تاند- د کابل په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې سفارتونو ته نژدې په زوروره چاودنه کې لږترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او تر ۳۵۰ ډېر نور ژوبل دي. وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتونو ته په لسګونو ټپیان وروړل شوي چې د ځینو حال نازک دی او ممکن د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

لومړني راپورونه وايي چې موټر بمي چاودنه په زنبق څلور لارې کې شوې.

د چاودنې شدت دومره زیات و چې په شاوخوا سیمه کې د خلکو د کورونو شیشې او کړکۍ ماتې شوي دي.

د چاودنې له کبله سفارتونو ته هم زیازیانمن شوي دي. استرالیا وايي، یو دیپلومات یې بې درکه دی او هند وايي چې د سفارت ودانۍ ته یې زیان اوښتی دی.

چاودنه په داسې حال کې شوې چې خلک کار او سوداوو ته راوتلي وو.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د حملې هدف څه و.

د چاودنې ځای د جرمني سفارت ته نژدې دی.

احتمال شته چې د حملې هدف به د جرمني سفارت و. تېر کال په مزارشریف ښار کې د جرمني پر کونسلګرۍ هم زوروره حمله شوې وه.

د پولیسو یو ویاند بصیر مجاهد وايي، نه پوهېږي چې د حملې هدف به څه و.

تراوسه پورې د افغانستان دوو مخالفو وسله والو ډلو؛ یعني طالبانو او داعش، چې عموماً دا ډول حملې کوي، څه نه دي ویلي.

طالبانو د روژې په میاشت کې د اوربند او د جګړې د سړولو وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې د روژې په میاشت کې «جهاد» لا ثواب لري.

وروستی خبر: طالبان وايي دا برید دوی نه دی کړی.

پولیس وايي چې د شاه شهید له چاودنې وروسته یې دومره زوروره چاودنه نه ده اورېدلې.

5 thoughts on “د کابل په خونړۍ چاودنه کې لږترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۳۵۰ نور ژوبل دي”
  1. پاکستانه الله مو په کور داسې اور بل کړه چې ګلولو ته يې خدای هم حیران شي. طالبانو ستاسو مور او خور او لوړنې په روسانو او ایرانیانو او… پاکستانیانو در … چې وسلې او مهمات درکوي. په کوم مخ پدې ولس حکومت کوی. قسم په خدای که د حکومت مخ هم ووینې. سرنوشت به مو د مودګاو ملا عمر، بن لادن په شان وی. پاکستان به مو ښځې در وغیي او کله چې له کاره ولوېدي بیا به ستاسو په لوڼو در شروع کړي او تر سو چې د هغوی غلامی کوی دا به مو حال وی. خو هغه مهال چې دا کار بند کړی د ملا عمر په شان به مو په کونه یو لوی سوټی در ومڼډی. ستاسو په مرداره او چټله طایفه
    کې يې سپي درومنډي. خدای مو په دنیا او اخرت کې ذلیل او رسوا کړه

  2. دا جنګ به ډیر پټ او ښکاره اړخونه ولری خو هسته ای او افغانی علت یی به ټولنه کی د انسان او ددین موقعیت باندی جګړه ده چی ایا دین مهم دی که انسان او د هغه آزادی او هوساینه که برعکس. موږ مطلق اکثریت مسموم یو اوانسان سیځو چی دین پری روشانه شی. ترهغه چی انسان له دین جار کوو هره ورځ به مو سړکونه به په خپلو وینو لمبول کیږی. کلیشه ای غندنی به کوو، ژاړو به، او همدا به وایو چی دا کار په دین کی نشته، دا دین خلاف دی او… خو دا هیڅکله نه وایوو چی دین که د داسی کار جواز هم ورکړی، جنایت دی جنایت دی او جنایت د نه منلو دی او باید مخه یی ونیول شی کنټرول شی، که نه لکه وبا به ټول افغاستان وخوری

  3. د چاودنې ځای ته چې وګورې نو اکثره خلک فکر کوي چې دا بم ندی بلکې کو م لوی میزایل دلته لګیدلی. ځینې بیا د حقاني وحشي او لکۍ دارې کورنۍ ته ګوته نیسي چې دا برید دې وحشیانو کړی. زه نه پوهیږم چې افغان دولت دومره توان نلري چې په میران شاه کې د حقاني ټول فامیل په شمول د ښځو او ماشومانو له منځه یوسي، ځکه د هغوی نر ښځې او ماشومانو ذهنونه وحشي او مضر دي او مضر باید مردار شي.

  4. اسلام علیکم ورحمتالله وبرکاته
    سه ووایو چاته ووایو دا زمونگ د هیواد حال ده زما گران ورونه شهیدان شول خویندی می شهیدانی شوی
    اه اه اه اه
    زما وطنه
    اه اه اه

    زما وطنه
    نور به سه ووایم

    دعا کوم
    خبلو خلکو ته
    شیرا کول کوم
    دشمن ته
    خدای دی تباه او برباد کی هغه خلک چی زمونر ولس جرروی

  5. غنی! عبدالله او نورو مبارکو!ا
    که تاسی بهمته او د ملی امنیت ریاست ددغسی حملو جوئوونکو ّه کورونو هم دغسی حمله وکړي نو بل به داجرات ونه کړي
    انتحاریان دی له طالبانو په پیسو واخلی او بیرته دی ورولیږی
    وایی خر چی لیوه ووینی نو سترګی پټوي تر څو یی لیوه له سترګ پټ شی
    زمو نږ مشران هم سترګی پټوی او د خپلو صحابه کرامو سره به خپلو فسادونو کی لکه دکناراب چینجیان لګیا دی . ایا تاسی ځواب لرئ نه !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!ا بیا به غوړ او مفشن مخونه خلکو ته تسلیت ورکوی
    تاسی به بیا ددهمدغو خملو عاملین د مبارکو اخترونو به مناسبت خوشی کوی او بشر حقوق به یادوی ایا دا جی مړه شول دابشر نه و
    عسکردی ډوډی نه لری او حاکمان خپلو ښځو ته وړي معلول عسکر دی ګدا شو چواړیان دی جنرالان کړل
    نور به څه ووایم وشرمیږئ

ځواب ورکول Fahimja ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *