تاند- د کابل د نن سهار په ځانمرګي موټر بمي برید کې لږ ترلږه ۴ تنه وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې په یوه کوچني موټر کې چاودېدونکي مواد بار شوي ول او د ښار په ختیځ کې د بهرنیو پوځیانو د یوه مرکز په دروازه کې د ځانمرګو په وسیله وچاودول شول.
صدیقي وویل چې امنیتي ځواکونو د انتحاریانو پر موټرو ډزې وکړې څو مخه یې ونیسي.
د ولسمشر لومړي مرستیال د چاودنې د ږغ له اورېدو وروسته د پېښې ځای ته ورغی او هلته یې له خبریالانو سره د خبرو په مهال دا پوښتنه مطرح کړه چې حمله کوونکی بې له دې چې په هیلي کوپتر کې تر دې ځایه ځان راورسوي، بل ډول نه شوای راتلای.
جنرال عبدالرشید دوستم همداراز وویل، کابینه لا جوړه نه ده، هرکله چې کابینه جوړه او والیان او نور چارواکي وټاکل شول د دې ډول بریدونو مخه به ونیول شي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو بمي بریدونه زیات کړي دي. وړمه ورځ یې د ولسي جرګې د مخکښې غړې شکریې بارکزۍ د وژلو هڅه وکړه چې په نتیجه کې یې درې ملکیان ووژل شول او شاو خوا ۲۰ نور ژوبل شول.
په همدې منځ کې د امنیتي او سیاسي چارو ځیني کتونکي وايي، ممکن دا بریدونه به د هغو کړیو په مشوره او ملاتړ کېږي چې نه غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنخ بې باوري ختمه او دواړه په ګډه د ترهګرۍ پر ضد لاسونه یو کړي.
په افغانستان کې چاودنې په ځانګړي ډول پاکستان ته د ولسمشر غني له سفر او د پاکستان د همکارۍ له ژمنو وروسته زیاتې شوي دي.
د ناټو تر مشرۍ لاندې ایساف وویل چې په ننني برید کې د دوی کوم سرتېری وژل شوی نه دی. د دوی په وینا دوه افغان پولیس په چاودنه کې ووژل شول.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
طالبان به خاه مخا د برید مسوولیت په غاړه اخلی . هغه بله ورځ مولانا فضلو د طالبانو په کونه کی ورچوخ کړل چی هلکو جهاد وکړی نو د خپلو هیوادوالو وژل خو د چړیانو اصلی دنده ده. لعنت د په هغه چا وی چی د نورو د خوشحالی لپاره خپل خلک وژنی او خپل هیواد ویجاړوی.