تاند- د کابل هوايي ډګر ته نژدې د هواپېژندنې په واټ کې نن سهار چاودنه وشوه.
لومړني راپورونه وايي چې دا چاودنه د یوې انتحاري حملې په نتیجه کې وشوه.
تراوسه پوري د دې پېښې په وجه د مرګ ژوبلو دقیق راپور نشته خو ځیني شاهدان وايي چې د چاودنې په ځای کې یې وینې لیدلي دي.
ویل کېږي چې د هواپېژندنې له واټه بهرني پوځیان هوايي ډګر ته د تګ راتګ لپاره کار اخلي. خو ځینې نورې سرچینې وايي چې چاودنه د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په خوله کې شوې ده.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیو پوځیانو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري څه نه دي ویلي. خو د پولیسو یوې سرچینې تاند ته وویل چې دا موټربمي حمله وه او هدف یې د ناټو ځواکونه ول. سرچینې د تلفاتو په اړه بې خبرې څرګنده کړه.
دا په شاوخوا ۱۲ ساعتونو کې په کابل کې دوهمه چاودنه ده.
تېر ماښام اووه بجې په کابل پوهنتون کې چاودنې د پوهنتون دوه استادان ژوبل کړل.
په ډیری بخښنی سره دکابل هوایی میدان دحامد کرزی نړیوال هوای میدان په نامه نومول شوی نوباید ژورنالیستیکی اصول مراعات او په اصلی نوم ذکرشی په درنښت