تاند- د افغانستان د ملکي هوايي چلن خپلواکه ادره وايي، د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې به یو ستر ترمینل او همداراز پنځه ستوریز هوټل جوړ شي.
د افغانستان د هوايي ملکي چلن د چارواکو په وینا له راتلونکي کال څخه به په حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر کې ۶ پراختیايي پروژې اجرا کړي چې په هغو کې د یوه پنځه ستوریز هوټل، د نوي پراخ ترمینل او د صادراتي زون جوړول شامل دي.
د دوی په وینا نوی جوړېدونکی ترمینل به په کال کې د ۱۰ ملیونه مسافرو ظرفیت لري او د دې ترڅنګ به د کارګو یا بار لپاره ځانګړی ترمینل او د الوتکو د ترمیم لوی ورکشاپ جوړ شي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې ريیس محمود شاه حبیبي وايي، دا پروژې به د افغانستان د حکومت او خصوصي سیکتور له لوري په ګډه تطبیق شي.
د ده په وینا پر دغو پروژو به ۷۰۰ ملیون ډالره ولګول شي.
حبیبي همداراز وویل«دا پروژه به د خصوصي سیکتور په مرسته عملي شي. موږ هڅه کوو چې د نوي ترمینل په جوړولو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ظرفیت لوړ کړو.»
د کابل هوايي ډګر دوه ترمینلونه لري چې یو د اعلحضرت محمد ظاهرشاه د پاچهۍ په مهال جوړ شوی و او بل د حامد کرزي په دوره کې د جاپان په مالي مرسته جوړ شو. د ډېرو په نظر د کابل د هوايي ډګر په دوهم ترمینل باندې د جاپان شاوخوا ۴۰ ملیون ډالره ضایع شوي دي. پکار وه چې د جاپان ۴۰ ملیون ډالره سمې مصرف شوي وای او یو ستر او معیاري ترمینل پرې جوړ شوی وای.
حاضردمه د کابل د هوايي ډګر ترمینل د سیمې په کچه ډېر کوچنی او بې کیفیته او په عین حال کې بې نظمه ترمینل دی.
د افغانستان د ملکي هوايي چلن د ادارې سرچینې وايي چې ګڼې خصوصي کمپنۍ حاضرې دي چې د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پر ترمینل او نورو تاسیساتو پانګونه وکړي.
تمه ده چې د نوي ترمینل په جوړولو کې نه یوازې د افغانستان اوسنۍ، بلکې د راتلونکو څو لسیزو اړیتاوې هم په پام کې ونیول شي.
د کابل هوايي ډګر نوم سره چې د چوربابا نوم ووینم، شک مې راشي چې دا ډګر به فزیکي وجود ولري، فکر کوم دا به هم «هوایي» وي لکه هوایي ښوونځي هوایي معلم هوایي پولیس او هوایي … ان کله خو مې په چوربابا هم شک راشي چې افسانوي به وي…
ډېر ښه. د یو لوی ترمینل اړتیا ده
لومړۍ خو باید ورته تشنابونه جوړ شي
یو تشناب هم چې شته دومره چټل دی چې د چا زړه هم نه کیږي چې دننه شي
پاک کاري خو اصلا نشته، د نورو هیوادونو هوایی ډګرونو کې په هره څنډه کې تشنابونه شته چې د ورځې څو واري پاکیږي، خو زمونږ یو تشناب لری هغه هم چټل.
دا یوه ډیره جدي مساله ده، تشناب د انسانانو یو ضرورت دی او هر چیرې باید وي. څو موده مخکې مې د کابل د میدان نه سفر کاوه، تشناب ته مې اړتیا پیدا شوه. چې تشناب ته ننوتلم، ډیر مې حالت خراب شو. چټل تشناب، یوه چټله بدنۍ هم ایښې وه، نه صابون، نه اوبه او نه هم کاغذ.
بیرته د تشناب نه ووتم او منتظر پاتې شوم چې ډوبۍ ته ځان ورسوم.