تاند- د کابل د وروستیو ورځو له خونړیو تروریستي حملو وروسته د دغو حملو او د نورو ښارونو د تروریستي حملو په خاطر د تورو شیشو د موټرو خلاف کمپاین پیل شو.
دا کمپیان چې د هنرپالو په نوم د یوې ډلې له لوري پیل شوی، د تروریستي بریدونو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او په عین حال کې زورواکانو ته پېغور ورکوي.
د دې کمپاین اصلي هدف دا دی چې ټول خلک مقررات او قوانین رعایت کړي. دوی ښاریانو ته وايي چې د زورواکانو په وړاندې، چې د خپلو موټرو شیشې یې تورې کړي او نمبر پلېټ پرې نه لګوي، ږغ پورته کړي او هغوی وشرموي.
دوی د تورو شیشو د موټرو خاوندانو ته فرعون خطاب کړی او د فرعون کلمه یې په نمبرپلېټ ورته لیکلې ده.
دوی دغه راز وايي چې امنیتي چارواکي د خلکو د امنیت ساتنې ته رابولي او ورڅخه غواړي چې په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.
د هنرپالو ډلې په خپل پیغام کې د زورورو کسانو لپاره د معافیت کلتور غندلی دی.
عمومي باور دا دی چې تروریستان او د هغوی وسلې د تورو شیشو په موټرو کې راوړل کېږي.
ژوندی دی وی ددی کمپاین مخکښان!ا
زما دوی ته دا جمله پیشنهاد دی چی و یې لیکي:ا
ډارنه !دموټر شیشې دې ولی توری دی!ا نه شرمیږې !اڅه توره دې کړې؟
به علما و متفکرین، لطفا به سوال ذیل میشود جواب معقولی بر اساس منطق اراء فرمایید: چرا و با کدام دلیل از عیسویتت، با ارایهٔ اقلاً یک سند ذیل و جنگ های صلیبی مستند و دین اسلام جنایات و ترور سر زده و جریان دارد؟ لطفاً مضمون ذیل را مطالعه فرمایید:
http://www.afghan-german.net
afghan-german.net
.شیشه های سیاه یعنی سیاه کاری ها