تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په کابل کې پوځي اکاډیمۍ ته نژدې د انتحاریانو حمله د ځانمرګو له ځپل کېدو وروسته پای ته رسېدلې ده.

د دفاع وزارت د ویندوی جنرال دولت وزیري وايي، نن /دوشنبه/ سهار وختي ۵ انتحاریانو په قرغه کې پر یوې قطعې حمله وکړه.

د وزیري په وینا دوو انتحاریانو ځانونه والوزول، ۲ د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول او پنځم ژوندی ونیول شو.

جنرال وزیري وايي چې په دې برید کې د ملي اردو ۵ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې ادعا کړې چې د کابل نننۍ حمله د دوی کسانو کړې ده.

دا په تېرو ۹ ورځو کې په کابل ښار کې درېمه حمله ده.

لومړۍ حمله پر انترکانتینینټل هوټل وشوه چې ۲۲ تنه پکې ووژل شول او دوهمه انتحاري حمله د عامو خلکو په منځ کې وشوه چې تر ۱۰۰ ډېر خلک پکې ووژل شول.

4 thoughts on “د کابل پر یوه پوځي مرکز د حملې په مهال یو انتحاري نیول شوی”
  1. ای همدا یو ترهګر دې راونیسي او په … دې ورته لرګی ومنډي، ژوندی دې یې وسوزوي که بل بیا حمله وکړه چې ماته هرڅه وایئ. دا اجړا حکومت چې دا د هرا منډیي دلالان ونیسي بیا ورباندې په محبسونو کې پلاوونه او چرګان خوري، قسم په خدای چې زه ټالب یم هم راځم حمله کوم

  2. هیله ده چی جنرال دوستم د یو \ه وخت د ّاره ددغه نیول شوی بندی د ایشچی کولو دپاره راوغواړو!ا تر څو د شهادت او جنت لار ور وښيي!

  3. داسی کسان باید په نړیواله توګه په میډیا وښودل شی….. او دده خبری ټول واری
    چه څوک دی دکوم ځایه راغلی – او دڅه لپاره راغلی

    دوی انسانان نه دی – دوی ته انسان ویل دانسان توهین دی

ځواب ورکول تراب خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *