تاند- د کابل د سې شنبې د ورځې د ترهګرې حملې د ټپیانو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې ۳ ملیونه او ۳ لکه سي سي وینه خلکو عطیه کړې ده.
له کابله دباندې د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو د ملي یووالي په نښه د دې تروریستي برید سلګونو ټپیانو ته وینه عطیه کړه.
د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې وویل، د کابل له تروریستي حملې وروسته په ۲۰ ولایتونو کې د خلکو له لوري د وینې ټولولو هڅې پیل شوې.
شاوخوا ۱۳ زره دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنې غړیو د وینې ټولولو په دې کمپاین کې برخه واخیسته او په خپله یې هم وینه ورکړه.
په پلازمېنه کابل کې هم ګڼ شمېر خلک روغتونونو ته لاړل او د پېښې ټپیانو ته یې وینه ورکړه.
ټاکل شوې ده چې د کابل د سې شنبې د ورځې د تروریستي حملې په اړه د تحقیقاتو پایله نن /پنجشنبه/ اعلان شي.
حکومت ویلي چې په دې پېښه کې به غفلت کوونکو امنیتي چارواکو ته سزا ورکړای شي.
د افغانستان اجرايي ريیس د حملې په ورځ ویلي و چې په دې پېښه کې د پاکستان د لاس لرلو څرک لګېږي خو تراوسه پوري د افغانستان حکومت رسماً پاکستان تورن کړی نه دی.
پرون /چهارشنبه/ د کابل امنیه قومندان او د ملي امنیت ريیس په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا برید د حقاني شبکې له لوري شوی دی.
طالبان ولې سر نه خلاصوي او له ځانه نه پوښتي چې موږ څه کوو؟
الحمد لله ملت مو ، مؤمن ملت دی هری قربانۍ ته تیار وو او دی خو اعتماد یی خپل کړی ،معامله ګرو د اعتماد نه غلطه استفاده کړی ، په پاکو رایو لوبه ، څه سړیتوب دی؟
انشعاب د وزارت یا کرسۍ لپاره کوم تجارت دی؟
تنظیمی او ګروپیک انحصار او خود پرستی ،مهلکات ندی؟
په معصیت کی اطاعت شته یا اولی الالباب ؟
د شخصی او ډلګیو د ګټو لپاره نور دا مؤمن ملت مه غولوی ، واحد ملت د ټول ملت په ګټه دی ، ورورولی او اخوت ، اتحاد راولی او په عمل کی درس د اخوت عبادت دی .