تاند- د کابل د نن ورځې مظاهره هغه مهال پای ته ورسېده چې پخواني مرستیال ولسمشر کریم خلیلي په دهمزنګ کې وینا وکړه.

خلیلي د مظاهرې پای اعلان کړ، او له مظاهره چیانو یې وغوښتل چې خپلو کورونو ته لاړ شي.

دا مظاهره، چې برخوال یې هزاره ګان ول، له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ ولټه وارداتي برېښنا د مسیر د بدلېدو لپاره رابلل شوې وه.

مظاهره چیانو شعارونه ورکول چې د برېښنا مزی دې د بامیان له لارې کابل ته وغځول شي.

ولسمشر غني د دې پروژې په اړه یو کمیسیون ټاکلی چې په لسو ورځو کې خپل نتیجه اعلان کړي.

په دې کمیسیون کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د کلیو پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري او د ملي امنیت د شورا مرستیال فیض الله ذکي شامل دي.

بل لور ته په کمیسیون کې یو شمیر هغه کسان هم شته چې د سالنګ له لارې د دې پروژې پر تطبیق سخت انتقاد کوي، په دوی کې احمد بهزاد شامل دی. همداراز په دې ډله کې محمد اکبري، قیوم سجادي، اسدالله سعادتي، برنا کریمي شته او د پروژې له لورې حسیب الله کلیمزی، الماس زاهد او محمد ناصر احمدي د کمیسیون غړي ټاکل شوي دي.

د ولسمشر د فرمان له مخې د پروژې کار به هغه وخت پیل شي چې کمیسیون نتیجې ته ورسیږي.

په کابل کې د دهمزنګ په سیمه کې کانتینرونه درول شوي چې د ښار مرکزي برخې ته د مظاهره چیانو د تګ مخه ونیسي.

مظاهره چیانو پر حکومت انتقادونه وکړل چې د دوی لاره یې بنده کړې ده خو خلیلي وویل چې د دوی د مظاهرې هدف دا نه دی چې حکومت وپرزوي او ارګ ته لاړ شي.

خلیلي د حکومت مشرانو ته خبرداری ورکړ چې په وسپنیزو دېوالونو د خلکو د عدالت غوښتنې ږغ  مخه نه شي نیولی او تر هغو به مظاهرې دوام وکړي چې کابینې پرېکړه نه وي بدله کړې.

د سالنګ له لارې د برېښنا د مزي د تېرېدو پرېکړه په ۲۰۱۳ م کال د کرزي په کابینه کې شوې وه چې کریم خیلي د ولسمشر مرستیال و.

د نننۍ مظاهرې په لړ کې څو تنه هغه مهال ژوبل شول چې مظاهره چیانو د تیږو وارونه وکړل.

همداراز ویل شوي چې مظاهره چیانو لږترلږه ۳ خبریالان وهلي دي.

3 thoughts on “د کابل مظاهره د خلیلي په وینا پای ته ورسېده”
  1. سبا به خلګ د غنی ښخه غواړی او دی باید کمیسیون وټاکی چه ورکړی که نه. ای ویده پښتون قومه څه شوی په ورکیدو یی نیم پاکستان مړ او ورک کړی او نیم به په افغانستان کی د مچانو خوراک شی دبازانو هم نه.

  2. په دې وږي، جنګ وهلي، کندواله شوي هیواد کې د ایرانیان په څیر اکتونه۰
    یک شاعری ایرانی میګوید که : چهار چیز دیدم چشم پاره ـــ مرغ و مګس و سګ وهزاره
    قضه ثبوت شد که کاسه لیسان ایرانی هستند۰
    ایران دیوه سپي ارزښت نه درته لري۰ افغانستان کې سرحد نشۍ ساتلاې، خو له ایرانه لکه وفاداره سپي د افغانستان، عراق او سورې جنګ ته ځغلي۰
    آخرولې اې بې منطقو، تالي څټو: (کله چې یوه ترافیکي اشاره سره کیږي ــ ټول دریږي او که شنه کیږي نو ټولوته لاره خلاصه ده)۰ تاسې ولې خپل ځانونه له نورو افغانان لوړبولئ؟ تاسې افغانستان ته څه خدمت کړئ؟ ستاسو مزاري او خلیلي دې وطن ته څه کړې؟ مونږ تر اوسه یو سم حکومت او امنیت لرو؟ دا چې د ولسمر خواته را ټول دي، ټول هیواد پاله دي؟
    ولسمر دې هغه څه وکړي، چې زمونږ د هیواد په ګټه وي نه دې یوې وړې کړۍ په ګټه۰
    شرمیدلي دې وي دافغان ولس دښمن۰

  3. دا تول داهل سنت مسلمانانو دجهالت اوبی اتفاقی په سبب دی چی دایران اجنتان خپله هره غوشتنه په زورپه ضعیف اوفاسد حکومت منی
    حسن

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *