تاند- راپورونه وايي چې د کابل د طلايي مېنې (ښارګي) په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی او زیات تاوانونه یې پېښ کړي دي.

لومړني راپورونه وايي چې په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو مالي تاوان یې اړولی دی.

دا هم ویل کېږي چې اور له ودانۍ څخه د لرګیو یوه بازار ته غځېدلی او ساحه یې شېبه په شېبه پراخېږي.

تراوسه د اور بلېدو علت نه دی څرګند.

په افغانستان کې اکثره نوې ودانۍ په داسي ډول جوړېږي چې د اور لګېدو په مهال د وتلو اضطراري لارې ورته په پام کې نه نیول کېږي.

همداراز د زلزلې په وړاندې د ودانیو مقاومت ته پام نه کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې نه مجهزه اطفاییه لرو او نه د سړکونو وضعیت داسي دی چې په بیړني حالت کې د اور وژنې موټرونه د پېښې ځای ته ژر ورسېږي.

One thought on “د کابل د طلایي مېنې په یوې ودانۍ کې اور لګېدلی”
  1. تر دې وروسته چې هره مېنه جوړېږي او جوړې شوې مېنې هم باید د اطفایې د لږ تر لږه دوه موټرو په شمول ټولې نورې اسانتیاوې د تیارسۍ په حالت کې ولري.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *