تاند- د کابل په ختیځ کې نن د فرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له لوري د حضرت پیغمبر د کاریکاتور د خپرېدا په اعتراض کې په مظاهره کې ۳ تنه ووژل شول.

شاوخوا ۵۰۰ تنو په هوتخېلو کې مظاهره وکړه. دوی «مړه دې وي فرانسه» او «مړه دې وي د اسلام دښمنان» نارې یې وهلې.

د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ په ډزو کې اووه تنه نور ژوبل شوي دي.

پولیس په مظاهره کې د چا د وژلو ادعا نه تاییدوي خو وايي چې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

پولیس همداراز ادعا کوي چې ځینو مظاهره چیانو وسلې لرلې او هغوی په خپله ډزې کړي خو مظاهره چیان وايي چې پولیسو هم ډزې کړي دي.

پولیس وايي چې مظاهره چیانو هر لور ته تیږې ویشتې او دوی د مظاهرې د تیت پرک کولو لپاره هوايي ډزې کړي دي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وویل:«د مظاهره چیانو په منځ کې ځیني غیرمسووله وسله وال موجود ول چې پر پولیسو یې ډزې وکړې.»

تر دې مخکې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د فرانسوۍ مجلې پر خلاف سوله ییزې مظاهرې شوي خو په کابل کې دا درېمه مظاهره ده.

ویل کېږي چې مظاهره چیانو مخکې تر مخکې امنیتي چارواکو ته د مظاهرې په اړه خبر نه و ورکړی.

6 thoughts on “د کابل په مظاهره کې ۳ تنه وژل شوي ، ۷ ژوبل دي”
  1. زه دافغانستان خلکوته حيرا ن پاتی يم ،چارلی چيرته اوتا سو چيرته خبره داده چی په خپل وطن کی مو داسلام ضد عمل چي عاميلين يي خپله مسلمانان دی هيڅ کوم کار نه کوی،همدغه، داعش او طالبان داسلام خلاف کارونه کوی تاسی اول هغوی ته جواب ورکی اوبيانو چي مو خپل کور جوړ که نوبيا دجهان داسلام غم وخوری دافغانستان دولت په دی هکله خپل دريځ څرګند کړ همدا بس ده.دچارلی اصلی عاملين بايد پيدا سی دا يوه معلومداره نړيواله توطيه وه خپله دنړی په مطبوعاتو دايوه توطيه بلل شوی.زموږ خلک ديوی ګولی ډوډی پسی سرګردان دی دهغوی غم وکی . ستاسی مظاهری هيڅ ځای نه نيسی،فقط عام خلک په تکليف کوی،داد اسلام دعالمانو کاردی چي په څه ډول دفاعيه جوړه کړی.بل عجيبه خوداده چی داسلام ټيکه داران تنها افغانان دی؟ الله دی زموږ مسلمانان په قرانی لاره اوسمه لاره روان کی.

  2. افسوس چي موږ ته د مظاهرې چل هم نه راځي. سړیه دلته د وسلو لرلو او پر پولیسو د ډزو کولو څه حاجت وو په پنځه سووه مظاهرهجیانو یې لکه چي وطن فتح کولو

ځواب ورکول Abdul Rahman Shinwari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *