تاند، یکشنبه د سنبلې ۳۱مه: د کابل ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت په سروبي ولسوالۍ ماهیپر سیمه کې د یو زرنج د چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي دي.
د کابل د والي ویاند نبي الله پیرخېل تاند ته پېښه تاییدکړه او زیاته یې کړه، دا پېښه نن له غرمې وړاندې د سروبي ولسوالۍ اړوند ماهیپر ساحه کې د زرنج د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې د یو کور د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ غړي پکې مړه او ۲ نور ټپیان دي: (( وژل شویو کې ۵ ښځې او ۵ نارینه شامل دي دغه راز دوه ماشومان پکې ټپيان دي.)
د پیرخېل په وینا دا کورنۍ د ننګرهار د سرخرود اوسېدونکې وه او په کابل کې د کوژدې له مراسمو څخه د ستنېدو په حال کې وه چې زرنج یې چپه شوی دی.
نوموړی وايي، زرنج د ډېر وزن له کبله یوې کندې ته غورځېدلی دی او یاده مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.
غریبی او لاچاری بده ده خو افغانان ډير زورور قوم دی چه په چینچی کی دولس کسان او هغه هم په ماهیپر کی خیژی او کوزیږی او بل ددی پيښی دولت ذمه وار دی چه ولی یی یو داسی چینچی ته د تلو اجازه ورکړی چه د حد نه زیات وزن یی بار کړی وه او هغه هم پشپړه کورنی او د افغان حکومت هیڅ کومه سټراټيژي د ټرافیکو د پاره نه لری هسی تش په نوم حکومت دی حکومت مو ړنګ شه څه افغانان مو په ړندو بمباریو او څه د ستا د غفلت د وجی په ټرافیکي پيښو کی او څه د سرک د غاړی بمبونو کی د مینځه لاړل نو حکومت په چا کوی