تاند، شنبه، حمل ۹مه: هندي رسنیو د خپل هیواد د استخباراتو له قوله خبر ورکړی چې د پاکستان استخباراتي ادارې یا آی ایس آی په ۲۰۱۹ کې داعش ډلې ته سپارښتنه کړې وه تر څو په افغانستان کې هندي تاسیسات تر برید لاندې راولي او دا کار څو ورځې وړاندې د کابل په یو درمسال د برید په ترڅ کې ترسره شو.
د کابل شوربازا په درمسال بریدګر چې په پنجابي یې خبرې کولې او د هند کېرالې اوسېدونکی بلل شوی دی، د ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان ووژل.
هندي رسنۍ وايي، آی ایس آی په ۲۰۱۹ کې لشکر طیبې ته دنده سپارلې وه چې له داعش سره په افغانستان کې د هند د تاسیساتو په نښه کولو کې مرسته وکړي.
راپور وايي دغه برید د لشکر طیبې یو مهم طراح مولوي اسلم فاروقي پلان کړی چې د آی ایس آی خاص مامور دی او د دغو عملیاتو په تنظیم کې یې رهبري پر غاړه درلوده.
هندي استخباراتو په ۲۰۱۹ کې هم خبر ورکړی و چې په افغانستان کې د هند پر ماموریتونو د برید طرحه شته او دا طارحه هم لشکر طیبه او داعش ته سپارل شوې ده.
بلخوا د چهارشنبې د ورځې برید په اړه د ملي امنیت یوې سرچینې تاند ته وویل چې د شوربازار په درمسال برید کې حقاني شبکې هم ونډه لرله او په پاکستان کې پلان شوی و.
البته دا ټولی ډلی لکه طالب ، لشکر طیبه ، داعش په افغانستان کی یو پلار لری اوهغه آی آیس آی او دپاکستان د فوج تر چتر لاندی د پاکستان دولت دی ، نوره خبره ډیره واضحه ده د پاکستان استخباراتی خونخواره اداره که هرڅومره کوښښ کړی چه د اجتماعی میدیا له لاری منطقی او جهان ته دا کاذب تصویر وکړی چه دا تروریستی ډلی جدا جدا او بیلی ، مستقلی ډلی دی ، او ددوی په خلاف پاکستان هم لګیا دی مبارزه کوی ، خو دا ټول درواغ زمان ثابت کړی ،هیڅو کی یی اوس اوس نه شی منلای .
ددی درواغو ژوندی اسناد هم په میډیا او هم د افغانستان په زندانونو کی پراته دی . په حقیقت کی دا ډلی د پاکستان نیمه نظامی ملیشی دی ، چه د پاکستا نیمه نظامی دولت یی د خپلو ستراتژیکوتوسعه وی اهدافو د پاره د منطقی په هیوادونو کی د ابزار په توګه کاروی پاکستان باید د اتمی او عامه وژونکی وسلو نه خلع سلاح شی ، ځکه دغه دولت به د منطقوی اوبین المللی تروریزم د یوی خطرناکی فابریکی په توګه فعاله دی.