تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د تېرې شپې تروریستي حمله په کلکه وغندله او د ټپیانو د لیدو لپاره روغتون ته لاړ.

د وروستیو راپورونو پر اساس د دې زورورې چاودنې، چې د یوه موټر په وسیله وشوه، د ټپیانو شمېر ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او د وژل شویو کسانو شمېر ۷ تنه ښودل کېږي.

ولسمشر غني د ټپیانو د عیادت په مهال له ډاکترانو وغوښتل چې د زخمیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني د تېرې شپې موټر بمي حمله بې سارې وبلله.

په خبرپاڼه کې د ولسمشرز له خولې ویل شوي«د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وژل د هغوی د زبونۍ او د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې  د جګړې په ډګر کې د ماتې ښکارندوی دی.»

اجرايي رييس عبدالله عبدالله، د امریکا سفارت او ملګروملتو هم دا برید غندلی دی.

عبدالله عبدالله دې وحشیانه برید ته په اشارې ویلي، پکار ده چې له وسله والو مخالفانو سره د سولې پر پروسې له سره جدي غور وشي.

د امریکا سفارت بیا ویلي چې د ښار په یوه داسي له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې دا ډول قوي چاودنه ښيي چې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته د انسانانو ژوند اهمیت نه لري.

راپورونه وايي چې د پېښې ټول قربانیان ملکي خلک دي او اکثره په خپلو کورونو کې د بم د شدت په وجه د شیشو د ماتېدو له کبله ژوبل شوي دي.

 عکس د کابل د یوې پخوانۍ ورته حملې دی.

One thought on “د کابل د حملې د ټپیانو شمېر ۴۰۰ تنو ته ورسېد”
  1. زه دير ناسف كوم چخ طالبان او نور بنيادگر د اسلام تر نا مه شا ته كوم اعمال تر سره كوي تاسي اي مسلمانانو خپله قظاوت وكري دكا بل دشا شهيد مرگوني انفجار

    طالبان او مجاحد ين دوارو ا س ا. په كا سه كي دودي خوراي ده
    وأبي سگ زرد برادر شغال است

ځواب ورکول غياث ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *