تاند- د کابل د پروني تروریستي برید د تلفاتو شمېر ۶۴ او د ټپیانو شمېر ۳۴۷ تنو ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن /چهارشنبه/ د پرونۍ تروریستي حملې د مرګ ژوبلو وروستی شمېر په داسي حال کې اعلان کړ چې لا هم په پلازمېنه کابل کې خلک د دې وحشتناک برید له امله شاک یا ټکان احساسوي.

که څه هم د برید اصلي هدف د جګپوړو چارواکو د ساتونکو مرکز و، خو لومړنۍ چاودنه، چې په یوه موټر کې د زیاتو چاودېدونکو موادو په نتیجه کې وشوه، دومره زوروره وه چې حتي په یو کیلومترۍ کې یې خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.

وسله والو طالبانو د دې تروریستی برید مسوولیت منلی دی.

دا برید د شاه شهید له حملې وروسته په تېرو ۱۵ کلونو کې د شدت له پلوه تر ټولو زوروه انتحاري – انفجاري حمله وه.

دا برید د افغانانو او بېلابېلو هیوادونو له لوري په کلکه غندل شوی دی.

ولسمشر غني ویلي چې د هر افغان د وینې د هر څاڅکي بدل به واخلي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د دې حملې د انتقام لپاره حتي د بندي طالبانو د اعدامېدو غوښتنه کړې ده.

د چارو کتونکي وايي، هماغه راز چې د طالبانو دې برید دښمني او کرکه زیاته کړه او د سولې د پلویانو دریځ یې کمزوری کړ. ګومان کېږي چې د حملې یو اصلي هدف به همدا و.

5 thoughts on “د کابل په تروریستی برید کې د وژل شویو شمېر ۶۴ تنو ته ورسېد”
  1. حکومت ته په کار ده چی طالب بندیان له محبسونو راوباسی او په پل محمودخان کی یی سرعام اعدام کی. دادسپی بچی د حکومت د نرمی وضعی نه بده استفاده کوی. عاقبت گرگ زاده گرگ شود گرچه با آدمی بزرگ شود

  2. د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې سوله هیڅ مانا نه لري او نه هم شونې ده، نه هم د سولې مشخص لوری معلوم دی له چا سره سوله کوي… نه هم په هیواد کې د سیاسي بندي په نوم څوک شته نه یی کره تعریف، اوسنۍ یوه استخباراتي جګړه ده او مخالف وسله وال د هیواد اصلي دښمنان دي. په زندانانو کې ولې هسې په ډوډۍ خورئ د فارمي چرګانو غوندې… خوند خو یې هسې کاوه چې ډلې ډلې په دارونو راوځړول شي….

  3. په احساساتو نه شل کیږی . له خپل دولت سره باید هراړخیزه همکاری وشی.
    د کورنیو چارو وزارت باید ټول نقلیه وسایل ثبت او راجستر کړی.
    د کابل ښار دروازو کې د ولایتونو ثبت شوی باربری وسایل باید په یوه مشخص ځای کی تخلیه او هلته پارک شی. راوړل شوی مالونه او تجارتی کالی په نورو وسایلو کی چی د کابل ښار کی د ګرځیدو اجازه ولری بار او مستهلکینو یا بازار ته ورسول شی.
    هر مشکوک او د اوږدو څڼو لرونکی شخص چې قیافه یی له انسانیت نه ګرځیدل وی تر تحقیق لاندی ونیول شی.
    د کابل ښار ته ټولې دخولې دروازې په امنیتی مدرنو وسایلو سمبال کړل شی .
    هر هغه شی چې په چاودنو او انفجاراتو کی ترې کار اخیستل کیږی ، ممنوع وګرځول شی.
    هغه بودجه چې د سولې عالی شورا ته تخصیص کړل شوی ده باید د ښارونو مدافعینو ته ورکړل شی، ځکه نور نو له چړیانو او ټالیبانو سره سوله امکان نه لری.
    ترټولو د مخه باید د هیواد سرحدونه تر کلکی څارنې لاندی ونیول شی . د هیواد والو تګ او راتګ لاری مشخصی او په نورو ځایونو کی منع کړل شی.
    د ملی اردو او ملی پولیسو لیکې باید نورې هم تقویت شی .
    له نړیوالو دوستانو او بشر دوستانو نه پدې لار کې مرسته وغوښتل شی چې نظامی او فنی وسایل زمونږ د دفاعی او امنیتی ځواکونو په اختیار کې ورکړل شی.

  4. سلامونه زه یو افعان یم په مسکو کی د بین الملی حقوق زده کونکی
    افسوس راشی ته خو د جهان و گوره او زما خوار او له نفاق دک افغانستان وگوره
    هلته زه مرم دلته زه مرم اخیر ولی په کوم جرم په کومه گناه ما حاص په دی وژنی چی الله اکبر وایم
    اخیر تر کومه او د جان اصله ورسته بیا د بل اصله د ملک وگری هیچ نشی کولای بغیر له افسوس
    د نورو ممالکو جوانان اتومونه جوروی او زونگ د جوانانو قبرونه تر سرکونو ورسیدل
    الله دادی نیکی هدایت ورته وکری دوی خپل دخمان خه پیزنی که دخمان له منجه نشی وری نو لطفان استغفاه په کمزوری دولتداری نه کیگی

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *