تاند- وسله والو طالبانو په کابل کې د نن ماښام د حملې مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې د ایساف ځواکونو پر کاروان یې ځانمرګی برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

ایساف وايي چې د جرمني او ایټالیا سفارتونو ته نژدې په دې برید کې د دوی ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

راپورونه وايي چې له چاودنې وروسته د امبولانسونو او په هوا کې د هیلي کوپترو ږغونه واورېدل شول او په لوډسپېکرونو کې پوځیانو ته د تیارسي اعلان وشو.

طالبان، چې د لوېدیځو پوځي چارواکو په وینا د خپلو حملو د تلفاتو په باب تل مبالغې کوي، ادعا کړې چې بهرنیو پوځیانو ته یې سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.

د کابل په مرکزي برخه کې چاودنه وشوه

تاند- په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه وايي چې په پلازمېنه کابل کې د دوی اډې ته نژدې چاودنه شوې ده.

Kabul at nightد ايتلافي ځواکونو یوې ویندویې وویل، چاودنه نن ماښام ناوخته د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) او ګڼو سفارتونو ته نژدې د نړیوالو ايتلافي پوځیانو اډې (ایګرز کمپ) ته څېرمه وشوه.

ویندویې وویل چې د چاودنې علت لا نه دی څرګند او په دې اړه څېړنې دوام لري.

دې دا هم وویل چې د چاودنې په نتیجه کې مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

د یوه بل راپور له مخې تر دې چاودنې مخکې یوه بله چاودنه د ښار په اتمه ناحیه سید نور محمد شاه مېنه کې وشوه چې له کبله یې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کابل پولیسو وویل چې په دواړو چاودنو کې څوک وژل شوي نه دي.

خو لومړۍ چاودنه په اووه بجې او۴۵ دقیقې د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې وشوه.

شاهدان وايي چې دا چاودنه د ايتلافي ځواکونو د اډې په خوله کې د مقناطسي بم وه.

نن په ننګرهار کې شپږ تنو وسله والو طالبانو په ننګرهار کې د افغان او ناټو ځواکونو پر یوې ګډه په برید کې د ناټو یو سرتېری وواژه.

ناټو پوځیانو تایید کړه چې په غنی خېلو کې د دوی پر ګډه اډه په برید کې یو سرتېری وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي وویل:«د سهار شاوخوا اته بجې وې چې یوه ځانمرګي ځان واوزاوه او پنځه نور مخکې تر دې چې چا ته زیان واړوي د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول. د دوی مړي په میدان پراته دي.»

6 thoughts on “طالبان وايي د کابل په حمله کې یې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې”
  1. د ړانده ملا لښکر به اوس خوشحاله وي چې د کابل په زړه کې یې حمله کړې ده. الله تعالی دې دوی په خپل غضب اخته کړي. که دوی د افغان اولادونه وای دوی به همداسې حملې په اسلام اباد او لاهو کې کړې وای. اوس به پنجابیان خوشحال وي چې د کابل له وجود نه یې بیا لوګي او لمبې پورته کړل. مرګ پر پنجابیانو او د هغوی په کاسه پاکو مزدورو چڼو.

  2. د طالب په وینا که هر څوک په افغانستان کی مړ شو د دوی په ګټه ده . دوی غواړی د افغانانو نسل تباه کړی او خپل اصلی بادار تورمخی پنجابی خوشحاله کړی. اوس معلومه شوه چی طالبانو لپاره نه جهاد شته او نه افغانستان . هسی د کلدارو او دالرو سوداګری ده. قتل او جنایت اوس یوه حرفه اوپيشه ګرځیدلی ده. لکه چنګیز چی څومره ډیر مړه کړی هومره ډیره اجوره اخلی.

  3. خدای دې هغوی تباه کړي څوک چې زما وطن ورانوی ، د خدای لعنت دې په هغه وي چې د بل په خدمت کې وي ـ ظالمانو د اسلام سره جفا مه کوۍ ، زه پوهیږم چې تاسې د کفر په خدمت کې ياست پاک الله دې تاسې د خپلو بادارانو سره تباه کړي

  4. سلام.کہ پنجابی نہ غواڑی.نو عیسوی امریکنی دلتہ ولی خوشوی.اللہ دی داسلام دشمن ھلاک کڑی.کہ پنجابی افغان انگریزوی

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *