فاروق وردګ: هېوادوال دې د نظام د کاواکۍ پر ځای د نظام د سمون او ټینګښت لپاره کار وکړي.

د تېرو خونړیو بریدونو په تړاو په پارلماني چارو کې د د دولت د وزیر او د ولسمشر د ارشد سلاکار فاروق وردګ له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغانان دې د نظام د کاواکۍ پر ځای د نظام د سمون او ټینګښت لپاره کار وکړي. خبرپاڼه زیاتوي: ((د نظام نشتون مو لا له وړاندې تجربه کړی؛ راځئ د نظام د کاواکۍ پر ځای د نظام د ټينګښت او سمون لپاره لاسونه سره ورکړو او په دغه حساسو شرایطو کې د ملي ګټو د خوندیتوب، د پردیو مزدورانو د شومو موخو د ناکامۍ، د ملي یووالي د ټینګښت او د افغانستان د بقا په موخه په پوره زغم، تدبیر او هوش سره د خپلو حقه غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړو.))

وردګ په کابل کې شوي بریدونه د هغو پردیو او بې غیرته غلامانو کار بللی چې د سیمې د کرغیړنو کړیو په خوښه د هېواد پرمختګ، د افغانانو یووالی او د افغان دولت د نظام ټینګښت نه شي زغملی او غواړي چې د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه یې د بې ثباتۍ او ناامنۍ لوري ته بوزي.

One thought on “د کابل د خونړیو بریدونو په تړاو د فاروق وردګ اعلامیه”
  1. د (۱۹۹۲) عیسوي کال راپدي خوا په کابل څه چې په ټول افغانستان کې بې امني او بې ثباتي ده چې علت ئې ټول د بهرنیو هیوادونو ګوډاګیان دي۰ تر هغه وخته چې دا امریکائي مجاهد(شورای نظار )، روسي طالب او ایراني داعش په افغانستان کې وي، دا غوبل اوبربریت به پای ونه لري۰ دلته دې اسلام په نامه د زورورو ښکرورو خرمستي ده، دلته د چاقوبازانو چاقوبازي ده۰ پدې لیونیانو کې نه اسلام وینم اونه انسان ۰ اې زما ښکلیه هیواده! ستا په دوړو- خاورو دې دښمنان ړانده او ساه لنډي شي۰

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *