تاند- یوې زورورې چاودنې د کابل په مرکزي برخه کې لږترلږه ۸ تنه وژلي خو ۱۲۸ نور یې ژوبل کړي دي. ځیني راپورونه، چې تایید شوي نه دي، د ټپیانو شمېر نژدې ۲۰۰ ښيي.
د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنګي وویل چې دا چاودنه، چې په شاه شهید مېنه کې وشوه، د موټر په وسیله شوې خو د هغې هدف لا څرګند نه دی.
له بلې خوا د روغتیا وزارت وايي چې د پلازمېنې روغتونونو ته ۱۱۲ ټپیان وروړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید الله مایار وویل چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی او احتمال شته چې د تلفاتو شمېر زیات شي. ځیني راپورونه وايي چې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
دې چاودنې زیات مالي تاوانونه هم اړولي دي.
د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي وايي چې په دې موټر بمي چاودنه کې، چې د ښار په مرکزي برخه کې شوې، لږترلږه ۸ تنه وژل شوي او ۱۲۸ نور ژوبل دي.
د چاودنې په سیمه کې ګڼې ودانې او ولاړ موټرونههم ویجاړ شوي دي.
تر دې دمه، چې د شپې څلور نیمې بحې دي، هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
پرون /پنجنشنبه/ وسله والو طالبانو په لوګر کې په ورته بمي حملو کې لږترلږه ۹ تنه ووژل.
دا بریدونه وروسته له هغې نسبي کرارۍ وروسته کېږي چې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې خبر خپور شو.
د خدای له پاره، دا شهیدانو ته وژل شوي مه وایئ. هېڅ ملکی افغان ته چې د داسې ظالمانو او قاتلانو په لاس شهیدان کېږي وژلی مه وایئ. حتی د ملي اردو او ملي پولیسو شهیدان هم د شهیدانو په نامه یاد کړئ. که نه د پاکستان له خصوصي خبري رسنیو یې زده کړئ. 🙁
اوس د ملا عمر د مور واده ده . دده حرموني په ژوند کې افغانانو یوه خوشحاله ورځ تيره نه کړه او اوس يې په مرګ هم باید افغانان ووژل شي. له بله لوره دوی د پاکستان مزدورو موردګاونو یو ځل بیا خپله منحوسه څیره خلکو ته وښودله چی دوی د پاکستان تړلي لیوني سپيان دی او د هغوی په خوله هر چا ته خوله اچوي. دا حرموني طالبان دی پدی پوه شی چې سبا په پاکستان ددوی په کونه هم یو لوی سوټی ورچوخ کړی څرنګه چې يي ددوی د مشر وړوند ملا عمر په کونه چوخ کړ. الله مو وشرموه او خدای د تاسو تولو حرمونیو طالبانو ته دوزخ در نصیب کړی. خدای پر دی دنیاهم وشرمولی او په هغه دنیا به هم له خیره وشرمیږي
طالبانو تاسو د خردجال اولاده یاست او دوزخ مړ ځای دی