تاند نیوز ډیسک: بریښنا شرکت نن د پورړو د بریښنا پرېکولو کمپاین په ترڅ کې د ځینو حکومتي او غیر حکومتي زورواکانو د کورونو بریښنا پرې کړې ده.

د دغو زورواکانو شمېر ۹ ته رسېږي چې نن یې بریښنا شرکت په کورونو بریښنا پرې کړه.

د اجرائیه ریاست سلاکار بخت محمد ځدراڼ، د ولسي پخوانی غړی بیدار ځاځی، د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ګل جمال، جهادي قومندانان علم خان او میر رحمان، د بتخاک د خلکو شورا مشر ملک تلاش او د هغه ورور هغه کسان دي چې برېښنا شرکت وايي، له کلونو راهیسې یې ملیونونه افغانۍ پوروړي وو او نن یې په کورونو بریښنا پرې شوه.

د برېښنا شرکت د پلاوي مشر خالد احمد ستانکزی چې امنیتي ځواکونو یې ملتیا کوله وویل، دوی ارزیابي کوي که ورته معلومه شوه چې دغو خلکو بیا د بریښنا لینونه تړلي دي نو عدلي ادارو ته به یې معرفي کړي.

نوموړی وايي، کابل کې ۴ اعشاریه ۵ ملیارده افغانۍ پورونه لري چې مالیې وزارت وعده ورسپارلې چې یونیم ملیارد افغانۍ پورونه به یې د دولتي ادارو له درکه ژر ورکړي.

One thought on “د کابل پر نهو زورورو برېښنا پرې شوه”
  1. داخو داسی زور واکي دي چی څوک یی په زور واکو کی نه شمیري، د بریښنا شرکت باید د اصلي زور واکو د کورونو برق قطع کړي،

ځواب ورکول صادق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *