تاند- د وروستیو راپورونو له مخې د کابل د نن ورځې د تروریستي برید د شهیدانو شمېر ۹۵ ته رسېدلی.

د عامې روغتیا وزارت سرچینې وايي، لږترلږه ۴ سوه ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک ښودل کېږي له همدې کبله وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي.

د کابل روغتونونو له خلکو غوښتي چې د ټپیانو لپاره وینه ورکړي.

تراوسه پورې د افغانستان وسله والو مخالفو ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو ویلي چې دا برید دوی نه دی کړی. د دې ډلې ویندوی ویلي چې وروسته به څرګنده شي چې دا حمله چا کړې ده.

وسله وال طالبان عموماً د هغو حملو مسوولیت په غاړه نه اخلي چې اکثره قربانیان یې ملکي وګړي وي.

خو داعش تل د هر وحشیانه بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي. دې ډلې هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خرابېدو سره په افغانستان کې د تروریستي ډلو فعالیتونه او وژونکي بریدونه ډېر شوي دي.

۷ امریکایان هم ژوبل شوي

سي این این وايي، د کابل په نننۍ چاودنه کې لږترلږه ۷ امریکايی اتباع هم ژوبل شوي.

سي این این ته امریکايي مسوولانو ویلي چې په ټپیانو کې لږترلږه ۳ تنه د امریکا د حکومت کارکوونکي دي.

اسوشیتید پریس وايي چې په کابل کې د امریکا د سفارت ۹ ساتونکي وژل شوي او ۹ تنه امریکايي قراردادیان ژوبل شوي دي.

اژانس نه دي ویلي چې دا کسان د چاودنې په ځای یعني زنبق څلور لارې کې وژل شوي او ژوبل شوي او که د بم ټوټو په سفارت کې وژلي او ټپیان کړي دي.

اسوشیتید پریس وايي چې د امریکا د سفارت یو افغان ساتونکی بې درکه دی.

اژانس ته امریکايي چارواکو ویلي چې امریکایان برسېرن ټپیان شوي او هیڅ یو له خطر سره مخامخ نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د خپلو ۱۱ قراردادیانو ټپي کېدا تایید کړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، د دغه وزارت ویندوی وویل چې هیڅ امریکايي ټپي ته خطر پېښ نه دی.

تروریستانو په حمله کې یو نیم ټن چاودېدونکي مواد کارولي

راپورونه وايي چې تروریستانو د کابل په حمله کې له یو نیم ټن چاودېدونکو موادو کار اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، تروریستانو دا مواد د اوبو په یوه ټانکر کې ځای پر ځای کړي وو.

له چاودنې وروسته د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانسان د ملي امنیت شورا بیړنۍ غونډه وکړه او له امنیتي اورګانونو یې وغوښتل چې د پېښې په اړه بشپړ تحقیقات وکړي او له نتیجو یې ولس خبر کړي.

ملي امنیت: د کابل برید آی ایس آی د حقاني شبکې په مټ کړې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن /چهارشنبه/ ناوخته اعلان وکړ چې د کابل نننۍ خونړۍ حمله د آی ایس آی په تخنکیي لارښوونه پاکستان مېشتې حقاني شبکې کړې ده.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي خو دې ډلې پخوا هم په ځلونو په هغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي یا یې خوله پرې پټه کړې چې ملکیانو ته پکې زیاتې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

آی ایس آی، تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د چارو کتونکي وايي، د افغان ځواکونو له خوا د سپین بولدک له دوو کلیو څخه د پاکستاني پوځیانو له شړلو وروسته پاکستان په کندهار کې د ملي اردو پر اډې په څو حملو کې انتقام واخیست خو داسي ښکاري چې لا هم پاکستان د افغانانو په مرګ ژوبلو موړ شوی نه دی.

پاریس د کابل په ویر کې

د کابل د تروریستي برید له قربانیانو سره د پیوستون او د هغو د کورنیو له غړیو او افغانستان سره د یووالي په نښه به نن شپه د پاریس د ایفل برج څراغونه یا ګروپونه مړه د ځڅو شېبو لپاره مړه شي.

د پاریس ښاروال وویل چې د کابل په وخت د شپې په دوولس بجې به د ایفل څراغونه مړه کړي.

دغه برح ته هره ورځ په تېره بیا د نن سبا په شان په موسم کې زرګونه سیلانیان خېژي.

دا برج چې د پاریس په ررړه کې دی، د فرانسې او په ځانګړي ډول پاریس سمبول ګڼل کېږي. د برج له سره د ټول پاریس رنګارنګي ښکاري.

د امریکا ولسمشر د افغانستان ولسمشر ته ټېلفون وکړ

د کابل له خونړۍ حملې وروسته د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ ویندوی وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو د کابل د چهارشنبې د ورځې تروریستي حمله په کلکه وغندله.

3 thoughts on “د کابل د حملې د شهیدانو شمېر ۹۵ او د ټپیانو ۴۰۰ ته ورسېد”
  1. دا جنګ د افغانانو جنګ نه دی، داجنګ د پردیو دی او…. دا کلیشه ای او خوسا خبری یوازی د اصلی ستونزی نه پام بل خوا اړوی…. د دغه جنګ اړخونه اساسا افغانان دی، که بیا هم دا جنګ پردی ګڼو نو بیا مانا دا ده چی افغانان انسانان نه بلکه … دی چی یو بل سره داړي، څنګه دا ومنم چی دا جنګ پردی دی چی جنګیالی یی افغان او په کی وژل کیږی هم افغان، ډز هم افغان کوی او کور هم ورانیږی د افغان …. د دغی وبا علاج باید له افغانانو باید شروع شی، او حل یی باید به همدغه باروتی نسل کی ولټول شی…

  2. دا پیښی د کلونو راهیسی په سلګونو وار تکراریږی او د علاج او مخنیوی اساسی لار یی نه لټول شوی اونه کوم عملی ګام د ملت ساتنی لپاره اخیستل شوی ، نفاق، منفی رقابتونه ،جاهلی تعصبات او معاملی هغه عوامل دی چی تباهی او ذلت زیږوی .
    ای کاش د یوه غفلت یا معاملی وروسته هغه غافل یا معامله ګر تشخیص او ملت یی له شر څخه خلاصیدی او د حاکمو جانیانو له خوا نه حمایه کیدای. خو همدا خلک ،ارذل الناس حکام حمایه کوی ،نور یی هم چاغوی او بیا یی د ملت داړلو ته ګماری خو دا دعا کوی چی قهار ذات دی ظالمان او دهغوی حامیان دی تباه او نابود کړی او دا غمونه دی د هغوی کورونو ته ورولی.
    ربنا نجنا من القوم الظالمین
    ولا تزد الظالمین الا تبارا

  3. رښتیا هم دا جنګ د پردیو جنګ دی . خو ځري یی زمونږ خپل دی ، دا ځري کله کله زمونږ د هېوادوالو په مرګ دومره خوشحاله شی چې حتی ځان هم نشی کنترولولی او له ورایه د خوشحالۍ رمباړې وهي. میرویس یاسینی ، قوماندان حضرت علی، قوماندان امان الله ګوذری ، شکیبا هاشمی د کندهار وکیله ، نور تور څټي قوماندانان او وکیلان له داسې مزدورو ، خرڅ شویو کسانو سره همکاری کوی او خر مرګي حساسو ځایونو ته وړی چې د دوی په وسیله د پردیو اهداف تامین او یا خپل انتقام دلته له ملکی خلکو نه واخلي. دولت باید د دوی تبلیغات ، حرکات ، سرمایه ، کور او دوستان ټول تر نظر لاندی ونیسی.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *