له پښتون پرته هر شري او ټوپکي مشر خپل قوم په زور او چل ښاري کړ، چې په ښار کې خپل نفوس زیات کړي، خلکو ته یې خورا ښه خدمت وشي او راتلونکي کې ډېر داسې کسان ولري چې په ښارونو کې مهمې څوکۍ ولری.

حضرت علي له هغو غرونو چې تراوسه یې هم ځینې سیمو ته سړک ور تېر نه دی او خلک یې موټر نه پېژني جلال اباد ښار په تېره بیا هغه سیمې هم ډکې کړې چې دولتي دي.

مسود او له هغه وروسته یې پاتې شونو هم هر پنچشېري ته د کابل په هره برخه کې څو څو کورونه په نصیب کړه. له خېرخانې نیولې تر ارزان قېمت او ان څرخي پله پورې د بدخشیانو هم کمی نشته.

د هزاروو مشرانو نه یواځې د کابل یوه برخه په خپلو خلکو ډکه کړه، بلکې په جلال اباد کې یې هم درې سوه هزاره کورنۍ واچولې، د شمال لوري ته یې له بغلان سره په عمومي سړک دوی ته لوی ښارګوټي جوړ کړل.

کله چې د کوچیانو او هزاروو د غرونو په سر لانجه شوه، نو کریم خلیلي نه خپل مقام ته وکتل، نه یې د پښتنو په څېر د مصلحت په پلمه له خپلو خلکو سره له مخامخ ملاتړ ډډه وکړه، بلکې لاړ په بهسودو کې یې پلترۍ ووهلې او ویې ویل چې غوښتنې یې ونه منل شي او کوچیان په شا نه شي ارګ ته به لاړ نه شي.

زموږ هلمندی پښتون چې د پښتون د ابدي دښمن( ملا او طالب) د جهالت او ظلم له وجې تر کابل را ورسېد، نن یې ډېری ځوانان او ماشومان د دارالمان، کوټه سنګي او نورو سیمو په ډېرانونو کې له سهار وختي چې رڼا خوره نه وي تر ماښام تېرغونیي لګیا وي پلستیکونه ټولوي، یا سرچوک او کوټه سنګي بازار کې سهار وختی د کار په تمه ناست وي، نور یې د کوټه سنګی په سړکونو، یا د باغ عمومي او منډيي ترمنځ کوڅه کې ګنجي(زرپیراني)، پرتګاښونه او نور پلوري، خو په هر ځای کې یا د متعصبو له ښکنځلو یا هم د پولیسو له کوتکو سره مخ وي، نه یې چا پوښتنه وکړه او نه یې دلالو پښتنو( هغه پښتانه چې واک لري، خو د څوکۍ ساتلو په خیال هرڅه هېروی.) یوه ورځ پنډغالي ته سر ورښکاره کړه، چې له دوی سره د خواخوږۍ ښودلو لپاره په همدغه پنډغالي کې یوه شېبه تېره کړي، خیر دې محور ورځپاڼې او د هغو چلوونکو ته وي چې څو ځوانان به یې د کرک په جنګولو یا ځینې ښځې په سوال لیدلې وي، او اوس په ټول پنډغالي د لټانو نوم ږدي.

ممکن دغه خلک د خپلو خیالي تحلیلونو او خبرونو په جوړولو کې دومره مصروف وي چې د دوی د ملاتړ او دوی ته په کابل کې د یوې ټوټې ځمکې د ورکړې یا له دوی سره د مرستې لپاره د چارواکو مجبورولو پر ځای پښتون دښمنه چارواکو ته دا چانس په لاس ور کوي چې هغوی هم بله ورځ ووايي، رسانه های ازاد و غیر وابسته نیز این را تایید میکند که باشندګان این اردوګاه به خاطر غصب زمین این جا زندګي میکنند.

2 thoughts on “د کابل مظلومان/ امین روهیال”
  1. کله چی ملی غرور او انسانی احساس او ترحم له منځه لاړشی بیا ورته هر څه یو عبث او بیکاره شی معلومیږی . یواځی ثروت او پیسی ورته انسانیت ، اسلامیت او افغانیت ښکاری. هغوی ملامت نه دی په نسو ماړه او ځانونه یی پټ دی .
    د فرانسی د انقلاب وخت کی چی ملکی له پاچا 14 لویی نه وپوښتل دا خلک ولی دلته راغی دی ، پاچا ورته وویل چی دوی وږی دی او ډوډۍ غواړی . ملکه چی په نس مړه او تن یی په وريښمینو او وړینو کالیو پټ وو نو ورته ویی ویل چی لاړ د شی او کلچی د وخوری. زمونږ ورونه هم همداسی فکر کوی . تا کسی به مصیبتی ګرفتار نشود ، قدر عافیت را نداند.
    غټان ِغټان لویان لویان پیدا دی
    دوی خو له موره جنتیان پیدا دی
    راځی چی خوارو له جنت وګټو
    دوی خو له موره دوزخیان پیدادی
    خو د جنت ګټل نه په انقلابی شکل سره بلکه د علم او پوهی په حاصلولو سره، یو بل سره همدردی او ملاتړ او په پای کی داسی چاته رایه ورکول چی لا تر اوسه یی افغانی ضمیر او احساس نه وی مړ. هغه چا ته چی وکولای شی د پښتنو دښمنان په دوستانو بدل کړی او په خپلو پخوانیو کړو پښيمانی ښکاره کړی. هغه چاته رایه ورکړو چی نور دا د قومونو او ډلګیو او اسلامی او چپی ګوندونو له کړنلارو سره مخه ښه وکړی او ټول افغانان ورته خپل ورونه ښکاره شی.

  2. نه پوهیږم چي آخر موږ څه کړي دي‌چي هر ناخوالی او بدبختي د موږ په سر تپل کیږی . د خلکو کلي‌ ولایتونه شول او زموږ د ولایاتو امنیتی ساحه د يو کلۍ برابر دی د نورو قومونو په ولسوالیو کی پوهنتونونه پرانیستل شول خو زموږ لمړنی ښوونخي وسوزیدل . زه نور څه نه وایم خو دا وایم چي ودشرمیږی زموږ تش په نامه پښتانه حکومتی مشران چي د پښتون په نامه په غټو کرسیو ډډي وهلي دي او د خپل د قام د بربادی او نابودی تماشه کوي او د دوو ټکو بیسیوادانو ، غلو او چپاولګرو ته خپه د پښتو شمله ټیټوي ، خدای دی پر موږ ورحمیږي‌.‌….‌وسلام ………………………………..حامد صافی د کابل له ولایت څخه

ځواب ورکول baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *