تاند- د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د زوروې چاودنې ږغ واورېدل شو.

پولیس او شاهدان وايي چې وسله والو مخالفانو برید کړی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال سید غفار سیدزاده وویل چې د ده له معلوماتو سره سم چاودنه د کابل هوايي ډګر ته نژدې شوې ده.

د نورو راپورونو له مخې چاودنه په قصبې کې شوې چې هوايي ډګر ته څېرمه سیمه ده. خو په یوه بل راپور کې ویل شوي چې له لېري د هوايي ډګر پر الوتلارې راکټ لګېدلی دی.

تراوسه پوري د دې چاودنې په اثر د مرګ ژوبلو او احتمالي تاوانونو په اړه معلومات نه دی ترلاسه شوي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا چاودنه په هوايي ډګر کې د ایساف د قراول مخته په یوه موټر کې د اېښودل شویو چاودېدونکو موادو په اثر نن سهار اته نیمې بجې وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د چاودنې له کبله مرګ ژوبلې نه دي پېښې شوي.

د کابل په هوايي ډګر کې د ایساف قومنداني هم موجوده ده او امنیت یې کلک ساتل کېږي.

3 thoughts on “د کابل له هوايي ډګره د زورورې چاودنې ږغ واورېدل شو”
  1. عاجل عاجل
    کابل د الماني عکسرو په مرکز فدايي بريد 10 تنو بهرنیوته مرګ ژوبله واړوله
    د يو تازه خبر له مخې د کابل ښار په زړه کې د الماني عسکرو په مرکز فدايي بريد ترسره شو چې له امله يې درنه مرګ ژوبله او مالي تلفات واوښتل.
    د راکړل شوي خبر په حواله نن سهار شاوخوا 8 بجې د کابل ښار د 15 مې حوزې اړوند قصبې سیمه کې د الماني یرغلګرو په یوه مرکز د قهرمان مجاهد محمود چې د لغمان اوسېدونکی وو، لخوا فدايي برید ترسره شو.
    بريد په داسي حال کې ترسره شو چې الماني عسکر له خپل مرکز نه د را وتلو په حال کې وو.
    ددې کامياب فدايي بريد په نتيجه کې له مرکز نه 2 راوتونکي نظامي موټر چې المانيان پکې سپاره ول په مکمل ډول ويجاړ 10 او له دې علاوه 10 تنو خارجيانو ته مرګ ژوبله واوښته.
    برید د منفجره موادو نه ډک يوه لنډکروزر موټر په وسیله ترسره شو چې د المانيانو د مرکز نظام قراول، دروازه او ودانۍ ته يې زيات زیان واړاوه.
    دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې صرف دا تیره ورځ د کابل ادارې استخباراتو لافه کړې وه چې ګڼې د ډيرو بریدونو مخه يې نيولي ده او ګواګې نور په کابل کې فعال شوي دي.

  2. طالب جانه سخت پیلي درواغ ستاسي خو ټول حساب پوره وي شکسته ارقام نلری
    که په خوله وژل کیدلای په نړۍ که به بي ملاچرګک بل څوک نه وای

  3. خان اندړه صیب بخشه کوه طالب جان ملامت دی دافته ورته شته چی کاډی زغروال تخریب کیژی اودافته ورته نسته چی خارجان ده فولاداوالماسوسه جوړدی نه تخریب کیژی

ځواب ورکول خان اندړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *