنه افغان دولت او ولس خبر دی، له دښمن څخه ګيله حماقت دی، طالب باید په زور لارې ته را وستل شي، د خبرو کولو سیاست پرېږدئ.
    د کرزي په وخت کې چې به کله تروریستي بريد تر سره شوه، نو کرزي به ژړل او ویل به يې ملا عمر پسې ځم او پيدا کوم، يې سوله ورسره کوم
    خو تر ننه نه طالب سوله وکړه او نه يې هم دولت پر وړاندې توند غبرګون وښود، د خدای په خاطر دغه ناسور له دغه هيواد څخه ورک کړئ.

  3. زه له مسلمانانو پوښتم:
    چې که دا اسلام وي نو کفر څه ته وایي او که دا اسلام وي نو کفر څه ډول وي

  4. په قلم دی برکت شه. دهر افغان سر تیری جهاد او وطن ساتنه د قدر ور ده افغانانو دا ثابته کره چی د طالبانو او د هغوی د بادارانو د وحشت او مسلمان وژنی په مقابل متحد دی. حیوان صفته طالبان به هیخکله خپلو شومو اهدافو ته وه نه رسی

  5. Taleb aw efrati dalona de basharyat aw Afghan khalek doshmanan day , de doy nabud kawol har Afghan ta farz day !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! Zwanday de wi Afghanistan mor de wi de Afghanistan doshmanan !!!!!!!!!!!!!

  6. د لوی افغانستان تحریک عزیزانو

    د پاکستان د سامراجې. حکومت جاسوسی دفتر ای اس ای چې د پ نجابیان
    لخواه. د هند او افغانستان پر ضد. زموږ ریاتره قباییلی افغانان ورکې برتی کړی دی کوشش کوی چې دداسی جنایتونو د لیاری پرینږدی چی د ‌‌‌‌‌‌ډيورند د کرغیړنې کرښي دورړو خواوو پښتنو افغانانو ترمنځ تفاهم پيدا شی

    دغه پښه په مورنې خاوره کې د قباییای افغانانو پر ضد ذهنیت ولاړوی او په مردان کې. د مورنې خاوری پر ضد عینی عقیده یی راولاړه کړیده چی ګنی دا کارونه د افغانانو لخواه د انتقام اخییتلو په خا طذر کیږی

    موږ باید د پنجابیانو پر ضد د لر او بر افغانانو پآڅون ته لاره خلا صه کړو

    د لوی افغانیتان تحریک

    سدنې

  7. پاکستاني ويب پاڼه باید وتړل شي، چې زموږ د خلکو وژنې ته توجهيات لټوي، انشاالله چې دښمن نور خپل مرال بایللی دی. رب دې تل تبا او برباد وګرځوي.

ځواب ورکول خ ابراهيم خيل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *